نړیوالې امدادي ادارې سېو دي چېلډرن د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملخانو وبا یو اشاریه دوه مېلین ټنه غنم یا د هېواد کلیز مجموعي فصل څلورمه برخه تباه کولی شي.
سېو دي چېلډرن وویل صورتحال نور هم خرابېږي او دا خطر پېدا شوی چې په مېلینونو خلک به د لوږې د خطر سره مخامخ شي.
په شمالي افغانستان کې ملخانو په فصلونو په داسې حال کې یرغل کړی چې سېو دي چېلډرن وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې د پېسو د کمي له امله اته مېلین خلکو سره د خوراک مرستې قطع شوې ده.
سېو دي چېلډرن د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې افغانستان سره ترقیاتي او انساني مرسته وکړي چې دا ډول افغانستان د قحط په شان حالاتو کې مبتلا نه شی.
سېو دي چېلډرن وویل د افغانستان د ۳۴ څخه په اتو ولایتونو کې مراکن نومې ملخانو حمله کړې چې فصلونو دپاره تر ټولو زیات تباه کن ملخان بلل کېږي.
امدادي ادارې وویل په افغانستان کې د ملخانو مسله په بد وخت کې ځکه هم راپېدا شوې چې د ۱۵ مېلین یا د ټولې ابادۍ دریمه برخه خلک په اینده پېنځو میاشتو کې د خوراک د بحران سره مخامخ کېدلی شي درې اشاره دوه مېلین په کې ماشومان دي.
د ماشومانو، ښځو، جينکو او کورنیو سره مرستې دپاره چې تر ټولو زیات کمزوري ګڼل کېږي، سره مرستې دپاره امدادي ادارې د دوه اشاریه دوه بېلین ډالرو مالي مرستې د کمي سره مخامخ دي.
سېو دي چېلډرن کنټري ډرېکټر ارشدملک وویل که په مرسته کې اضافه به د مېلینونو ماشومانو دپاره د ګټي وړ وي. هغه وویل انساني امداد د مسلې یوازنی حل نه دی، د افغانستان اقتصاد دپاره ترقیاتي امداد هم ضروري دی.
په افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو نه پس نړیوالې ټولنې افغانستان سره ترقیاتي مرستې ځنډولې او ګڼ شمېر ملکونو په طالبانو پابندۍ لګولې دي.
متحده قومونو ویلي په افغانستان کې انساني بحران د کلونو راهسې دومداره جنګونو، اوچکالۍ او د طالبانو واکمنۍ لا نور زیات کړی دی.
طالبانو د ښځو په تعلیم او کار زورګار قدغنونه لګولي خو وايي د اسلام او افغان دود دستور سره سم به ښځو د زدکړو او کار روزګار دپاره حالات برابروي.
د متحده قومونو چارواکي وايي ښځو په اړه د طالبانو د تعصب چلند د افغانستان اقتصادي او بشري حالات نور هم خراب کړي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي