لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سینیټر ایمل ولي خان د عوامي نیشنل ګوند مرکزي صدر اؤ ډاکټر سلیم خان عمومي سکتر وټاکل شول


Aimal Wali khan
Aimal Wali khan

د عوامي نیشنل پارټۍ ګوندي انتخاباتو کې سینیټر ایمل ولي خان ددغه ګوند مرکزي صدر اؤ اؤ ډاکټر محمد سلیم خان عمومي سکتر ټاکل شوی دی.

د اتوار په ورځ د پېښور په باچا خان مرکز کې د عوامي نیشنل پارټۍ ګوندي انتخابات د الیکشن کمیشن د چئیرمین میا افتخار حسین په مشرۍ کې شوي دي چې پکې د ایمل ولي خان مقابلې ته هیڅ یو کاندید نه دی رامخې ته شوی اؤ هغه پرته له مقابلې د ګوند مرکزي صدر غوره کړل شو.

عوامي نیشنل ګوند په اتمه فرورۍ پاکستان کې ترسره شوؤ عامو ټاکنو د قامي اسمبلۍ یوه څوکۍ هم نه وه ګټلې اؤ یوازې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان اسمبلیو کې یې درې څوکۍ ګټلې وې چې له دې وروسته ددغه ګوند مرکزي نایب صدر امیر حیدر خان هوتي له خپلې عهدې استعفا ورکړې وه.

تېره اوونۍ د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې انتخابات هم شوي وؤ چې پکې د ایمل ولي خان پځای میا افتخار حسین د پارټۍ صوبایي صدر اؤ حسین شاه صوبایي عمومي سکتر غوره کړل شوي وؤ.

نن د انتخاباتو لپاره د راجوړې شوې غونډې په مهال ښاغلي حیدر هوتي د سینټیر ایمل ولي خان نوم د پارټۍ د مرکزي صدر په توګه وړاندیز کړی چې د ګوند د مرکزي کونسل غړو یې منظوري ورکړې ده.

تر دې وړاندې اسفندیار ولي خان د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي صدر ؤ خو د ناروغتیا له امله اوس د هغه زوي ایمل ولي خان د پارټۍ ټولې چارې سمبالوي اؤ د ایمل ولي خان له صدر جوړېدو وروسته به اسفندیار ولي خان ددغه ګوند د رهبر په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

د عوامي نیشنل ګوند له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د ګوند په نورو مشرانو کې د اسلام اباد نه جواد خټک نایب صدر اؤ عفت کلثوم ښځینه مرستیاله صدره ټاکل شوې.

د پښتونخوا نه د صوابۍ پرویز خان نایب صدر جبکہ اؤ ډاکټره نورجهان خاتون ښځينه نایب صدره ټاکل شوې ده.

د بلوچستان نه فریداللہ دمړ نایب صدر اؤ سلما کاکړه ښځینه نایب صدر،د پنجاب تع سید عطاء اللہ شاہ نایب صدر اؤ قدسیه شاهین ایډوکیټ ښځینه نایب صدره ټاکل شوې ده.

د سیندصوبې نه انور زیب خان نایب صدر اؤ شازیه رزاق مروت ښځینه نایب صدره، د سرایکي
یونټ نه محمد ندیم قریشی نایب صدر اؤ عابدہ خان ښځینه نایب صدره وټاکل شوه.

ددې ترڅنګ عبیداللہ عابد ایډیشنل جنرل سیکرټري، اورنګزیب خان ډپټي جنرل سیکرټري اؤ جاوید کاکړ ايډیشنل ډپټي جنرل سیکرټري وټاکلی شول.

سینیټر حاجی ہدایت اللہ خان د مالیاتو مرکزي سکتر اؤ انجنیر احسان الله د ګوند مرکزي ویاند ټاکل شوي دي.

سردار حسین بابک بابک ته په ګوند کې د بهرنیو چارو د سکتر اؤ خادم حسین ته د کلتور د سکتر ذمه وارۍ سپارل شوې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG