لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه : د گن شپ هيلي کاپټرو په گوله بارۍ کې ۲۰ جنگيالي وژل شوي


Abu Faqih
Abu Faqih

د قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرتې سيمې تېراه کې پاکستاني پوځ د جنگيالو په پټو ځالو د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې گوله باري کړی ، چې په نتيجه کې ۲۰ وسله وال جنگيالي وژل شوي دي .

د قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرتې سيمې تېراه کې پاکستاني پوځ د جنگيالو په پټو ځالو د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې گوله باري کړی ، چې په نتيجه کې ۲۰ وسله وال جنگيالي وژل شوي دي .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه تيراه کې پوځي هوايي عمليات د اتوار په سحر ترسره شوي چې پکې ۲۰ جنگيالي وژل شوي او د ترهگرو پټې ځالي پکې په نخښه شوي دي . د امنيتي سرچينو ترمخه د گن شپ هيلي کاپټرو په گوله بارۍ کې د جنگيالو د پټو ځالو سره د بمونو جوړولو يوه کارخانه هم تباه کړی شوې ده .
د افغانستان پولې ته نزدې لرې پرتې تيراه سيمې ته د ميډيا رسد نه کيږي ځکه په دغه سيمه کې د عملياتو په نتيجه کې د مالي او زاني زيان په اړه کره مالومات نه ترلاسه کيږي .
د شورو په ورځ هم د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصيل کې د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې بمبارۍ کې د يو شمېر وسله والو د وژنې او د هغويې د مورچو تباه کولو خبرونه مخې ته راغلي وو .
تيراه کې په جنگيالو هوايې بمباري په داسې حال کې شوې چې د خالي په ورځ د هنگو ضلعې په ټل سيمه کې هم د هيلي کاپټرو د لارې په عملياتو کې ۹ جنگيالي وژل شوي وو.
او له هغې وړاندې په شمالي وزيرستان کې د جيټ الوتکو د لارې د جنگيالو پټې ځالې په نخښه کړی شوې وې چې پکې د غېر ملکي وسله والو په گډون د ۴۰ کسانو د وژنو خبرونه مخې ته راغلي ؤ.
په ورستيو کې په قبائيلي سيمو کې د وسله والو جنگيالو په ضد د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې عملياتو کې زياتوالی په داسې وخت مخې ته راغلې ، چې څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د پوليس په بس بريد کې د ۱۳ پوليسو د وژنې پړه طالبانو په سر واخيسته .
او بيا د مهمندوايجنسۍ د طالبانو مشر د ۲۳ اېف سي عسکرو د وژنې ادعا وکړه .
د دغو پېښو رامنځته کېدو وروستو د حکومت او طالبانو ترمينځ د جوړ جاړي خبرې وځنډېدې ، او وزيراعظم نواز شريف وويل د تشدد پېښې او امن مذاکرات دواړه يو ځايې مخ په وړاندې نه شي تلی .
درې ورځې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د پاکستاني طالبانو په ضد دپوځ لخوا دجيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د عملياتو اجازت د پاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف پخپله ورکړى دى .
خبري ادارې رائيټرز په يو رپورټ کې د وزيراعظم په دفتر کې ديوې سرچينې له خُلې ليکلي ؤ چې ” د دريوؤ ورځو پورې د پوځ د صبر وروستو وزيراعظم پخپله تيره شپه د دغو حملو اجازت ورکړى “ اؤ زياته کړې يې وه ” طالبانو ته دسبق ښودلو دپاره دغه يواځينۍ لاره وه “ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG