د القاعده مشر ايمن الظواهري د په هند کې د خپلې ډلې د څانگې پرانستو اعلان کړی ، او وئيلي يي دي چې دغه تنظيم به په برصغير کې د جهاد بېرغ پورته کوي .
د شورو په ورځ د نامالومه ځايې څخه جاري کړي خپل ويډيو پيغام کې ايمن الظواهري د خپلې ډلې د نوې څانگې د جوړولو دغه اعلان د برما ، بنگله دېشن ، اسام ، گجرات ، احمد اباد او کشمير د مسلمانانو دپاره د خوشحالۍ خبر گرځولی دی .
د القاعده مشر د ۵۵ منټو په ويډيو پېغام کې زياته کړې ، چې دغه څانگه به د برصغير مسلمانان د ظلم او بې انصافو نه خلاصوي ، او د اسلام د واک دپاره به هڅې جاري ساتي .
ايمن الظواهري په خپل پيغام کې د افغان طالبانو د مشر ملاعمر سره د وفادارۍ څرگندونه هم کړې ده .
څېړونکې وايي د القاعده د مشر لخوا د ملاعمر سره د وفادارۍ د څرگندونې مقصد په شام او عراق کې د فعاله تندروه ډلې دولت اسلاميه اثر کمول دي . کومه ډله چې د مسلمانانو په جهادي حلقو کې په نړيواله کچه د مشرۍ او د القاعده د سيالې ډلې په توگه جوړيږي . د القاعده لخوا له دې وړاندې په شام کې د دولت اسلاميه د جنگيالو د نورو اسلام خوښه باغې ډلو سره په جهگړو خفگان هم څرگند کړی شوی دی .
خپل پيغام کې ايمن الظواهري د مسلمانانو په جهادي ډلو خپل مينځ کې د يووالي په خبره زور رواړی دی . او په هند کې د نوې جوړؤنکې څانگې جنگيالي يې خبردار کړي ، چې په ځايي خلکو د زور ظلم څخه په ډډه پاتې شي .
راپورونه وايي د القاعده دغه تازه بيان د هند نوي وزيراعظم نريندرمودي دپاره د خفگان سبب گرځېدی شي ، ځکه چې هغه د يو سخت دريزه هندو قام پرست مشر په توگه گڼل کيږي ، او د مسلمانانو د اکثريتي علاقې کشمير او هند کې په نورو علاقو کې د بېلتون پالو د تحريکونو په ضد سخت موقف ساتي .