لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د الزواهري وژنه به القاعده د هغه د ځای ناست په انتخاب کې د ازماېښت سره مخامخ کړي



څينې پخوانو استخباراتي چارواکو او څېړونکو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د تازه موندلې ازادۍ له کبله يادې ډلې ته فرصت برابر شوی خپله مشرتابه په حفاظت کې کړي
څينې پخوانو استخباراتي چارواکو او څېړونکو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د تازه موندلې ازادۍ له کبله يادې ډلې ته فرصت برابر شوی خپله مشرتابه په حفاظت کې کړي

تېره ورځ په کابل کې د امريکا په ډرون حمله کې د القاعده مشر ايمن الزواهري وژنه به د ډلې حوصله او يووالی د امتحان او د نوي مشرد ټاکلو عمل د سوالونو سره مخامخ کړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، تازه استخباراتي څېړنو دا خبرداری کړی و چې د القاعده مشرتابې ته د روان فرصت نه ګټې رسيږي او بيا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروستو د يادې ډلې مشران په اسانه اوس د خپلو غړو او خواخوږو سره اړيکې نيسي.

تېره مياشت د ملګرو ملتونو په يو رپورټ کې ويلي شوي و او خبرداری ورکړل شوی و چې “نړيواله ساحه د القاعده په ګټه ده او ممکن ده القاعده د داعش په ځای د نېغ په نېغه خطر لوی سوب جوړ شي”.

څينې پخوانو استخباراتي چارواکو او څېړونکو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د تازه موندلې ازادۍ له کبله يادې ډلې ته فرصت برابر شوی خپله مشرتابه په حفاظت کې کړي او د پړاو په پړاو مشرانو ټاکلو عمل په مخ بوځي خو دا اوس د جدي پوښتنو سره مخ ده چې څنګه به دغه کار په کاميابۍ په مخ لاړ شي ځکه چې جغرافيايي انديښنې او د القاعده د افريقايي ملګرو ډېرېدونکی اثر رسوخ به په کومه خوا ځي.

د غربي استخباراتي ادارو يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته وويل “دا به د القاعده د پاره لوی امتحان وي”. چارواکي زياته کړه په خصوصي توګه استخبارتي ادارو انديښنه څرګنده کړې چې د الزواهري ممکن ځای ناستي سيف العادل د ژوندي پاتې کېدو په اړه لا تياره ده.

دغه پخواني استخباراتي چارواکي دعوه وکړه چې “سيف العادل په ايران کې دی. خو ولې ايرانيان به هغه داسې خوشی کړي؟ دا به د القاعده د يو مشر د پاره هم ډېره ګرانه وي چې په پنجره کې بند وي”.

ويل کيږي د القاعده دريم مشر عبدالرحمان المغربي هم په ايران کې دی چې د ډلې عمومي منتظم او د ميډيا د چارو مشر هم دی. داسې نور د القاعده غړي هم ګڼل کيږي په ايران کې دي.

يواځې دا نه چې سيف العادل او المغربي په ايران کې دي بلکې د امريکا د بهرني چارو پخواني وزير مايک پمپيو تور لګولی و ايران د القاعده په نوي مرکز بدل شوی دی.

خو ولې ځينې امريکايي استخباراتي او سفارتي چارواکي په دې اړه د احتياط نه کار اخلي او دا ګڼي چې د ايران او القاعده تعلقات ممکن دي خو دا به په مستقيمه توګه نه وي.

ځينې څېړونکي ګڼي دا تعلق به د ايران د پاره ستونزمن وي او د واشنګټن انسټيټيوټ فار نير ايسټ پاليسي کارمند ارون زېلېن چې په جهادي ډلو تحقيق کوي وايي “دا به يوه ستونزه رامخ ته کړي. په دې به د ايران د اثر رسوخ او قانوني پاتې کېدو پوښتنې راپورته شي”.

د دې تر څنګ د افريقا د القاعده د مشرانو لکه يزيد مبارک او د سومالي الشباب ډلې مشر احمد ديرايي هم د الزواهري په ځای د کېناستلو دعوه ګير کېدلی شي.

دا به هم يو لوی ګواښ وي چې دالقاعده مشرتابه به د خپل تاريخي خوندي ځايونو لکه افغانستان او پاکستان نه د افريقا کوم بل ځای ته او چرته لاړ شي؟

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG