لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د الجزایر عدالت د اسلامي علومو ماهر ته د اسلام د سپکاوي په الزام درې کاله د قېد سزا ورکړه


Algeria
Algeria

د الجزایر یو عدالت د اسلامي علومو ماهر او د یونېورسټۍ یو پېژندلي استاذ ته د اسلام د سپکاوي په الزام درې کاله د قېد سزا ورکړه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه پروفېسر سعید جاب الخېر ته عدالت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سزا واوروله او د هغه د دفاع وکیلانو ووېل د عدالتې فېصلې په ضد به اپېل کوي. د وکیلانو دغه ډله د ښاغلي الخېر تر څنګ د جمهوریت پلوه تحریک د هغو کسانو هم دفاع کوي چې دا مهال په زندان کې دي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه کله چې سعید الخېر د عدالت نه تلو نو ویې وېل "زه پروفېسر (د پوهنتون استاذ) یم، امام نه یم" او هغه د "د دلیل او د تنقیدي سوچ " نه کار اخلي.

د یونېورسټۍ یو بل استاذ د سعید جاب الخېر خلاف شکایت درج کړی و چې په فېس بک د الخېر پوسټونه د اسلام په ضد ګڼل کېدلی دي.

الخېر ته د سزا نه وړاندې هغه د فرانس له فراګو ورځپاڼې ته ویلي وو چې د الجزایر په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د یونېورسټۍ په پروفېسر د یو داسې موضوع په سر مقدمه کیږي چې هغه پکې خپله مهارت لري.

الخېر وویل د مذهب په اړه خپلو لېکنو کې هغه په تاریخ او فرضي قېصو کې فرق کوي خو د هغه ناقدین دا دلېل لري چې د هغه په قول قران کې چې څه هم دي دا ټول تاریخ دی.

په الجزایر کې د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل دفتر د سعید جاب الخېر په اړه د عدالت فېصله د خنده وړ وبلله.

اېمنسټي انټرنېشنل وویل یو تن ته د هغه د مذهبي نظريي په سر سزا ورکول د رای د اظهار او د مذهبي ازادۍ ښکاره خلاف ورزي د دې باوجود چې که چېرې دغو خبرو څوک ځورولي هم وي.

ځینو سیاستوالو، د یونېورسټۍ استاذانو او صحافیان د مقدمې نه وړاندې د سعیدجاب الخېر حمایت کړی و.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي سعېد جاب الخېر په سوشل میډیا فعاله دی او د اسلام په ځینو عقیدو پوښتنې راپورته کولو دپاره مشهور دی. رپورټ وايي هغه د ښځو د سر پټولو مخالف دی او وايي دا مذهبي فریضه نه ده او د قران او سنت نه یې هم تصدیق نه کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG