لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير په پينځمه او معلومه وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور شو


د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مخکښ علي وزير وکيلان وايي، د علي وزیر په پينځمه او معلومه وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور شو او اوس د پاتې قانوني کارروايۍ پوره کېدو وروسته به خوشی شي.

د علي وزیر په وروستۍ مقدمه کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ [14 نومبر] د پېښور هايکورټ بنو رجسټرۍ ضمانت منظور کړو، وکيل يې شعېب سدوزۍ وي او اې ډيوه ته وويل عدالت د 10 لکو روپو په مچلکو ضمانت منظور کړو، اوس به يې د خوشي کولو پاتې قانوني کارروايي کولی شي.

د پېښور هايکورټ په بنو رجسټرۍ کې د ضمانت په خواست دا څلورمه اورېدنه وه.

نن چې د علي وزير په کومه مقدمه کې ضمانت منظور شو، دا مقدمه د هغه پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه د شمالي وزيرستان د میرانشا په تاڼه کې درج شوې چې پکې 121، 123، 124 A، 504، 505،506 او لوډ سپيکر اېکټ مادې لګول شوي دي. د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي.

علي وزير چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په 25 اکتوبر عدالت په هغه مقدمه کې بري کړی په کومه کې چې هغه نيول شوی وو.

دا وخت په کراچۍ کې د علي وزير پرضد درې نورې مقدمې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې روانې دي، په کوم کې چې د نوموړي ضمانتونه منظور شوي دي.

په کراچۍ کې د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ وايي، اوس چې څنګه د بنو څخه د علي وزیر د خوشي کېدو حکم کراچۍ ته ورسي خوشی به شي ځکه چې په کراچۍ کې په يوه مقدمه کې بري شوی او په درېو کې يې دو ړاندې نه ضمانتونه منظور شوي دي.

علي وزیر په کال 2020 کې په پېښور کې پوليسو نيولی او کراچۍ ته يې بوتللی وو، وروسته په کراچۍ کې په هغه پسې درې نورې مقدمې راویستل شوې او د څلورمې مقدمې اورېدنې په مهال پسې د ميرانشاه مقدمه راويستل شوې او ګرفتاري پکې ښکاره کړی شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG