لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علی وزير عمران خان ته: د وزيرستان کورونه او بازارونه که د پاکستان پوځ نه، نو بيا چا وران کړي؟


د سويلي وزيرستان د واڼا د سيمې نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير وايي چې د وزير اعظم عمران خان سره يې ليدلي او ورته يې په ډاگه کړې، د وزيرستان کورونه او بازارونه که د پاکستان پوځ او يا د پوځ لاس پوڅو نه دي وران کړی او لوټ کړي نو دا بيا چا کړي دي.

ښاغلی وزير د وي او ای ډيوه پرېس کانفرنس خپرونه کې وويل د وزير اعظم عمران خان سره يې په ورستۍ ليدنه کې دا خبره هم کړې چې وزيرستان ته نه خو د اسرايل، نه د امريکا، نه د هند او نه بيا د افغانستان پوځونه راغلي دي که دلته څومره عملیات شوي نو د پاکستان پوځ کړي بيا دا سامانونه چا يوړل؟

علي وزير زیاته کړې عمران خان ورته اطمنان ورکړی، د وزيرستان د خلکو په غوښتنو غور کوي او ورو په ورو به د دې شخړې پلټنې وکړي. علي وزير وايي عمران خان ته يې دا هم په گوته کړه چې د خلکو کورونه او بازارونه وران پراته دي او د هغو د زيانونو لا تر اوسه هيڅ تاوان نه دی ورکړل شوی.

د واڼا د صورتحال په اړه علي وزير وويل چې د واڼا امن او اختيار اوس د مقامي انتظاميې په لاس کې دی او د امن کميټي دغه دنده نوره نه شي تر سره کولی.

هغه وايي د امن کميټۍ د واک نه د خلکو په قربانو او زور لرې کړی شوې ده خو ده زياته کړه ټولې داسې کميټيانې که هغه په نور وزيرستان کې دي او که په پښتونخوا کې يوه په يوه داسې له واکه وويستل شي.

علي وزير وايي پښتانه د پي ټي ايم يا د پښتون ژغورنې غورځنگ د سوري لاندې يو ځای شوي دي او ورځ په ورځ دغه تنظيم نور قوي کيږي او په پښتنو کې خوريږي.

علي وزير د بهرني او کورنۍ وسله والو ډلو په اړه وويل چې اوس يواځې سړي او ښځې نه، ماشومان هم په دې پوهه دي چې دغه ډلې چا وزيرستان ته او د څه د پاره راوستې وې او اوس يې بيا راولي.

خو د پاکستان پوځ تور لگوي چې دغه ډلې د وزيرستان قبايلو راوستې وې او هم دوی ورله کورونه او ځايونه ورکړي وو چې پوځ مجبور شو د ډغه ډلو په ضد پوځي عمليات پيل کړي.

د پاکستان د پوځ دريځ دی چې په دغه سيمه کې يې عمليات د ځايي ترهگرو ډلو پر ضد تر سره کړي او د دې په نتيجه کې په سيمه کې تر ډېره حده پورې امن راغلی دی.

ځايي خلک وايي چې د تېرو څو کلونو راهسې پيل شوي د پاکستان د پوځ عملياتو له عمله دوی ته زيانونه اوړيدلي ولې د ترهگرۍ پېښې اوس هم روانې دي او د ترهگرو شتون هم خلک تايدوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG