لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

علي وزير: ترهگر نه یم

د ترهگرۍ په تور کې د عارضي ضمانت ورستو د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ منتخب غړي علي وزير په ځان لگیدلي د ترهگرۍ تورونه رد کړي دي او وايي ترهگر نه دی.

د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ فعالان محسن داوړ او علي وزیر د سپټمبر په 20 مه نیټه د شپې ناوخته د هري پور زندان څخه په عارضي ضمانت ازاد شوي وو.

په علي وزير او محسن داوړ د مۍ په 26 مه نیټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې په پوځي چيک پوسته د برید او له هغې وروسته په اووم جون د پوځ په يو گاډي د چاودنې په تور کې مقدمې جوړې شوې او تر څلورو میاشتو بنديوان وو.

علي وزير وي او ای ډیوه ته په یوه ځانگړې مرکه کې اوویل په تر هگرۍ کې چې څوک اووژل شي یا ژوبل شي هغويي ته حکومت مالي کمکونه نه ورکوي.

هغه اوویل چې کوم تنان د خړ کمر په چیک پوسته کې اوژل شوي یا ژوبل شوي وو حکومت ورته شل شل لکه روپۍ ورکړی او د فوځ کورکمانډر او د صوبې اعلا وزير یې کورونو ته ورغلل، علي وزير په سوالیه انداز کېې اوویل:

"چې چا په پوسټ حمله کړي وي هغويي ته معاوضه ورکړی کیږي؟"

د خپل ضمانت په حقله د ېوې پوښتنې په ځواب کې علي وزير اوویل ضمانت یې داسې وشو چې خبرې اترې روانې وې کسان به ورتلل. علي وزير اوویل دغو کسانو ته یې د ځان د سپیناوي باور ورکړو:

"د ریاست د پالیسۍ (تگلارې) سره مونږ اختلاف لرو نو د هغه پالیسي اختلاف مونږ وضاحت کوو".

هغه اوویل دغو کسانو ته یې دا هم اوویل:

"نور چې تاسو کوم الزامات لگوئ، مونږ به صفايي درکوو"

هغه اوویل که چري دويي صفايي او نه کړله یا دويي د بل کوم ملک سره په رابطه کې وو یا دويي د پاکستان داسې څه کمی کړی وي نو چې کومه نمونه صفايي غواړئ دويي به زموار وي.

هغه وویل تر یوې میاشتې پورې به د دويي د چال چلن څارنه کیږي، دويي به د عدالت د فیصلې، قانون او ایئن احترام کوي.

هغه اوویل د جنوبي وزیرستان د سفر د نه کولو تاکيد ورته شوې وو:

" تاسو وزيرستان ته مه درومئ"

علي وزير د خړ کمر چیک پوستې د ورځې د پېښې په حقله اوویل چې کله په خړ کمر پوسته په دوي ډزې شورو شوې نو ملگرو ورته ویل چې اوتښته خو ده ورته انکار وکړو.

د علي وزير په قول چې کله دی په خړکمر کې اونیول شو نو ډېر زیات تششد ورباندې شوې وو، هغه وویل:

"زما په مخکښې په ژوبلو تنانو ډزې کېدلی او وژل کیدل".

د علي وزير په خیال په هري پور جیل کې د ترهگرو سره په یو ځاي کې ساتل شوی وو خو چې کله ناروغه شو نو بیا یې درملنه هم وشوه.

د پاکستان د قانون تر مخه د قامي اسمبلۍ د اسپيکر په اختیار کې وي چې یو منتخب غړی د جیل نه د اسمبلۍ غونډی ته بللی شي.

په دې حقله د یو سوال په جواب کې علي وزیر اوویل چې دويي اسد قيصر ته ووټ ورکړی وو او د پښتو په سر یې ورکړی وو او ورته یې ويلي وو چې په پښتو یې درکوو.

هغه اوویل کیدی شي بې وسي یې وي خو دده په اختیار کې وه:

" زمونږ پروډکشن ارډر یې کړی وې"

د علي وزير د جیل په موده کې د هغه مور خوږه مينه بي بي د هغه د خوشي کیدلو لپاره پښتنو ته د پاڅیدلو اپيل کړی وو.

علي وزير اوویل چې نن (سپټمبر 22) کور ته ورسیدلو نو مور ېې ورته منی (امېل) نیولی وو:

"بچیه دا منی زه درته اچومه"

علي وزير وايي مور ورته اوویل که ته زر نه وی راغلی نو دې به شک کوو چې ما سر ټیټ کړی دی، هغه وايي مور یې ورته ویل:

" بیا به ما په تا سلام نه اچولې، بیا به ما ویل چې کیدی شي تا داسې خبرې کړي وي چې یعني کمپرومايز به دې کړې وي.. بیا به ما د قوم نه معافي غوښتلې"

See all News Updates of the Day

جنوبي وزیرستان: بمي چاودنه کې درې عسکر ژوبل شوي دي

دافغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع بر جنوبي وزیرستان کې د پوځ د ګاډي تر څنګ بمي چاودنه شوې چې پکې لږ تر لږه درې عسکر ژوبل شوي دي.

د سیمې نه امنیتي سرچینو د خالي - شنبې په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي دا چادونه د جنوبي وزیرستان په سره روغه سیمه کې شوې ده.

سرچینې وویل، د پوځ د بمونو شنډوونکې ډله په ګاډي کې روانه وه چې په لاره کې پرې د ګاډي ترڅنګ بم وچاودیدلو، چې وایي درې پوځيان پکې ټپیان شوي خو د هغوي حالت یې له خطرې بهر بللی دی.

سرچینه وايي له چاودنې وروسته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ په پېښه کې ژوبل شوي عسکر یې د علاج لپاره روغتون ته رسولي دي.

یادې سرچینې وویل په سمدستي توګه نه ده معلومه شوې چې دا بم د پوځ‌ ګاډ‌ي ته اېښودل شوی ؤ که نا د وړاندې نه په سیمه کې ښخ ؤ اؤ چاودېدلی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې ده اؤ په دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله واله ډله داعش خراسان پر غاړه اخلي.

خو د ترهګرو ډلو لخوا د بریدونو تر څنګ امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت دعوې کوي چې د قبایلي ضلعو په ګډون یې ګرد هیواد کې د ترهګرو ډلو اؤ دهغوي د همکارانو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات چټک کړي اؤ په دې عملیاتو کې وسله والو ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.

دغه رپورټ وایي د اګست په میاشت کښې شوو د ترهه ګرۍ پیښو کښې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.

رپورټ وايي بلوچستان اؤ دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ دپښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

پاکستان کې د ورځني اړتیاؤ د 22 توکو نرخونه لوړ شوي دي

همدا شان تېره اوونۍ د یو کلو ټماترو نرخ کې 12 روپۍ اؤ 39 پیسې اؤ دچینو نرخ کې 5 روپۍ اؤ 91 پیسې کمی  شوی اؤ د دې ترڅنګ د غنمو،ګوړې، الوګانو اؤ ځېنو نورو توکو نرخونه هم معمولي غوندې راپرېوتي دي

په پاکستان کې د شمېر شمېرو دولتي اداره وایي د تېرې یوې اوونۍ په مهال په هیواد کې د ورځني اړتیاؤ د 22 توکو نرخونه په بره ختلي اؤ د 11 توکو په نرخونو کې بیا معمولي شان کمی شوی دی.

پخپل اوونیز رپورټ کې د شمېرنې ادارې ویلي دتېرې هفتې په مهال د ګرانۍ په کچه کې 0.93 فیصدي اضافه شوې ده اؤ د ګرانۍ کچه په کلیز بنیاد 38.67 فیصدي ته لوړه شوې ده.

په رپورټ کې ویل شوي چې روانه اوونۍ د تېلو نرخونو کې 26 روپو اؤ 2 پیسو پورې اضافه شوې ده.

دشمېرنې اداره وایي چې د چرګ د غوښې د یو کلو نرخ 31 روپۍ اؤ‌ 26 پېسې، د اوږې نرخ 24 روپۍ اؤ یوه پیسه، د ایل پي جي ګیس د کورونو سلېنډرود ګېس د یو کلو نرخ 14 روپۍ اؤ 4 پیسې سیوا شوی دی.

همدا شان تېره اوونۍ د یو کلو ټماترو نرخ کې 12 روپۍ اؤ 39 پیسې اؤ دچینو نرخ کې 5 روپۍ اؤ 91 پیسې کمی شوی اؤ د دې ترڅنګ د غنمو،ګوړې، الوګانو اؤ ځېنو نورو توکو نرخونه هم معمولي غوندې راپرېوتي دي.

سږکال د جولایي په میاشت کې د نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف سره د درې بېلین ډالرو د قرض معاهدې پاکستان د قرضونو په بېرته ادا کولو کې د ناکامۍ یا د د دیوالیه کېدو نه بچ کړی دی خو د آی اېم اېف د قرض شرطونو پاکستان دپاره په ګرانۍ او د روپۍ په غورځېدو قابو موندل پېچیده کړي.

هر څو که د روانې میاشتې په مهال دپاکستان دحکومت له لوري د اخستل شوؤ ګامونو په نتیجه کې د ډالر نرخ یو څه راپرېوتی اؤ پاکستاني روپۍ باثباته شوې ده خو څېړونکي وایي چې د روپۍ د نرخ د غورځېدو مخنیوي لپاره د حکومت لخوا اخستل شوي ګامونه دایمي نه دي اؤ څه موده وروسته بیا هم د ډالر نرخ ختلی شي.

پاکستان له د قرضې ورکولو لپاره د آی اېم اېف په شرطونو کې په درامداتو پابندۍ نرمول او د سبسېډي یا د مراعاتو ختم شامل وو. د سبسېډي د ختمولو په نتیجه کې د توانایۍ په قیمتونو کې اضافه شوې ده.

دطالبانو حکومت پاکستان سره ژمنه کړې چې د ټي ټي پي فعالیتونه به "بې اغیزې" کوي،د سرچینې دعوه

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو د دې خبرو جزئیات نه دي خپاره کړي، د متقي دفتر د هغه په حواله ویلي چې دواړه هیوادونه باید د داسې عامه بیانونو له ورکولو ډډه وکړي چې دوه اړخیزه بې باوري زیاتوي

سفارتي سرچینو د جمعې په ورځ امریکا غږ ته ویلي، په افغانستان واکمنو طالبانو ژمنه کړې چې د هغو اورپکو د فعالیتونو "بې اغېزې کولو" لپاره " به کوټلي ګامونه" پورته کړي چې د ګاونډي هیواد پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه پلانوي.

دپاکستاني اؤ طالب چارواکو ترمنځ په دې اړوند شوؤ خبرو نه باخبره سرچینو ویلي، دغه ډاډ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کوربه توب د یوه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي سره په دوه اړخیزه ناسته کې ورکړل شوی دی.

د دغه پلاوي مشري د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني کوله، چې په ډله کې ورسره نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل وؤ.

دپاکستان د ځانګړي استازي په مشرۍ داسلام اباد نه کابل ته د لوړ پوړي پلاوي دا سفر په داسې حال کې شوی چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه زیات شوي دي.

دپاکستاني طالبانو تحریک يا ټي ټي پي په پاکستان کې د ترهګرۍ د رامنځته شوؤ زیاترو پېښو ذمه واري پخپله غاړه اخستې ده.

اسلام اباد تورونه لګوي چې افغانستان کې د ټي ټي‌پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړل شوې دي اؤ رپورټونه وایي دطالبانو له واکمنېدو راپدیخو په تېرو دوؤ کالو کې د پولې پورې غاړې نه دپاکستان پرضد بریدونه سیوا شوي دي.

په تير کال کې تقریباً هره ورځ د ټي ټي پي په بريدونو کې په سلګونو پاکستاني پوليس او عسکر وژل شوي دي.

سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ دشوؤ خبرو "ټینګار" د ټي ټي پي دفعالیتونو په اړوند ؤ .

دغه سرچینه وایي "افغان لوري ته ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل د اسلام اباد لپاره جدي اندیښنه ده"

سرچينې پرته له دې چې نور جزيات ورکړي، زياته کړه، د کابل چارواکو "د ټي ټي پي د فعاليتونو د بې اغېزې کولو لپاره د کوټلو ګامونو ډاډ ورکړو"

غونډې دا پریکړه هم وکړه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د نزدې 2,600 کلومیټره پولې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت بیاکتنې لپاره به دواړه لوري خپلو کې "منظمه مشورې" کوي.

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو د دې خبرو جزئیات نه دي خپاره کړي، د متقي دفتر د هغه په حواله ویلي چې دواړه هیوادونه باید د داسې عامه بیانونو له ورکولو ډډه وکړي چې دوه اړخیزه بې باوري زیاتوي.

د طالبانو دحکومت خارجه وزیر ویلي "هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې کړي." په ایکس رسنۍ (پخواني ټویټر) خپور شوي د امیرخان متقي بیان کې د ټي ټي پي یادونه نه ده شوې، او نه یې د دې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي په اړه د کابل لخوا شوې ژمنې ته اشاره کړې ده.

طالبان دریځ لري چې دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې دوی د طالب چارواکو سره "ویډیو شواهد" او د مشکوکو افغان طالب وسله والو جسدونه شریک کړي چې په وروستیو "ترهګریزو" بریدونو کې د ټي ټي پي د وسله والو سره یوځای شوي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

د ټي ټي پي مشرانو په ښکاره توګه د افغان طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده سره بیعت کړی دی.

د ټي ټي پي وسله واله ډله دیو تنظیم په شکل کې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې راڅرګنده شوې وه او بیا یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو پر ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کړې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام ویسټ تیره اوونۍ په واشنګټن کې یوه سیمینار ته وویل، "هغه ډله چې د سیمې ثبات ته تر ټولو ستر ګواښ دی، ټي ټي پي دخ. موږ په پاکستان کې په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی"

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ټول امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل، څو ورځې وروسته له هغې چې طالبانو د دغه هېواد واک تر لاسه کړ او په افغان جګړه کې یې د امریکا نژدې ۲۰ کلنه ښکېلتیا پای ته ورسوله.

د پولیو د څارنې اداره:افغانستان اؤ پاکستان کې دپولیو نوې پېښې ښیي چې سږکال نړۍ نه دپولیو نوغی نه شي وتلی

د پوليو د مخنيوي پروګرام ترمخه، د پېښور نه په پينځم ستمبر او پشين نه په څلورم ستمبر د خچنو يا ګنده اوبو څخه نمونې اخستل شوې او پاکستان کې د پوليو دپاره جوړې قامي ليبارټرۍ کې یې معاينه شوې، د پولیو وايرس پکې معلوم شوي دي

دملګرو ملتونو د څارنې لاندې د پولیو ناروغۍ پرضد په فعالیت بوخت یو ازاد بورډ ویلي چې د روان کال 2023م تر پائ د نړۍ، پاکستان اؤ افغانستان نه د پولیو ختمول ناشونې ده.

د "دي انډیپینډنټ مانیټرنګ بورډ" له مخې سږکال د نړۍ یوازې په دوؤ هیوادونو پاکستان اؤ افغانستان کې د پولیو د 7 پېښو پخلی شوی چې دې کې دوه دپاکستان اؤ پینځه دافغانستان نه رپورټ شوې دي ځکه نو دا ممکنه نه ښکاري چې سږکال به د نړۍ نه په بشپړ ډول د پولیو وایرس ختم کړل شي.

بورډ خپل تازه رپورټ کې ویلي چې سږکال نړۍ نه د پولیو د ختمولو هدف ټاکل شوی ؤ خو دافغانستان اؤ پاکستان نه چې دپولیو کومې تازه پېښې ریکارډ شوې دي هغه ښیي چې سږکال به دا هدف سرته ونه رسیږي.

دغه بورډ واضحه کړې ده چې په اصل کې د داسې ناروغیو ختمول ګران وي چې دهغې علاج هم د همغسې وایرسونو څخه له جوړو ویکسینونو د لارې کولی شي.

په رپورټ کې ویل شوي چې د ادارې اشاره د پولیو هغو څاڅکو ته ده چې د پولیو د بې کچه کمزوري وایرس څخه جوړ کړی شوي دي.

ادارې دلیل وړاندې کړی دی چې د وایرس نه تیار شوي ویکسینونه په کوم بل صورت کې په بدل شوي شکل کې د ناروغۍ په توګه د راپورته کېدو توان لري ځکه نو دداسې ناروغیو ختمول ګران وي.

په پاکستان کې تېره میاشت دخېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پولیو د ناروغۍ دویمه پېښه رپورټ شوې وه اؤ تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې په بنو کې د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه.

د روان کال په اوږدو کې د افغانستان نه هم د پولیو پینځه پېښې رپورټ شوي دي اؤ رپورټونه وایي چې کوم په دغو دواړو هیوادونو کې د پولیو یو رقم وایرس موندل شوي دي.

اوړمه ورځ پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وؤ ، د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور او د بلوچستان صوبې په پشين ضلعه کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ترمخه، د پېښور نه په پينځم ستمبر او پشين نه په څلورم ستمبر د خچنو يا ګنده اوبو څخه نمونې اخستل شوې او پاکستان کې د پوليو دپاره جوړې قامي ليبارټرۍ کې یې معاينه شوې، د پولیو وايرس پکې معلوم شوي دي.

ويل شوي ياد وايرس په افغانستان کې د موجودو وايرسو سره تړاو لري.

د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال په پېښور کې په ماحولياتي نمونو کې په 11م ځل د پوليو وايرس معلوم شوي او بلوچستان کې د اپرېل وروسته په لومړی ځل د پوليو وايرس معلوم شوي دي.

د صحت مرکزي وزير نديم جان ویلي، د پولې پورې غاړې ته د وايرسو موجودګي د هر ماشوم دپاره خطره ده.

هغه ویلي، د اکتوبر په میاشت کې به په قامي کچه د پوليو ضد کمپاين کولی شي په کوم کې به د څلورو کروړو څخه زيات ماشومان ويکسين کولی شي.

نديم جان زياته کړې، پاکستان او افغانستان د يو بل نه بغېر د پوليو خاتمه نه شي کولی او دواړه د پوليو ضد مبارزه کې متحد دي.

پاکستان کې د بجلۍ د یو یونټ نرخ کې د نورو 3 روپو اؤ 28 پېسو د اضافې منظوري ورکړل شوې

د پاکستان د سینیټ غړي ښاغلي مشتاق احمد په دې وروستیو کې په ایکس رسنۍ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ آی پي پیز دپاکستان په مرۍ کې تېزندي ده اؤ تر څو چې دا وي نو پاکستان کې کله هم بجلي نه شي ارزانیدلی

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د ولس لخوا دبجلۍ د لوړو بېلونو پرضد له شوؤ سختو احتجاجونو وروسته دبجلۍ دڅار دولتي ادارې (نېپرا) دتېلو د لګښت ځایولو په مد کې دبجلۍ د یو یونټ په نرخ کې د نورو 3 روپو اؤ 28 پېسو د اضافې منظوري هم ورکړې ده .

دجمعې په ورځ نېپرا پخپله اعلامیه کې ویلي چې د بجلۍ خورونکو کمپنیو په غوښتنه یې د درې میاشتني سمون یا ایډجسټمنټ په مد کې دا منظوري ورکړې ده خو وایي ددې نوې اضافي غوڅه پرېکړه به مرکزي حکومت کوي.

اعلامیه کې ویل شوي چې ددې اضافي سره به د بجلۍ صارفین د 159 اربو روپو د اضافي بوج د لاندې راځي اؤ دا اضافه د مالي کال 23-2022 د څلورم درې میاشتني ایډجسټمنټ په مد کې شوې ده.

اعلامیه وايي چې صارفینو نه به دا اضافي پیسې د اکتوبر کال 2023 نه تر مارچ 2024 پورې په شپږو میاشتو کې اخستل کیږي.

ډان ورځپاڼې پخپل رپورټ کې لیکلي چې پاکسکتان کې دبجلۍ کلیز بنیادي نرخ کې نزدې د26 فیصده اؤ د درې میاشتني سمون یا ایډجسټمنټ په مد کې د 18 اضافې د منظورۍ عمل دوامداره دی.

ډان وایي دبجلۍ خورونکو کمپنیو د تېلو د لګښت ځایولو په مد کې د یو یونټ پسر د نورې یوې روپۍ اؤ پیسو د اضافې خواست هم کړی دی چې دهغې په اساس به راتلونکې میاشت کې صارفینو نه 30 اربه روپۍ ترلاسه کولی شي.

دتېلو د لګښتونو دا بار په صارفینو په داسې حال کې اچول کیږي چې پاکستان کې 74 فیصده بجلي د ځايي ارزان خشاک لکه هاییډرو، سکرو،ګیس،هوا، نمر اؤ بیګاس نه پیدا کیږي.

د پاکستان د سینیټ غړي ښاغلي مشتاق احمد په دې وروستیو کې په ایکس رسنۍ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ آی پي پیز دپاکستان په مرۍ کې تېزندي ده اؤ تر څو چې دا وي نو پاکستان کې کله هم بجلي نه شي ارزانیدلی.

هغه په حکومت ټینګار کړی ؤ چې د آی پي پیز سره خپل تړونونه ختم کړي ځکه چې دغو تړونونو دپاکستاني ولس ژوند عذاب کړی دی اؤ دبجلۍ په بلونو کې ولس نه اخستل کیدونکي 11 قسمه ټیکسونه بیخي دهشت ګردي اړ د بې وزله خلکو په جېبونو ډاکه ده.

په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو ښارونو کې د بجلۍ د لوړو بېلونو پرضد ولس سخت احتجاجونه کړي وؤ اؤ د واپډا په تنصیباتو یې بریدونه هم کړي وؤ.

دپاکستان د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ کې ولس ته د بجلۍ بېلونو کې د رعایت ورکولو‌ په خاطر څو ورځې پرله پسې غونډې هم شوې وې خو پاکستاني مطبوعات وایي چې په دغو غونډو کې چارواکو ویلي چې ترڅو پاکستان کې د بجلۍ دغلا مخه نه وي نیول شوي ،ولس ته تر هغې ریلیف نه شي ورکړل کیدی.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG