د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير وکيل وايي، علي وزير چې دا وخت د کومې يواځينۍ قضيې له امله په جېل کې دی، نن څلورمه پېشي وه چې د ضمانت په خواست پکې اورېدنه ونه شوه او د اورېدنې دپاره پکې بله نېټه پکې ورکړی شوه.
د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (26 مې) وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي دوېم نمبر عدالت کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه ټاکل شوې وه خو د سرکاري وکیل د نه حاضرېدو له امله دغه اورېدونه وځنډول شوه او د جون لومړۍ نېټه پکې د بلې اورېدنې دپاره ورکړی شوه.
د دې نه په وړاندينۍ اورېدنه کې، چې په 18 مې شوې وه هم نوموړي وکیل ويلي وو، پراسيکيوټر عدالت ته نه وو حاضر شوی.
د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين په ټويټر ويلي،
"نن بيا سرکاري وکيل غېر حاضر وو، علي وزیر ته د جون لومړۍ نېټه ورکړی شوه، د نورو خلکو دپاره د شپې په 11 بجې عدالتونه پرانستل کيږي، زمونږ د پښتنو دپاره کله جج او کله وکیل غېر حاضر وي، رياست به د کله پورې د مظلوم قوم د استازیتوب نه تښتي".
خو د علي وزير د قضيې سره تړاو لرونکې نزدې سرچينې وي او اې ډیوه ته ویلي د علي وزیر په قضیه کې د سرکاري وکيل نه حاضرېدو بنيادي علت د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي دوېم نمبر عدالت د جج نشتوالی دی، د سرچينې په خبره په دې عدالت کې نزدې د دوه میاشتو نه جج نشته.
سرچينې د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل، که سرکاري وکیل نه وي هم ، د هغه په ځای بل وکيل حاضرېدی شي خو چې په عدالت کې جج نه وي بيا د وکيل حاضري يا غېر حاضري هيڅ معنی نه لري.
سرچينې زياته کړه، له دې وړاندې که د علي وزير او يا د پي ټي اېم څومره مقدمې هم چلېدلي دي په هغې کې کوم وروستو والی نه دی شوی او نه د کومې بلې وجې دا قضيه وروسته کول کيږي.
علي وزير ته روانه مياشت په 11 مې د سيند هايکورټ په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی وو، او له دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ هغه ته په يوه بله مقدمه کې ضمانت ورکړی خو د نوموړي پرضد دا وخت درېمه مقدمه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې روانه ده.
قادر خان اېډوکېټ وايي علي وزير دا وخت په دغه يواځينۍ مقدمه کې بندي دی.
نن چې په کومه مقدمه کې نېټه بدل شوې دا مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه. د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د علي وزيرد ګرفتارولو حکم کړی وو.
د علي وزير پرضد جوړې مقدمې
د 2018 مقدمه
علي وزیر ته چې سيند هايکورټ په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.
په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.
د 2020 مقدمه
علي وزیر په لومړي ځل د کال 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي کړی شوی وو، په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.
دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې.
د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.
د 2019 مقدمه
او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه بله مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.
په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.
د علي وزیر دپاره د پي ټي اېم پرلت
د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو، دغه پرلت وروسته له هغې د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي سيند حکومت ورسره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی دی.