لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له بلوچستانه سېنټ ته د انوارالحق کاکړ او ایمل ولي په ګډون 11 سنېټران بې مقابلې ټاکل شوي


د پاکستان د سېنټ په ټاکنو کې له بلوچستان څخه 11 سنېټران بغیر له مقابلې ټاکل شوي، چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا صوبې صدر ايمل ولي او د پاکستان مخکینی نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ هم کاميابه شوي دي.

له شپږو غټو ګوندونو څخه په ټاکل شويو سنېټرانو کې د مسلم لیګ ن درې، د پیپلز پارټۍ درې، د جمعیت علما اسلام دوه او د عوامي نیشنل ګوند، نېشنل پارټۍ او بلوچستان عوامي پارټۍ یو- یو سنېټر د شپږو کالو لپاﺭه د پاکستان د سېنټ لپاﺭه ټاکل شوي دي.

د بلوچستان صوبې اليکشن کميشنر فرید اپریدی وایي، د دوو ښځو په ګډون 11 کانديدان پرته له انتخابي مقابلې کاميابه شوي دي.

د اليکش کميشن د تفصيل مطابق د سېنټ د انتخاب لپاره 33 کانديدانو خپل اسناد له اليکشن کميشن سره جمع کړي وو چې پکې 22 کانديدانو د نامزدګۍ کاغذان بېرته اخيستي او 11 کانديدان کاميابه شوي ځکه چې د هغوی په مقابل کې د کوم کانديد نه وو. الیکشن کمیشن د کامیابه کانديدانو فارم 55 خپور کړی.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبايي صدر ایمل ولي خان د عوامي نېشنل ګوند او پاکستان پیپلز ګوند په شریکه له بلوچستان څخه سینېټر جوړ کړی دی.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر پر خپل ټويټر ليکلي چې ايمل ولي د پارليماني سياست اغاز وشو او هغه ټول قام ته مبارکي ويلې ده، خو پر ټولنيزو رسنو د ځينو تنقيدونو په باب د ګوند د بلوچستان صوبایي صدر اصغر خان اڅکزي داسې ليکلي:

"‏د ایمل ولي خان د کامیابۍ په بدل کې موږ پيپلز ګوند ته اول د درې ایم پي اې [ چی وروسته دوه شوو] ووټونه په بلوچستان کې د ټیکنوکریټ/ښځو دپاره پي پي پي ته د ورکولو پابند وو. دویم موږ په صدارتي ووټ کې درې ووټونه د بلوچستان دوه د سینټ او یو ووټ د پښتونخوا څخه ورکړو. درېیم زمونږ په سینټ کې دوه سنېټران وو، اوس درې شول، هغوی به د سېنټ د چېیرمېن په ټاکنو کې پیپلزپارټې ته ووټ ورکوي. څلور په پښتونخوا کې به د سېنټ په الیکشن کې دوه ووټه پي پي پي ته په جنرل/ ټیکنوکریټ/ زنانه یعنی ټولو برخو کې ورکوو".

د پاکستان پخواني نګران وزير اعظم انوارالحق کاکړ په ازاد حېثيت کې خپل اسناد جمع کړي وو خو هغه د خپل ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ د ايالتي اسمبلۍ د غړو په ووټ کاميابه شوی دی.

د اليکشن کميشن رپورټ دی چې د ښځينه څوکيو لپاﺭه د پاکستان پیپلز ګوند حسینه بي بي او د مسلم لیګ ن راحت جمالي ټاکل شوې دي.

د ټیکنوکرېټس پر څوکۍ د پاکستان پیپلز ګوند بلال خان مندوخېل او د علماء پر څوکۍ د جمعیت علما اسلام ګوند صوبايي امير مولانا عبدالواسع ټاکل شوی دی.

د مسلم ليګ ن په کاميابه سنېټرانو کې سیدال ناصر، آغا شاه زیب او راحت جمالي شامل دي.

له پیپلز ګوند څخه سردار عمر ګورګېج، بلال خان مندوخېل او حسینه بي بي ټاکل شوي دي.

له جمعیت علما اسلام ګوند څخه کاروباري شخصيت احمد خان او مولانا عبدالواسع ټاکل شوي دي.

د احمد خان په کاميابه کولو باندې هم پر جمعيت علماء اسلام ګوند نيوکې کېږي چې د ګوند نظرياتي ملګري پاته شوي خو يو ټېکدار کاميابه کړل شوی چې له ګوند سره يې تر دې وړاندې کوم تعلق هم نه دی پاته شوی.

د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ګوند نېشنل پارټۍ جان محمد بلېدي کاميابه شوی دی.

اليکشن کميشن د سېنټ د انتخاب لپاﺭه 2م اپرېل نېټه ټاکلې وه خو د بلوچستان په تاريخ کې په لومړي ځل د سېنټ کانديدان له کومې مقابلې پرته کاميابه شوي دي.

د ځوان خبريال زين الدين په وينا د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند، جمعيت علما اسلام، اې اين پي، باپ ګوند، نېشنل ګوند نهه سره ګوندونو په ګډه خپلمنځي جوړجاړی کړی او له هغه وروسته يې د صوبايي اسمبلۍ د غړو د عددي حساب په مناسبت سنېټران کاميابه کړي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG