لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په ګوانټانامو زندان کې قېدي سعودي شهري وطن ته ولېږل شو


ای پي وايي په موجوده وخت کې په ګوانټانامو کې ۳۱ قېدیان دي چې  ۱۷ په کې منتقلۍ دپاره اهلیت لري که چېرې داسې باثباته ملک يې قبلولو ته تیار شي
ای پي وايي په موجوده وخت کې په ګوانټانامو کې ۳۱ قېدیان دي چې  ۱۷ په کې منتقلۍ دپاره اهلیت لري که چېرې داسې باثباته ملک يې قبلولو ته تیار شي

امریکايي چارواکو ویلي په ګوانټانامو بی، کیوبا، کې په امریکايي زندان کې د اوږدې مودې راهسې قېد د سعودي عرب یو شهري وطن ته ولېږل شو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي سعودي عرب ته د غسان الشربي منتقلي سعودي عرب ته د ګوانټانامو زندان د بندولو د امریکې د کوښښونو برخه ده.

په ګوانټانامو بې کیوبا کې زندان په امریکې د کال ۲۰۰۱ د سېپټمبر د ۱۱ نېټې نه پس د مشکوک ترهګرو نیولو دپاره جوړ کړی دی.

ای پي وايي امریکايي مامورینو د کلونو راهسې الشربي د القدعده ملاتړی او همکار بللی دی.

د الشربي ذکر د امریکي د اېريزونه ریاست په فېنېکس ښار کې مېشته د امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ای یو چارواکي په خپل یاداشت کې هم کړی دی.

د اېف بي ای اېجنټ، ای پي وايي، په خپل نوټ کې په کره توګه د ناین الېون حملو پېش ګوي کړې وه او ویلي يې وو داسې ښکاري چې د منیځني ختیځ طالب علمان د غیر پوځي جهازونو دلارې د جهازونو تربیه ترلاسه کوي.

امریکا وايي د ناین الېون حملو نه پس الشربي د بم جوړولو زدکړې دپاره پاکستان ته وتښتېدلو. یو کال وروسته هغه په پاکستان کې ونیول شو، وايي تشدد پې شوی و، او بیا ګوانټانامو ته منتقل کړی شو.

د قانوني مشکلاتو له امله په پوځی عدالتونو کې په الشربي مقدمه و نه شوه بیا د دې تعین وشو چې هغه د امریکې دپاره خطر نه دی پاتې شوی.

چارواکو د الشربي سعودي عرب ته د منتقل کېدو فېصله وکړه او دا يې تجویز کړه چې هغه د څارنې او سفري بنديزونو دې یقیني کړی شي او د هغه په اړه دې په مستقل ډول معلومات شریکول کېږي.

په ناین حملو کې ککړ زیاتره کسان سعوديان وو او ای پي وايي سعودي عرب د تندلارو د نیولو او بیا رغولو دپاره سهولتونه لري.

الشربي په لږ تر لږه څلورو هغو قېدیانو کې شامل دی چې سږ کال د ګوانټانامو نه بل ملک ته لېږل شوي دي.

په کال ۲۰۰۳ کې د ګوانټانامو تر ۶۰۰ پورې قېدیان وو.

ای پي وايي په موجوده وخت کې په ګوانټانامو کې ۳۱ قېدیان دي چې ۱۷ په کې منتقلۍ دپاره اهلیت لري که چېرې داسې باثباته ملک يې قبلولو ته تیار شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG