لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ که جو باېډن: امریکایان به نن د څلورو کالو لپاره نوی صدر انتخابوي 


په امریکا کې ستړی کونکی او د سختې مقابلې صدارتي کمپاېن د نهې/ سه شنبې په ورځ په داسې مهال پاې ته رسیږي چې په میلینونو امریکایان به د راتلونکي څلورو کالو لپاره خپل نوی صدر ټاکي.

په ګرده امریکا کې کیدونکي نني انتخاباتو کې به امریکایان فیصله کوي چې ایا د ریپبلکن ګوند موجوده صدر ډانلډ ټرمپ د څلورو نورو کالو لپاره بیا صدر وټاکي، که نه د هغه پرځاې د ډیموکرېټ ګوند صدارتي‌ کاندید او پخواني ناېب صدر جو باېډن خپل صدر وټاکي.

په امریکا کې د ۹۷ میلینو نه زیاتو امریکایانو د انتخاباتو د نېټې نه وړاندې ووټونه (پیشګي رایې) ورکړي. دغه شمیره د کال ۲۰۱۶ د صدارتي ټاکنو دوه په درې برخه ده کله چې ټرمپ د ډیموکرېټ ګوند هېلري کلنټن ته ناڅاپي ماتې ورکړه او واېټ‌ هاوس یې وګټلو.

دا ځلې په لویه شمیره کې د پیشګي رایو (وړاندې اچول شوي ووټونو) وروسته داسې اټکلونه کیږي چې په امریکا کې په کال ۲۰۲۰م کې ریکارډ ۱۵۰ میلینه او یا د دغې زیات ووټونه اچول کیدی شي. خو د بیلا بېلو ایالتونو د جدا قوانینو د لاسه دغه شمیرې د نهې د شپې پورې نه شي شمارل کیدلی.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې غیرحاضر ووټونه د انتخاباتو د ورځې وروسته شمارل کیږي نو ممکنه ده د دې انتخاباتو اخیرۍ نتیجې د څو ورځو پورې معلومې نه شي.

نني انتخابات د یو بې رحمه او د سخت کمپاېن وروسته ترسره کیږي چې پکې ټرمپ او باېډن دواړو د امریکایانو په وړاندې په یو بل ټکونه کړي چې دا بل د امریکا د مشرۍ لپاره سم نه دی او هیواد به بربادۍ ته ورسوي.

د تیرې اونۍ په اخیره کې دغه تاو تریخوالی هغه وخت نور هم سېوا شو کله چې د ټرمپ د کمپاین پلویانو په ګرده امریکا کې په جارحانه توګه لاریون وکړو.

د دغه لاریونونو په مهال په ټېکساس ایالت کې په یوه موقع کې د ګاډو یو کاروان چې د ټرمپ بیرغونه پرې لګیدلي‌ وو د باېډن د کمپاېن بس د لوې سړک نه اړولو، او په نیوجرسي ایالت کې یې هم یو سړک د عامو ګاډو لپاره تړلی وو.

د نیویارک او واشنګټن په شمول په یو شمیر ښارونو کې چارواکو او سوداګرو د انتخاباتو سره تړلي تشدد خوریدو له ویرې د خپلو دکانونو بهر تختې لګولي.

ګڼو هغه کسانو چې مخکې ووټونه (پیشګي رایې) یې ورکړي ویلي د کرونا وبا د لاسه دوي نه غوښتل چې د انتخاباتو په ورځ په پولنګ سټېشنو د خلکو سره نژدې په اوږدو قطارونو کې ودریږي.

په امریکا کې په نژدیو ورځو کې په یوه ورځ کې د کرونا د ۹۰ زرو نه زیات کېسونه رپورټ شوي کومه چې ریکارډ شمیره ده.

په ورته وخت کې ځیني ډیموکریټان وايي دوي غواړي د صدر ټرمپ پرضد لومړي رایې ورکونکي شي، او هغه (ټرمپ) په تیرو څلورو لسیزو کې د امریکا دریم داسې صدر شي چې د یو ځل صدارت وروسته د ماتې سره مخ شي.

خو ډیر ریپبلکن وايي دوي پلان لري چې د صدارتي ټاکنو په ورځ رایې ورکړي.

نن به امریکايي ووټران د اویا(۷۰) کالو نه زیات عمر دوه کاندیدانو کې د یو انتخاب کوي. دغه دواړه د امریکا ۳۲۸ میلینه ابادۍ د لوې اکثریت نه زاړه دي.

د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د صدرات څوګند پورته کولو په ورځ به جوباېډن ۷۸ کلن او ټرمپ ۷۴ کلن وي. په دواړو کې چې چا هم وګټله هغه به د امریکا تر ټولو زوړ صدر وي.

سره د صدر د ټاکلو امریکايان به نن د ایوان نماېندګان د ۴۳۵ او د سېنټ د ۳۵ څوکیو لپاره هم رایې ورکوي.

ډانلد ټرمپ د نیویارک ښار پخوانی د جاېدادونو سرمایه دار (ریېل سټېټ اېنوېسټر) او د ټي وي ستوری، او جو باېډن د واشنګټن د سیاست یو حقیقت، خو د دواړو په مزاج او پالیسیانو کې نور څه توپیر نه شي‌ کېدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG