لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په بند کې د امریکایي وګړي د صحت په اړه اندېښنه ښکاره کړې


ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې په افغانستان کې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې بندي امریکایي وګړي ریان کوربیټ ته دې بیړنۍ طبي مرستې برابرې کړي، چې د هغه روغتیا ته د نه را ګرځېدونکي زیان یا د مړینې د خطر مخه ونیول شي.

د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو دې غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو د ریان کوربیټ له بند شاوخوا یونیم کال وروسته یعنې په تېره اپرېل میاشت کې یې منلې وه چې هغه د دوی په بند کې دی.

د اذیت او نورو ظالمانه، غیر انساني او له سپکاوي ډک چلند یا سزا په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټرې الیس جیل ایډورډز په جنېوا کې وویل، "طالبان باید سمدستي په یو ملکي روغتون کې ریان کوربیټ ته طبي مرستې برابرې کړي."

الیس ایډورډز وایي، کوربټ مرستندویه کارکوونکی دی چې وایي پرته له کوم توره نیولی او په داسې حالت کې یې ساتلی دی چې "له نړیوال معیاره په بشپړه توګه ناکافي او ډېر لوېدلی دی".

مېرمن ایډورډز زیاته کړه چې دا موضوع يې له طالبانو سره په مخامخ توګه شريکه کړې ده:

"دې [حالت] د هغه په بدني او ذهني روغتیا زیات اغېز کړی، چې په چټکۍ سره نور هم پسې خرابیږي. له کافي طبي پاملرنې پرته هغه له نه را ګرځېدونکي زيان او حتی د مرګ له خطر سره مخ دی."

د ملګرو ملتونو د استازې په وینا کوربیټ څو روغتیایي ستونځې لري، چې پکې د غوږونو تکلیف او د وزن زیات کمېدل شامل دي. مېرمن الیس اډوارډز وایي کوربیټ پرله پسې دا اظهار هم کړی چې ځانوژنه به وکړي او ځان ته به زیان ورسوي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکایي مِشن یوه ویاند وویل، امریکا د ایډورډز له دفتر سره په تماس کې ده او د هغو هڅو هرکلی کوي چې د کوربیټ او نورو هغو کسانو لپاره د لا زیاتو بشري حالاتو غوښتنه کوي چې طالبانو نیولي دي.

ویاند زیاته کړه، "موږ د ریان بندي کېدل ناسم ګڼو او موږ به د هغه د سمدستي خوشي کولو لپاره کار ته دوام ورکړو."

د امریکې په سنېټ کې د ریپبلکن ګوند مشر سنېټر میچ مککانل د اپرېل پر اتمه د طالبانو له زندانه د ریان کوربیټ د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې وه. ممکانل هم ویلي وو چې کوربیټ په داسې ځای کې بندي دی چې ډېر لږ خواړه ورکول کیږي، د نشت سره برابر لمر ویني او ډېر لږ له خپلې کورنۍ سره د خبرو موقع ورکول کیږي.

ریان کوربیټ او د هغه کورنۍ په 2010م کال کې افغانستان ته تللې وه او ده هلته لومړی له غیرسرکاري ادارو سره کار کاوه، خو وروسته یې د «بلوم افغانستان» په نامه خپله اداره پیل کړه او په دې هیواد کې یې د خصوصي یا پرایوېټ څانګو د ودې لپاره د مشورو، کوچنیو پورونو او د پلان ارزونې په برخه کې کار کاوه.

ریان په 2021م کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه ووت، خو د خپلې ادارې کارونو ته یې دوام ورکړ او د 2022م په جنوري کې د خپلې تجارتي ویزې د نوي کولو لپاره بیرته کابل ته ستون شو.

د ریان وکیلان وایي، هغه سمه ویزه لرله خو بیا هم د 2022م کال په اګست کې طالبانو هغه وخت ونیو چې هغه خپلو کارکوونکو ته د تنخا ورکولو او روزنې لپاره بیرته افغانستان ته ستون شو.

کوربیټ هغه وخت له یو جرمني او دوو افغانانو سره یو ځای نیول شوی وو، خو هغه کسان وروسته بیا خوشي کړی شول.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان بیا د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول، امریکا له شل کلنې جګړې وروسته امریکایي ځواکونه له دې هېواده و ایستل او له هغه راهیسې په کابل کې هیڅ سفارتي موجودګي او فعالیت نه لري او د افغانستان په اړه سفارتي چارې له قطر څخه تر سره کوي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG