لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروی: د پينځو څخه څلور امریکايان اندېښنه لري چې ملک یې د ګډوډۍ خوا ته روان دی


سروی انلاين يا د انټرنېټ په بڼه شوې او د ټول ملک څخه پکې 1202 بالغو امریکايانو برخه اخستې، په دوی کې 992 رجسټرډ ووټران شامل وو
سروی انلاين يا د انټرنېټ په بڼه شوې او د ټول ملک څخه پکې 1202 بالغو امریکايانو برخه اخستې، په دوی کې 992 رجسټرډ ووټران شامل وو

د رای عامه په يوه تازه سروی کې څرګنده شوې، امریکايان اندېښنه لري، چې په ډانلډ ټرمپ د حملې وروسته یې ملک د کنټروله وځي، او دا اندېښنې نورې سېوا کيږي چې د پينځم نومبر په انتخاباتو کې سياسي تشدد زیات شي.

دغه خبره د رويټرز خبري ادارې او رای عامه د جايزې يوې پوهه کمپنۍ (اپسوس) په ګډه سروی کې، چې د نهې/ سه شنبې په ورځ پاتی ته رسېدلې، مخې ته راغلې ده.

په سروی کې معلومه شوې چې ريپبلکن صدارتي امېدوار ډانلډ ټرمپ ته د صدر جوبايډن په مقابله کې په رجسټرډ ووټرانو کې لږه برتري ترلاسه وه، د ټرمپ د مقبوليت کچه 43 فيصده او صدر بايډن د مقبولیت شرحه 41 فيصده وه.

ويل شوي، په ټرمپ د قاتلانه حملې سره د ووټرانو جذباتو کې غټ بدلون نه دی راغلی.

خو د ډېموکرېټس او ريپبلکن ووټرانو په برابر شمېره کې په سروی کې شاملو 80 فيصده ووټرانو ويلي، دوی د دې خبرې سره اتفاق لري چې "ملک یې د کنټروله بهر کيږي".

سروی انلاين يا د انټرنېټ په بڼه شوې او د ټول ملک څخه پکې 1202 بالغو امریکايانو برخه اخستې، په دوی کې 992 رجسټرډ ووټران شامل وو.

ډانلډ ټرمپ باندې روانه اوونۍ په پنسلوينيا کې د انتخابي جلسې په وخت قاتلانه حمله شوې، د هغه په غوږ ګولۍ لګېدلی خو نور بچ شوی وو.

د رای عامه په تازه سروی کې نزدې 84 فيصده کسانو ويلي، اندېښنه لري چې د انتخاباتو وروسته به توندلاري د تشدد کارروايانې کوي.

د مې په میاشت کې ترسره شوې دغه ډول سروی کې 74 فيصده کسانو دغه ويره څرګنده کړې وه.

امریکا کې سياسي تشدد له هغې وروسته سېوا شوی چې د 2021م په شپږمه جنورۍ د بايډن په مقابله کې د ټرمپ د انتخابي ماتې خوړو وروسته د ټرمپ د زرګونو په شمېره کې پلويانو په کېپېټل هل حمله کړې وه.

د يادې حملې په ورځ څلور تنه وژل شوي، او د حمله کوونکو پرضد عمليات کوونکو کې يو افسر وژل شوی وو.
په سروی کې شاملو امریکايانو د تشدد ويره څرګنده کړې خو ځينو ورسره اختلاف کړی دی، پينځه فيصده رای ورکونکو ويلي، سیاسي ګوند یې د کوم سیاسي مقصد ترلاسه کولو په خاطر تشدد نه قبلوي.

د رايټرز اپسوس په سروی کې، د ريپبلکن رجسټرډ ووټرانو کې 65 فيصده ويلي، خدای پاک د ټرمپ حفاظت کړی او 11 فيصده ډېموکرېټانو هم د دې تاييد کړی دی.

د ګېلپ انټرنېشنل اېسوسي اېشن د يوې سروی ترمخه چې په کال 2022م کې شوې وه، نزدې 77 فيصده امریکايانو ويلي وو، په خدای يقين لري، په کېنېډا کې 56 او برتانيه کې 39 فيصدو هم دغه رای ورکړې وه.

( د دې خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG