لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د برطانيي نه د ازادۍ ورځ ولمانځله


صدر جوبایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن به د ازادې د ورځ په مناسبت د وایټ هاوس په جنوبي باغیچه کې امریکايي پوځیان او د هغوی کورنیو ته د دعوت کوربتوب کوي او بیا به په نېشنل مال کې د روایتي اتش بازۍ ننداره کوي
صدر جوبایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن به د ازادې د ورځ په مناسبت د وایټ هاوس په جنوبي باغیچه کې امریکايي پوځیان او د هغوی کورنیو ته د دعوت کوربتوب کوي او بیا به په نېشنل مال کې د روایتي اتش بازۍ ننداره کوي

د جولايي د میاشت څلورمه نېټه امریکا برطانيي نه د ازادۍ د ورځ په توگه لمانځي.

صدر جوبایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن به د ازادې د ورځ په مناسبت د وایټ هاوس په جنوبي باغیچه کې امریکايي پوځیان او د هغوی کورنیو ته د دعوت کوربتوب کوي او بیا به په نېشنل مال کې د روایتي اتش بازۍ ننداره کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ازادۍ ورځ د امریکې د هغو لومړو ۱۳ ریاستونو د هغه فېصلې په یاد کې لمانځل کېږي چې برطانيي نه یې د ازادېدو اعلان وکړو.

د دغو ریاستونو نمایندګانو د کال ۱۷۷۶ د جولای په دویمه نېټه د ازادۍ په حق کې ووټونه یا رای ورکړې. دوه ورځې وروسته ډېکلېرېشن اف انډيپېنډېنس یا د ازادۍ اعلامیه منظوره کړی شوه.

د ازادۍ اعلاميه د جولای په څلورمه نېټه په پراخه کچه ووېشل شوه او هم دغه ورځ د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

په کال ١٧٧٦ م کې د موجوده امریکې ١٣ ریاستونو برطانيي نه د ازادۍ علامیه یا ډیکلریشن اف انډیپنډنس منظور کړو.

د کال ١٩۴١ م راهسې د جولايي د میاشت څلورمه نیټه په قامي کچه د رخصتۍ ورځ وي، سکولونه او سرکاري دفترونه بند وي. د ورځې د خوشحالۍ دپاره د اتشبازۍ نندارې کولی شي، پریډونه یا خصوصي لاریونونه کولی شي، د موسیقۍ پروگرامونه کېږي او خلک د خپلو خپلوانو سره په کورونو او یا په پارکونو کې خوراکونه پخوي.

اتشبازي

څلورمه جولايي په عامه توگه د اشتبازۍ دپاره یادیږي. د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اتشبازۍ نندارې وي. تر ټولو لویه د اتشبازۍ مظاهره په نېویارک کې کېږی او بله په سرښار واشنگټن کې وي. په واشنگټن کې د کانگرس د ودانۍ مخې ته د موسېقۍ روایتي پروگرام هم کیږي.

امنیت

په مېلینونو امریکایان د ازادۍ ورځ لمانځي. پولیس او نورې امنیتي ادارې کوښښ کوي چې د دستورو په مهال امن او امان پرځای وي.

په نیویارک کې چرته چې د اتشبازۍ تر ټولو لویه مظاهره کیږي، په لویه شمیره کې به پولیس په لارو کوڅو کې لېدل کیږي.
په سرښار واشنگټن کې به هم پولیس په لویه شمیره کې پرځای وي. د زرگونو په شمیره کې خلک به د نیشنل مال په میدان د اتشبازۍ مظاهره گوري او د کانگرس د ودانۍ مخې د موسېقۍ په پروگرام کې به برخه اخلي.

تاریخ

د کال ١٧٧٦ د جولایي د میاشت په دویمه نېټه د کانټېننټل کانگرس د نوم د لاندې د موجوده امریکې ١٣ ریاستونو برطانيي نه د ازادۍ فېصله وکړه او ډیکلریشن اف انډېپینډنس یا د ازادۍ اعلامیه یې منظوره کړه. د اعلاميي مصنف تامس جفرسن و چې ورسته صدر هم جوړ شو.

د ائین ځینې عالمان وايي د جولايي په کال ١٧٧٦ کې ددغه تاریخي فېصله په وجه دې د ازادۍ ورځ د څلورمې نېټې پرځای د جولايي د میاشت په دویمه نېټه لمانځل کیږی.

برطانيي نه د امریکې د ازادۍ بغاوت په کال ١٧٧٥ کې شروع شوی و. د ازادۍ جنگ هغه وخت ختم شو کله چې په کال ١٧٨٣ کې برطانيي او امریکې د ټریټي اف پېرس یا د پېرس لوظنامه لاس لیک کړه. ددغه لوظنامې دلاندې د امریکې ازادي په رسمي توگه تسلیم شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG