لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له روسه د بندیانو په تبادله کې خوشي شوي امریکایي وګړي امریکې ته را رسېدلي


د روس له بنده را خوشي شوي درې امریکایان د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته سر ښار واشنګټن ته را رسېدلي چې صدر جوبایډن او مرستیالې صدرې کاملا هېریس یې هرکلی کړی او هغوی له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

په دغو کسانو کې د امریکې پخوانی د ځانګړو سمندري ځواکونو پوځي پاول ویلان او امریکایي خبریالان السو کرماشیوا او ایوان ګرشکویچ شامل دي.

صدر بایډن د دوی د هرکلي په وخت په هوايي اډه کې خبریالانو ته وویل، "په زړه پورې ده. له ډېر وخت راهیسې ددې شیبې انتظار کېده. متحدین اهمیت لري. دوی ګام پورته کړ او زموږ لپاره یې خطر قبول کړ".

د بندیانو د تاریخي تبادلې له مخې امریکې او متحدینو یې د پنجشنبې- زیارت په ورځ 16 سیاسي بندیانو را خوشي کړل چې پکې درې امریکایان او یو د امریکا دایمي اوسیدونکی او د پولیټزر جایزې ګټونکي لیکوال ولادیمیر کارا مرزا شامل دي. ټاکل شوې چې کارا مرزا به په جلا توګه امریکې ته راستون شي.

د بندیانو په دغه تبادله کې د جرمني پینځه وګړي او یو شمیر روسي سیاسي بندیان هم خوشي شوي دي. روس د دغو بندیانو د خوشي کولو په بدل کې اته کسان تر لاسه کړي دي.

دا له سړې جګړې وروسته د امریکا او روس تر منځ د بندیانو تر ټولو لویه تبادله ګڼل کېږي.

په خوشې شویو امریکایانو کې پاول ویلان د بند ترټولو زیاته موده تېره کړې ده. هغه په 2018م کال کې په ماسکو کې نیول شوی وو او په 2020م کال کې د جاسوسۍ په تور په 16 کاله بند سزا شوی وو. ویلان او د امریکا حکومت پر هغه باندې د جاسوسۍ تور رد کړی دی.

د وال سټریټ جرنل خبریال ګرشکویچ او د ازادۍ رېډیو خبریاله کورماشیوا په 2023م کې نیول شوي وو او دواړه د جولای پر 19مه په جلا جلا توګه د تړلو دروازو تر شا عدالت کې سزا شوي وو. دا سزاګانې په نړیواله کچه غندل شوې او "د شرم وړ" ګڼل شوې وې.

د واشنګټن پوسټ لیکوال کارا مرزا چې په 2022 کې نیول شوی وو، د بندیانو په دغه تبادله کې خوشې شوی دی. دغه سیاستوال او د تاریخ لیکوال په زندان کې د خپلو لیکنو له کبله د پولیټزر جایزه ګټلې ده.

روس په دغه تبادله کې د روسي وګړي وادیم کراسیکوف د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه چې په 2019م کال کې په برلین کې د چچنیا د یو اوسېدونکي د وژنې تور پرې لګېدلی وو او د عمر قید سزا ورته اورول شوې وه.

د نوموړي په اړه له دې وړاندې ویل شوي وو چې کېدای شي د روس د زنداني شوي حکومت مخالف مشر الیکسي ناوالني د ازادېدو په بدل کې خوشی شي، خو نوالني د روان 2024م په فرورۍ کې په زندان کې مړ شو.

په نورو کسانو کې چې روس ته ستانه شوي ارټیم ویکتورویچ دلتسیف او انا والیریوینا دلتسیوا له سلوېنیا، میخایل والیریویچ میکوشین له ناروې، پاول الیکسیویچ روبتسوف له پولېنډه او رومن سیلیزنیف، ولادیسلاو کلوشین او وادیم کونوشچیناک له امریکې شامل دي.

د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د خوشي شویو بندیانو د هرکلي پر مهال وویل، "زه غواړم خپل هېواد ته د ستنېدو مبارکي درته ووایم."

صدر جو بایډن په یو بیان کې ویلي چې ادارې یې تر اوسه له 70 څخه د زیاتو امریکایانو په خوشي کولو کې مرسته کړې ده چې وایي په ټوله نړۍ کې یرغمل شوي یا په ناحقه زنداني شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG