لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې لاک ډاون د می تر نهمې نېټې وغځول شو


د پاکستان صدر عارف علوي په اسلام اباد کې د تراو په موقع د فیصل جومات دوره کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

د پاکستان صدر عارف علوي په اسلام اباد کې د تراو په موقع د فیصل جومات دوره کوي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې ډاکټرانو خبرداری کړی چې که چیرې حکومت کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر لاک ډاون په موثره توګه عملي نکړو او په روژه کې یې په جوماتونو کې په ګنه ګوڼه پابندي وه نه لګوله نو د کرونا وایرس به نور هم خپور شي، مرکزي حکومت د جمعې په ورځ د لاک ډاون مېعاد د می د میاشت نهمې نېټې پورې د غځولو اعلان وکړو.

د دې نه وړاندې ټاکل شوې وه چې لاک ډاون به د اپرېل په ۲۸ نېټه ختم شي او د کرونا وایرس خپرېدو د مخنیوي په خاطر تړل شوي کاروبارونه او بندې تعلیمي ادارې به بیا پرانیستل شی، په تګ راتګ بندیزونه به لېرې کړی شي او د معمول ژوند به شروع شي.

د وفاقي حکومت د منصوپه سازۍ وزیر اسد عمر د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د قامي رابطه کمېټۍ د غونډې وروسته وویل چې د صوبايي حکومتونو سره په مشوره لاک ډاون نېټه د می د نهمې پورې وغځول شوه.

یوه ورځ وړاندې د پاکستان یو شمېر سینیر ډاکټرانو ووېل په پاکستان کې په لاک ډاون په مکمله توګه عمل نه کیږي، د خلکو ګنې ګوڼې لیدل کېږي او حکومت ته پکار ده چې د روژې په میاشت کې په جوماتونو کې د اجتماعي عبادتونو اجازت ورنکړي.

خو وزیراعظم عمران خان وویل حکومت څوک په زور د جوماتونو نه نشي منع کولی او خلک دې د خپلې خیرښیګړې فیصله په خپل سوچ وکړي. عمران خان دا هم وايي چې پاکستان کې د ډیر وخت دپاره لاک ډاون د کم امدن هغه طبقه نشې برداشت کولی چې د ورځې د کار په بدل کې معاش ګټي.

هم د جمعې په ورځ په خېبرپښتونخوا کې د ډاکټرانو اتحاديې د حکومت نه غوښتنه وکړه چې په ملک کې لاک ډاؤن دې نور سخت کړی شي، خلک دې د کورونو پورې محدود او د ټېسټونو کول دې سېوا کړی شي.

د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديې مشر ډاکټر امیرتاج خان وویل په دریو ورځو کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو په شمېره کې درې زره اضافه شوې او په خېبرپښتونخوا کې د ۸۰ نه زيات کسان په کرونا مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرې ترمخه په پاکستان کې د کرونا وایرس نه تر ټولو زيات مړي په خېبرپښتونخوا کې شوي چې شمېره يې ۸۵ ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ډاکټر اميرتاج وویل تراوسه پورې د دوی خپله د ۱۶ ډاکټرانو په ګډون په ۴۰ تنه طبي عمله کې د کرونا وایرس پخلی شوی او ۴۰ داسې دي چې هغوی قرنطين دي او د هغو ټېسټونو ته په تمه دي.

وي او ای ډيوه ته په لېږلې خبر پاڼه کې نوموړي ډاکټر ويلي، د کرونا وايرس چې په څومره تېزۍ سره خوريږي بايد دې ته سوچ وشي خلک دې په کورونو کې پاتې شي او د ډاکټرانو سره دې د کرونا وبا پرضد مبارزه کې همکاري وکړي.

ډاکټر تاج زياته کړې دوی پوهه دي چې کاروباري ټولنه پرېشانه ده خو ژوند بيرته نه راځي که صحت وي نو کاروبار کېدی شي.

هغه ويلي دوی د جوماتونو بندولو په حق کې نه دي خو بايد احتیاط وشي فرض نمونځ دې په جومات کې او تراويح دې په کورونو کې وشي.

نوموړي دا هم ويلې چې اوس هم ځينې خلک دا ناروغي سازش ګڼي خو بل لور ته دا وبا په تېزۍ سره خوريږي، په سړکونو ګاډي روان، دوکانونه خلاص دي.

هغه زياته کړې په پاکستان او خېبرپښتونخوا کې په روغتونونو کې اسانتياوې کمې دي نورې ناروغۍ نه قابو کيږي د کرونا مقابله به څنګه کولی شي.

ډاکټرانو د ټېسټونو سېوا کولو، د خلکو د ضرورتونو پوره کولو او ډاکټرانو او نورې طبي عملې د ساتنې د الاتو پوره کولو غوښتنه کړې ده.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پاکستان مېډیکل اېسوسي اېشن ډاکټرانو د دینې عالمانو نه غوښتنه وکړه چې په جوماتونو کې په جمع د لمونځ کولو فیصلې ته دې بیا کتنه وکړي.

د ډاکټر قیصر سجاد ترڅنګ یو شمېر نورو لویو ډاکټرانو حکومت او د تاجرانو ټولنې ته په یو خط کې هم د روژې په میاشت کې په جوماتونو کې په شریکه د لمونځونو فیصلې ته د بیا کتنې مطالبه وکړه.




بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG