لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايمنېسټي انټرنيشنل: په نړۍ کې د مرګ سزاګانې تېره لسيزه کې بې ساری زياتې شوي


رپورټ وايي په کال 2023 کې 1153 د مرګ سزاګانې ورکړل شوي چې پکې د زرګونو په شمار هغه سزاګانې شامل نه دي چې په چين کې ورکړل شوي او دا کچه د کال 2022 په نسبت 30 فيصده سېوا ده.
رپورټ وايي په کال 2023 کې 1153 د مرګ سزاګانې ورکړل شوي چې پکې د زرګونو په شمار هغه سزاګانې شامل نه دي چې په چين کې ورکړل شوي او دا کچه د کال 2022 په نسبت 30 فيصده سېوا ده.

د بشري حقونو په اړه کار کونکې نړيوالې ادارې ايمنېسټي انټرنيشنل په کلني رپورټ کې ويلي په کال 2023 کې د نړۍ په کچه په ځينې هېوادونو کې د مرګ سزاګانې ورکول ډېر سېوا شوي چې ايران پکې په سر کې دی.

رپورټ دعوه کوي چين په نړۍ کې تر ټولو زياتې د مرګ سزاګانې ورکوي خو دا د رياست راز ګڼل کيږي او هيڅ تفصيل يې نورې نړۍ ته په لاس نه ورځي.

البته د چين سرکاري غبرګون د ياد رپورټ په حقله لا مخې ته نه دی راغلی.

په رپورټ کې د افغان طالبانو لخوا په بيلا بيلو جرمونو کې خلکو ته د مرگ د سزاگانو ورکولو ذکر شوی دی.

رپورټ وايي په کال 2023 کې 1153 د مرګ سزاګانې ورکړل شوي چې پکې د زرګونو په شمار هغه سزاګانې شامل نه دي چې په چين کې ورکړل شوي او دا کچه د کال 2022 په نسبت 30 فيصده سېوا ده.

ايمنېسټي انټرنيشنل وايي د کال 2015 راهسې دا تر ټولو لوړه کچه ده چې په دومره شمار کې سزاګانې ورکړل شوي. په ياد کال کې 1634 سزاګانې ورکړل شوې وې.

د دې سېواوالي باوجود د هغه هېوادونو چې د مرګ سزاګانې ورکوي شمار راکم شوی.

د يادې ادارې سيکرټري جنرل ايګنېس کيلامرډ وايي “د مرګ سزاګانې تر ټولو زياتې ايران ورکړي. ايراني چارواکو د بشري ژوند او احترام هيڅ قدر نه دی کړی او د نشيي توکو په سر يې د مرګ سزاګانې ورکړي او په ايران کې د لږکيو او غربت وهلو ټولنو خلکو ته داسې د زياتي ډکې سزاګانې ورکولی شي”.

ايګنېس وايي “سره د ناکامۍ چې مونږ دې کال ورسره مخ وو، په خاصه توګه په منځني ختيځ کې، هغه هېوادونه چې د مرګ سزاګانې ورکوي په زياتېدونکې کچه يوازې کيږي. د دې بوږنونکې سزا خلاف زمونږ مبارزه رنګ راوړي. مونږ به تر هغه لګيا يو تر څو د مرګ سزا ته د پايې ټکی کېږدو”.

تېر کال په پينځه هېوادونو کې چې تر ټولو زياتې د مرګ سزاګانې يې ورکړي کې چين، ايران، سعودي عرب، سوماليه او امريکا شامل دي. ايران يوازې د دې سزاګانو 74 فيصده برخه لري، بيا پسې سعودي عرب دی چې نزدې 15 فيصده برخه يې ده.

سوماليه او امريکا په کال 2023 کې د مرګ ډېرې سزاګانې ورکړي. په نړيواله کچه تېر کال 2428 د مرګ سزاګانې اورول شوي چې 20 فيصده سېواوالی ښيي.

په ايران کې چارواکو په واک د موټي کلکولو او په خلکو کې د ويرې خورولو د پاره په ټول هېواد کې د مرګ سزاګانې ورکول زيات کړي او کم نه کم 853 خلک يې اعدام کړي چې د کال 2022 د 576 سزاګانو په نسبت 48 فيصده سېوا دي.

د ايران سزاګانو بلوچ لږکۍ ابادي ډېره اغېزمنه کړې او د ټولو سزاګانو 20 فيصده د دوی په برخه شوي چې د هېواد د ټولې ابادۍ پينځه فيصده ابادي لري. په سزا موندونکو کې کم نه کم 24 ښځې دي او پينځه داسې تنه دي چې د جرم کولو په وخت يې عمرونه د ماشومتوب وو.

په ايران کې کم نه کم 545 د مرګ غير قانوني سزاګانې داسې ورکړل شوي چې جرمونه يې په نړيوال قانون کې د مرګ د سزا جوګه نه دي لکه د نشيي توکو په سر، غلا کول او لا د جاسوسۍ په سر چې ورکړل شوي.

د نشيي توکو په سر د مرګ سزا ورکولو شمار زيات شوی او د ټولو سزاګانو 56 فيصده ته رسېدلی چې د کال 2022 د 255 سزاګانو په نسبت پکې 89 فيصده سېواوالی راغلی.

په امريکا او افريقايي منطقه کې هم ناکامي ليدل کيږي چې د مرګ د سزاګانو ورکولو شمار زيات شوی. په امريکا کې تېر کال د وړم کال د اتلس سزاګانو په مقابل کې 24 تنو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

په ايډاهو او ټېنسي کې قانون منظورېدو ته وړاندې شوی چې وژل دې په ډزو وکړل شي خو د مونټانه ايالتي اسمبلۍ وړانديز کړی چې په اينجېکشن کې دې د زهرو مقدار سېوا کړل شي او د دې لارې دې سزاګانې ورکول کيږي.

په سويلي کيرولاينا کې نوی قانون جوړ شوی چې د هغه تنانو او محکمو پېژندګلو دې پټه وساتل شي چې د مرګ د سزاګانو په انتظام او عملي کولو کې لاس لري.

رپورټ وايي د امريکا د يو شمېر ايالتونو رويه د مرګ سزا ورکولو ته بوږنونکې ده لکه څنګه چې د البامه ايالت د کينېت سمېت په سزا کې مظاهره وکړه.

ايګنېس کيلامرډ په ولسمشر جو بايډن غږ وکړو “ولسمشر دې د فيډرل حکومت لخوا د مرګ سزا ختمولو خپله ژمنه پوره کول نور نه ځنډوي”.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG