لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېف ار ټانک نه د پوليو د دوؤ کارکوؤنکو په گډون شپږ کسان تښتول شوي

اېف ار ټانک د وزيرستان سره په پوله نزدې پرته نيمه قبائيلي سيمه ده
اېف ار ټانک د وزيرستان سره په پوله نزدې پرته نيمه قبائيلي سيمه ده

د پاکستان نيمې قبائيلي سيمې اېف ار ټانک پينگ علاقې څخه نامالومه کسانو د صحت د نړيوالې ادارې د پوليو د دوؤ کارکوؤنکو په گډون شپږ کسان تښتولي دي . د راپورونو ترمخه د قبائيلي سيمې وزيرستان سره په پوله پرتې نيمي قبائيلي سيمې اېف ار ټانک کې دغه پېښه د گل په ورځ رامنځته شوې ده .

د پاکستان نيمې قبائيلي سيمې اېف ار ټانک پينگ علاقې څخه نامالومه کسانو د صحت د نړيوالې ادارې د پوليو د دوؤ کارکوؤنکو په گډون شپږ کسان تښتولي دي .
د راپورونو ترمخه د قبائيلي سيمې وزيرستان سره په پوله پرتې نيمي قبائيلي سيمې اېف ار ټانک کې دغه پېښه د گل په ورځ رامنځته شوې ده .
د پېښې په اړه د اېف ار ټانک اسټنټ پوليټيکل ايجنټ خالد قيوم مروت وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ته چې نامالومه کسانو د وسلې په زور د پينگ علاقې نه د فاټا دپاره د پوليو کوارډينيټر ډاکټر خان داد او ټيم ليډر محمد صديق بېټنی سره د درېو ليويز محافظو او ډرائيور تښتولي دي .
د قيوم مروت په وينا دغه ټيم په علاقه کې په ورستيو کې د پوليو د ترسره شوي کمپائن د مالوماتو رايوځايې کولو او خلکو ته د پوليو په اړه د خبرداري ورکولو دپاره په خپل گاډي کې روان وو چې نامالومه وسله والو وتښتول .
د دغې ټيم يو غړي صفت خان چې د وسله والو د تښتولو څخه بچ شوی ، ډيوه ريډيو ته يې وئيلي چې موټرسائيکل سورو وسله والو او ورسره د پېښې په ځائې موجودو نورو ملگرو يې د ټيم ټول غړي سره د گاډي د وسلې په زور ځان سره بوتله .
د پېښې وروستو قانون نافذؤنکو ادارو علاقه په گېره کې اخيستې او د پلټنې عمليات يې پېل کړي دي .
د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده قبول کړې .
د سرچينو ترمخه په دغې علاقه کې چې نن ترې د پوليو کارکوؤنکي تښتول شوي ، له دې وړاندې د پوليو د څاڅکو په ضد پمفلټې هم خورې شوي دي .
د خيبرپښتونخوا د بېلابيلو علاقو سره په قبائيلي سيمو کې له دې وړاندې هم د پوليو په کارکوؤنکوسره د محافظو بريدونه شوي او د مرگ ژوبلو پېښې پکې رامنځته شوي دي .
پاکستان د نړۍ په هغو درېو هېوادونو کې يو دی چرته چې وس هم د پوليو مرض شتون لري .
د صحت د نړيوالې ادارې لخوا په جاري شوي رپورټ کې تېرکال په پاکستان کې د پوليو د رامخې ته شوؤ کېسونو شمېره 91 ريکارډ شوې وه . او په دغې شمېره کې تر ټولو زيات کېسونه په قبائيلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي وو .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG