لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کډوال: په کراچۍ کې اوس هم افغان مهاجرين نيول کيږي


په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، په کراچۍ، پېښور او کوټه کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل دپاره هڅې کوي، د پاکستاني چارواکو سره يې په دغه اړوند ناستې کړي او د پاکستان د سېفران وزارت ورته د مهاجرينو د مسلو زر تر زره حل کولو ډاډ ورکړی دی
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، په کراچۍ، پېښور او کوټه کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل دپاره هڅې کوي، د پاکستاني چارواکو سره يې په دغه اړوند ناستې کړي او د پاکستان د سېفران وزارت ورته د مهاجرينو د مسلو زر تر زره حل کولو ډاډ ورکړی دی

د پاکستان د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي، په کراچۍ او سيند صوبه کې اوس هم افغان کډوال نیول کیږي، او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اسلام اباد کې سفارتخانې ويلي، د پاکستاني چارواکو سره يې د مهاجرينو د ستونزو هوارولو په سر خبرې شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ لخوا د کډوالو دپاره ټاکل شوي استازي ګل الدین وي او اې ډيوه ته وويل، په تيرو درېو ورځو کې په کراچۍ کې نور د 25 پورې افغانان نيول شوي چې زياتره پکې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد لري.

نوموړي وويل د جون د میاشتې راهسې په کراچۍ او سيند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په شمول د 1800 نه 2000 پورې افغانان نيول شوي دي.

هغه وويل په دوی کې د حېدراباد او سکهر ترڅنګ د کراچۍ نه خواوشا د 800 پورې کسان خوشي کړی شوي او افغانستان ته بيرته لېږل شوي خو اوس هم د کراچۍ او حېدر اباد په جېلونو د 1000 نه زیات افغانان بندي دي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي.

ملګرو ملتونو د اتوار/یکشنبې په ورځ د کډوالو عالمي ورځ لمانځلې او ويلي يې دي د یورپ مخ په زیاتېدونکي شمېر هېوادونه د افغانستان، منځني ختیځ، او افریقې نه راتلونکو پناه غوښتونکو ته خپلې دروازې بندوي. بل اړخ ته ګڼ شمېر کډوال چې تعداد یې نور هم په زیاتېدو دی، کوښښ کوي چې د مرکزي/لاطینې امریکې د هېوادونو نه له سرحدونو تېر شي او امریکې ته لاړاشي.

ملګري ملتونه وایي چې خلک پخپله خوښه خپل وطن نه پرېږدي، بلکه د نړې د دوه سوه اتیا (280) میلینه مهاجرو اکثره برخه هغه کسان دي چې د جنګ، ظلم، سختې غریبۍ، او د موسمي بدلون د اثراتو له امله کډوالۍ ته مجبوره شوي دي.

د مهاجرت عالمي تنظیم (آئی او اېم) اټکل کوي چې په تېرو اتو کلونو کې د پنځوسو زرو (50000) زیات کډوال مړه شوي او زرګونه نور لادرکه شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانانو نيولو په اړوند د وړاندې نه د سیند صوبې حکومت دريځ لري چې يواځې هغه افغانان نيول کيږي چې څوک په غېرقانوني توګه راځي يا دلته مېشت دي.

او ځينې چارواکي وايي چې دوی اوس افغانان نيسي نه بلکې چې څوک قانوني اسناد نه لري بيرته یې ليږي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، په کراچۍ، پېښور او کوټه کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل دپاره هڅې کوي، د پاکستاني چارواکو سره يې په دغه اړوند ناستې کړي او د پاکستان د سېفران وزارت ورته د مهاجرينو د مسلو زر تر زره حل کولو ډاډ ورکړی دی.

سفارتخانې په ټویټر ويلي، د سېفران ورازت ورته په راروانو درېو اوونيو کې د افغان مهاجرينو او مسافرينو د نيول کېدو په اړه شته ستونزې هوارې شي ، ښځې، ماشومان، سپين ږيري او ناروغان به زر تر زره خوشي شي.

د سفارتخانې ترمخه په 2000 بنديانو کې په تيرو درېو مياشتو کې د 500 پورې بنديان خوشي کړی شوي دي.

د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې".

ګل الدين وايي، حنا رباني د کابل سفر کړی او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو د افغان کډوالو او مهاجرينو مسلې به هوارې شي خو دوی اوس هم ستونزې لري او نيول کيږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لری او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

د یو اېن اېچ سي ار ترمخه، د تېر کال 15 اګست نه وروسته د پاکستان د حکومت د شمېرو ترمخه د دوه نيم لکه پورې افغانان پاکستان ته راغلي او په بېلابيلو سيمو کې مېشته شوي دي.

تېر کال په 15 اګست په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي او له دې وروسته په غټه شمېره کې افغانان د دغه هېواده وتلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG