لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي:دا د ولسي پاڅون زور دی چې پارلیمان کې دسوات په اړه د ولس اندېښنې رښتیا ومنل شوې


دپيپلز ګوند يوې وزيرې مېرمن شيري رحمان خو بیا پارلیمنټ ته وینا کې ویلي چې افغانستان کې طالبانو دامریکې پرضد بغاوت کړی ؤ خو پاکستاني طالبانو د ریاست پرضد جګړه داقتدار لپاره پیل کړې د
دپيپلز ګوند يوې وزيرې مېرمن شيري رحمان خو بیا پارلیمنټ ته وینا کې ویلي چې افغانستان کې طالبانو دامریکې پرضد بغاوت کړی ؤ خو پاکستاني طالبانو د ریاست پرضد جګړه داقتدار لپاره پیل کړې د

د سوات مدني فعالین اؤ څيړونکي وایي دا د ولسي پاڅون زور دی چې دسوات په حالاتو له سترګو پټولو وروسته اخر هم حکومتي وزیرانو پخپله په پارلیمان کې دسوات اؤ ملاکنډ ډویژن په وضعیت اندېښنې وښودلې.

دسوات سیاسي اؤ مدني فعاله مسرت احمد زیب وایي د شتر مرغ په څېر سر په شګو کې پټولو سره له خطره تېښته نه ده پکار خو دهیواد دکورنیو چارو وزیر دی اؤ که دخېبر پښتونخوا وزير اعلا محمودخان، يو هم سوات ته نه دی راغلی نو څنګه به دسوات د وضعیت اؤ ددې سیمې دخلکو داندېښنو نه خبر شي ۔

په سوات او مالاکنډ کې چې سږکال د اګست دمېاشتې څخه په غريزو سيمو کې د وسله والو طالبانو د موجودیت وېډيوګانې مخې ته راغلې نو دسيمې خلک داندېښنو سره مخ شول او نه يوازې په ټولنيزو رسنيو بلکې دسخت احتجاجي لړۍ روانولو دلارې یې د وسله والو دبیا راپورته کیدو پرضد سخت عکس العل وښودلو.

د سیمې د اوسېدونکو په وېنا دخیبر پښتونخوا صوبايي او مرکزي حکومتونه په دغه صورتحال خاموشه پاتې شول او يا بيا د کوم حکمت عملي ترمخه يې د دغه وسله والو دبيرته فعاله کېدو دخبرونو منلو څخه ډډه وکړه ۔

دکورنیو چارو مرکزي وزير رانا ثنا الله يو شخصي ټيلي وژن سره په مرکه کې د ترهه ګرو دبیا فعالیت دعوه بې اساسه وبلله او وي وېل هيڅ داسې د تشويش وړ صورتحال نه دی خو تېره ورځ بيا په پارلېمان کې خپله حکومتي وزيرانو په سوات کې دامنيت په اړه نه يوازې اندېښنې څرګندې کړې بلکې ددفاع وزیر خواجه اصف وویل که په وضعیت په وخت قابو ونه موندل شوه نو دا اور ټول هیواد ته خوریدلی شي.

دپيپلز ګوند يوې وزيرې مېرمن شيري رحمان خو بیا پارلیمنټ ته وینا کې ویلي چې افغانستان کې طالبانو دامریکې پرضد بغاوت کړی ؤ خو پاکستاني طالبانو د ریاست پرضد جګړه داقتدار لپاره پیل کړې ده.

مسرت احمد زېب وي او ای۔ ډيوه ته وایي ، دا د سوات اومالاکنډ د خلکو د راپورته شوي ولسي پاڅون زور دی چې ددوي داحتجاج په نتيجه کې نن دغه اندېښنې په پارلېمان کې هم رښتيا ومنل شوې ۔

اغلې مسرت زياته کړه دکورنیو چارو مرکزي وزیر اؤ دصوبې اعلا وزیر سوات ته راغلي نه دي اؤ ددې ځایي د ولس اندېښنو ته یې غوږ نه دی نیولی نو څنګه به د وضعیت نه خبر پاتې شي؟

دهغې وینا وه" د شتر مرغ په څېر په شګو کې د سر پټولو سره له خطره تېښته نه ده پکار "

د اګست په څوارلسمه په ټولنيزو رسنيو سوات کې دترهګرو دبیا لیدل کیدو د رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته د پاکستان دپوځ وياندې ادارې ISPR هم يو بيان کې په سوات اؤ دیر کې د ترهه ګرو د موجودیت تاثر رد کړی و او ویلي یې وؤ دسوات او دير غرونو تر منځه او د ابادۍ څخه ډېر لرې يو څو وسله وال لیدل شوي دي.

خو پوخ ویلي وؤ هیچاته به د ولس د ژوند اؤ امنیت ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف بیا تېره اوونۍ ویلي وؤ چې طالبان سوات ته جګړې لپاره نه دي ورغلي بلکې دهغوئ یو کمانډر سوات کې دخپلې ناروغه خور پوښتنې له ورغلی ؤ.

هغه دا دعوه په داسې حال کې کړې وه چې تر دې وړاندې په ټولنیزو رسینو بیلابیلې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې سوات کې طالبانو څو پوځي اؤ پولیس افسران تښتولي اؤ یو د پولیسو ډي ایس پي یې ویشتلی هم ؤ چې وروسته یې په ژوبل حالت کې دسیمې خلکو ته سپارلی ؤ.

د پېښور پوهنتون د سيمه ايز مطالعاتو دمرکز پخوانې مشر پروفېسر سرفراز خان وايي د سوات او مالاکنډ اوسيدونکو د ولسي پاڅون د لارې غږ پورته کړو، احتجاجي مظاهرې يې وکړې او نن ددوي ددغه جوړ فشار نتيجه ده چې پارلېمان هم ددوي اندېښنې تسليم کړې .

هغه وایي د سوات او ملاکنډ خلک په دې پوهه شوي دي چې د ترهه ګرۍ پرضد به وړومبی راپاڅيږي.

دهغه په وینا هم دا شان حکومت ته هم پکار ده چې اوس د ترهه ګرو پرضد کوټلي تګلاره عملي کړي۔

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په سوات،دیر،بونیر،شانګله،باجوړ،خیبر، وزیرستان اؤ پېښور کې دترهګرو دبیا فعالیت پرضد داحتجاجونو لړۍ پیل شوې اؤ دیادو سیمو خلکو حکومت ته په زغرده ویلي چې دوي نور پخپله خاوره ترهګري مسلط کیدو ته نه پرې ږدي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG