لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د ترکيې په بلدیاتي انتخاباتو کې د اردوغان د ګوند ماتې د هېواد په سیاست کې مهم بدلون دی


د ترکيې په بلدیاتي انتخاباتو کې د حکومت مخالفه ګوند (سي اېچ پي) ډېرې کامیابۍ تر لاسه کړې دي او د رجب طیب اردوغان «د انصاف او پرمختیا» واکمن ګوند (اې کې پي) د بدې ماتې سره مخ شوی دی.

تېر کال د بیا ولسمشر ټاکل کېدو سره سم رجب طیب اردغان هڅه کوي چې ترکیه په سیمه او اسلامي نړۍ کې د یو مشر په توګه وساتي، خو د کور دننه بیا د هغه مخالفین په اردوغان د خپلو مخالفینو د غلي کولو تورونه لګوي.

په استنبول کې اقتصادي څېړنکار کین سېلکوکي وي او اې ته ویلي چې د (سي اېچ پي) ګوند لپاره تېر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ماتې وروسته، دا فکر کېدو چې دغه ګوند د ناامیدۍ سره مخ دی، خو وایي اوسنۍ ټاکنې د ترکيې د سیاسي منظرې لپاره یو ریښتینی بدلون دی.

د استنبول ښاروال اکرم امام اوغلو چې په کال 2019م په سختو ټاکنو کې یې دغه څوکۍ ګټلې وه، د ښار کنټرول پراخ کړی او د اردوغان د ګوند په قوي مرکزونو کې یې ټاکنې ګټلې دي.

امام اوغلو د بیوګلو ضلعې دی چې پکې اردغان لوی شوی او د هغه د شخصي واک مرکز وو او زیات ملاتړ یې درلود، خو اوغلو هلته هم ګټه تر لاسه کړې ده.

څېړونکي وایي اکرام امام اوغلو خپل حکومت ټولشموله انځور کړی چې د بریالیتوب یو لوی عامل یې دی او اوس داسې ښکاري چې په 2028م کې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.

په انقره کې د ریپبلکن پیپلز ګوند ښاروال منصور یاواس هم په پراخه کچه بریا ترلاسه کړې ده. شنونکي وايي، دوه ښاروالان په دې بریالي شوي چې مذهبي رایې وګټي او د خپل ګوند لاسرسی د سېکولر بنسټ څخه نور وغځوي.

کارپوهان وايي دا د ترکي په هغو برخو کې چې د اردوغان مرکزونه دي لکه اناتولیا، د دوی لپاره د بریا دروازه پرانیزي.

د مارچ د 31مې نېټې بلدیاني انتخاباتو د ترکي انتخاباتي نقشه بدله کړې او اپوزیشن ګوند په لومړي ځل د ډېرو ولایتونو د مرکزي ښارونو کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

اقتصادي څېړنکار کین سېلکوکي وي او اې ته ویلي، "زه فکر کوم دا د اپوزیشن ګوند لپاره یو لوی فرصت دی، چې د هیواد په ځینو برخو کې د حکومت کولو مهارتونه وښيي، چرته چې دوی وړاندې ټاکنې نه شوې ګټلی".

پوهان وایي د ښاروالۍ یا بلدیې په دغو سیالیو کې د اپوزیشن ګوند (سي اېچ پي) فعالیتونه کولی شي د کال 2028م صدارتي ټاکنې وګټي. په داسې وخت چې د رجب طیب اردوغان ګوند د ګرانۍ د مخنیوي لپاره مبارزه کوي.

یادونه:- د وي او اې خبریال ډورین جونز له استانبول څخه دا رپوټ را لېږلی او بهشته تلاش پښتو کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG