لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: په خېبرپښتونخوا کې په ناامنۍ د تحریک انصاف د حکومت خاموشي د اندېښنې وړ ده


د خېبرپښتونخوا د داخله چارو پخوانی سېکټر او لوړ پوړی پوليس افسر اخترعلي شاه وايي، "مرکزي او صوبايي حکومت ته پکار دي چې د ترهګرۍ په مسله يو شي، سياسي اختلافات ختم کړي نو هله به د دې صورتحال حل راووځي"
د خېبرپښتونخوا د داخله چارو پخوانی سېکټر او لوړ پوړی پوليس افسر اخترعلي شاه وايي، "مرکزي او صوبايي حکومت ته پکار دي چې د ترهګرۍ په مسله يو شي، سياسي اختلافات ختم کړي نو هله به د دې صورتحال حل راووځي"

څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ په روانو پېښو د تحريک انصاف د حکومت ښکاره بيانيه نه وړاندې کول او خاموشي د اندېښنې وړ ده. د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په ټوله صوبه يې حکومتداري په ځای ده او مرکزي حکومت ورته د صوبې مالي واجباتو نه ورکوي.

څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او ورځ تر بلې نورې سېوا کیږي خو په صوبه کې د تحریک د انصاف د حکومت د ناامنۍ ضد ښکاره بيانيه نه وړاندې کولو او د مخنيوي د ښکاره تګلارې نه لرلو يې په خلکو کې اندېښنې سېوا کړي دي.

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، دا ډېره د حېرانتيا خبره ده چې د خلکو کوم نمايندګان په لویو حکومتي څوکو ناست دي هغوی وروسته کيږي مخې ته نه راځي نو چې کله د قوم مشران شاته کيږي او حکومتونه مخې ته نه راځي نو بيا په خلکو کې مايوسي خوريږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په خلکو کې ډېره زياتي مايوسي ده، کاروباري طبقه، سياسي غړي او مشران ويره او اندېښنه لري چې هسې نه د کال 2007 او 2008 په څېر حالات بيا جوړ نه شي.

د نوموړي په خبره حالات دې حد ته رارسېدلي چې ناامنۍ يواځې د قبايلي ضلعو پورې نه ده پاتې ټولې صوبې ته خوره شوې، د صوبې دومره وسايل نشته چې دا دومره غټه مسله په يواځې سر هواره کړي.

پرون په بنو کې د سي ټي ډي په ټانه کې بندي وسله والو د سي ټي ډي پوليس اهلکار يرغمال کړي، او له دغې وړاندې هم پرون په لکي مروت کې په پولیس تاڼه وسله وال بريد شوی څلور پوليس اهلکار پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

ټي ټي پي پرون د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د شپږو بريدونو زمه وارۍ منلې وې.

په 28 نومبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او پرله پسې يې د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

د خېبرپښتونخوا د داخله چارو پخوانی سېکټر او لوړ پوړی پوليس افسر اخترعلي شاه وايي، "مرکزي او صوبايي حکومت ته پکار دي چې د ترهګرۍ په مسله يو شي، سياسي اختلافات ختم کړي نو هله به د دې صورتحال حل راووځي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "کال 2003 او 2004 کې چې کله حالات خرابيدل شروع شو، نو په ضلعو کې په پوليسو او د نورو امنيتي ادارو اهلکارو په هغې غلي پاتې شوي وو، او په وخت يې عمليات ونه کړل، بيا ترهګرۍ ډيره وده وکړه او کنټرول کولو نه ووتله، بيا يې ډيرې لوي لوي اپريشنې وکړي، نن ما ته بيا هم هغه صورتحال ښکاري که په سمدستي توګه عمليات ونشو".

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان پرون په لکي مروت کې په پوليسو د بريد غندنه کړې او په پېښه کې د وژل شوو پوليس اهلکارو په وژنه یې د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې وو د وژل شوو قربانۍ به بې ځايه نه ځي.

او د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي په خېبرپښتونخوا کې د امنيت وضع د اندېښنې وړ ده، هغه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف په حکومت نیوکې کړي چې وزيراعلا دې د صوبې امنيت ته سنجيده شي.

رانا ثناالله ویلي، وزيراعلا محمود خان دې د ولس د مال او ځان د تحفظ زمه واري پوره کړي، او مرکز تيار دی چې د پوليس د قوت سېوا کولو دپاره د خېبرپښتونخوا د حکومت هره ممکنه مرسته کوي.

خو د خېبرپښتونخوا وياند بېرسټر سېف نن په ټويټر ويلي، د وزیراعلا محمود خان په پوره مشرۍ سره د خېبرپښتونخوا مشري کوي مرکزي حکومت دې د خېبرپښتونخوا په معاملاتو د سياست نه ډډه وکړي، په ترهګرۍ بيانونه ورکول د غبن نه د پام اړولو ناکامه هڅه ده.

هغه ويلي مرکز دې د صوبې واجبات ادا کړي نو په پوليسو به خرچ کړی شي د ترهګرۍ پرضد به د پولیس قوت سېوا کړی شي.

نن د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان په يو ټويټ کې په مرکزي حکومت نيوکې کړي او دعوه يې کړې چې د دې اوسني حکومت په وخت کې ترهګري 50فيصده سېوا شوې او دا حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

څيړونکی وايي د خېبرپښتونخوا بد مرغي دا ده چې په صوبه کې بدامنۍ ده خو صوبايي حکومت د عمران خان په سیاسي بيانيه روان دی او مرکزي حکومت بيا د صوبې د حکومت پرضد سياسي بيان بازي کوي د ناامنۍ او ترهګرۍ اصل مسلې ته څوک هم پام نه اړوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG