لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکی: ایا د وزیراعظم شهبازشریف حکومت انتخابات د ځنډولو اراده لري؟


په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د نېشنل سېکيورټي کاونسل د غونډې وروسته سرکاري بیان وویل په ناسته کې په دې خبره اتفاق وشو چې د ټول قوم په همکارۍ دې ملک نه د ترهګرۍ ختمولو دپاره په نوي قوت او عزم جامع اپرېشن وشي
په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د نېشنل سېکيورټي کاونسل د غونډې وروسته سرکاري بیان وویل په ناسته کې په دې خبره اتفاق وشو چې د ټول قوم په همکارۍ دې ملک نه د ترهګرۍ ختمولو دپاره په نوي قوت او عزم جامع اپرېشن وشي

د پاکستان د قامي سلامتیا شورا یا کاونسل د جمعې په ورځ په خپله غوڼده کې په ټول ملک کې د وسله والو خلاف د عملیاتو اراده څرګنده کړه .

په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د نېشنل سېکيورټي کاونسل د غونډې وروسته سرکاري بیان وویل په ناسته کې په دې خبره اتفاق وشو چې د ټول قوم په همکارۍ دې ملک نه د ترهګرۍ ختمولو دپاره په نوي قوت او عزم جامع اپرېشن وشي.

په داسې حال کې چې پاکستان په سیاسي او اقتصادي کچه په کړکېچونو کې ګېر دی رویټرز خبري ادارې وايي نوي عملیات به یو ګران اقدام وي.

څېړونکي زاهد حسین وویل که د وسله والو خلاف عملیات شروع کېږي نو حکومت ته به د صوبايي انتخاباتو د ځنډولو جواز په لاس ورشي.

زاهد حسین چې د ترهګرۍ په موضوعاتو یې ګڼ شمېر کتابونه لیکلي او د پاکستان په سیاسي او امنیتي چارو څېړنه کوي رویټرز ته یې وویل چې د وسله والو خلاف عملیات خو دوام لري خو د نېشنل سېکیورټي کمېټۍ بیان به حکومت ته دا بهانه په لاس ورکړي چې ووايي د ملک په کچه د دوامدارو عملیاتو په مهال د انتخاباتو انتظام نه شي کولی.

سپریم کورټ دا هفته په پنجاب کې د می په 14 نېټه د انتخاباتو امر وکړو او الېکشن کمېشن د انتخاباتو مهال وېش هم اعلان کړو.

د نېشنل سېکورټي کاونسل د غونډې په اړه حکومتي بیان وویل یوه کمېټي به په دوو هفتو کې د مجوزه عملیاتو په اړه حکومت ته تجاویز وړاندې کوي.

پخوانی وزیراعظم عمران خان د حکومت په ضد احتجاجونه او د انتخاباتو مطالبه کوي. خو حکومت د وخت نه مخکې د انتخاباتو مطالبه ردوي، وايي د ملک امنیتي صورتحال ښه نه دی او خپل مېعاد سره سم انتخابات به هسې هم د دې کال په اخېره کې کېږي.

د رویټرز ترمخه عمران خان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې د حکومت د نېشنل سېکیورټي کاونسل غونډه ځکه رابللې ده چې انتخاباتو د ځنډولو دپاره د امن او امان مسله جواز جوړ کړي. د رپورټ ترمخه، عمران خان خبرداری وکړو چې دغه ګام به پوځ او عدلیه د یو بل سره په تصادم کړي.

د نېشنل سېکیورټي کاونسل د غونډې نه یوه ورځ وړاندې پارلېمنټ یو قرارداد منظور کړو چې د صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ فېصله یې رد کړه.

پاکستان د دیوالیه کېدو خطر سره مخامخ دی او د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره قرض دپاره خبرې یې لا څه نتېجې ته نه دي رسېدلي.

پاکستان په کال 2014 کې د ضرب عضب په عنوان په عنوان د وسله والو خلاف عملیات شروع کړي ووی چې له امله یې د پښتنو په سیمو کې په لکونو خلک کډوال شول او رویټرز وايي خزانې ته يې د مېلینونو ډالرو نقصان ورسېدو.

رویټزر په خپل رپورټ کې وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د وسله والو په حملو کې اضافه شوې ده. دا حملې د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو د ناکامه کېدو نه پس په خصوصي توګه زیاتې شوي دي.

د ترهګرۍ زیاتره پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي چې ټي ټي پي په کې د ګڼ‌ شمېر حملو ذمه واري منلې ده. په پېښور کې د پولیس په مرکزي دفتر کې په جومات کې ځانمرګط حملې نه 100 نه زیات کسان ووژل.

رویټرز وايي حکومت دا دریځ وړاندې کوي چې د ملک د امن او امان خرابېدنکي صورتحال مطلب دا دی چې انتخابات دې وځنډول شي.

رویټرز وايي که څه هم سپریم کورټ د حکومت دلیل رد کړی او د نېشنل سېکیورټي کمېټۍ د بیان نه پس داسې ښکاري چې پوځ هم د حکومت د دلیل تاید کوي.

خو په اړه د پوځ او د حکومت ترجمانانو د رویټرز پوښتنو ته څه جواب و نه وېلو.

رویټرز وايي په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ له امله د اقتصاد په برخه کې فېصلې ځنډېلي دي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د ملک د سیاسي صورتحال په سبب واشنګټن ته خپله دوره منسوخ کړه.

ټاکل شوې وه چې ډار به د اپرېل د لسمې نېټې نه په واشنګټن کې د نړیوالو مالیاتي ادارو ايي اېم اېف، ورلډ بېنک او د امریکايي مامورینو سره ملاقاتونه شروع کول.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG