لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د طالبانو په يو کلن واک کې افغانستان شاته تللی دی


څيړونکي وايي که څه هم د طالبانو په حکومت کې جګړه ختمه شوې مرګ ژوبلې ډېرې نه کيږي خو جمهوریت ختم شوی، افغانستان په نړۍ کې يواځې شوی، د هېواد پوځ نشته، اقتصاد په ټپه ودرېدلي، د جينکو په تعليم او د ښځو په کار بنديز لګېدلی، د نيمې نه زيات مطبوعات بند شوي او خبریالان بې دندې شوي دي
څيړونکي وايي که څه هم د طالبانو په حکومت کې جګړه ختمه شوې مرګ ژوبلې ډېرې نه کيږي خو جمهوریت ختم شوی، افغانستان په نړۍ کې يواځې شوی، د هېواد پوځ نشته، اقتصاد په ټپه ودرېدلي، د جينکو په تعليم او د ښځو په کار بنديز لګېدلی، د نيمې نه زيات مطبوعات بند شوي او خبریالان بې دندې شوي دي

په افغانستان کې د طالبانو د يو کلن واک په اړه څيړونکي وايي، د طالبانو د حکومت په يو کال کې افغانستان نور په شا تللی دی او د طالبانو د حکومت تر ټولو غټه ناکامي دا ده چې حکومت يې تراوسه پورې په نړۍ کې یو ملک هم په رسمیت ونه پېژندو.

د څيړونکو په وېنا طالبانو د تير کال په 15 اګست افغانستان د ټوپک په زور په واک کې اخستی او هغه وخت ولسمشر اشرف غني د هيواد څخه وتلی وو.

څيړونکي وايي که څه هم د طالبانو په حکومت کې جګړه ختمه شوې مرګ ژوبلې ډېرې نه کيږي خو جمهوریت ختم شوی، افغانستان په نړۍ کې يواځې شوی، د هېواد پوځ نشته، اقتصاد په ټپه ودرېدلي، د جينکو په تعليم او د ښځو په کار بنديز لګېدلی، د نيمې نه زيات مطبوعات بند شوي او خبریالان بې دندې شوي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان امنيت

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې دا يوه ګټه شوې چې مخکې به په جګړو کې په يوه ورځ کې د 100 نه زيات کسان وژل کېده هغه وژنې نشته خو د تشدد پېښې شته حملې کيږي په طالبانو په شيعه مسلمانانو او داعش کارروايانې کوي.

څيړونکی ناصر شفيق هم وایي د تير د جمهوریت د نظام په پرتله په اوسني نظام کې د ناامنۍ پېښې کمې شوې وې خو په دې وروستيو کې د جهوریت د وخت خوا ته روانې دي او افغانستان د نړۍ نه جدا شو.

او خبريال څيړونکی رفعت الله اورکزی وايي، که د طالبانو د حکومت د يو کال جایزه واخستل شي نو د 90م د لسيزې په شان حالات دي په افغانستان کې کوم چې د طالبانو په تېر حکومت کې وو او په افغانستان کې غېر یقيني حالات دي.

هغه زیاته کړه د اشرف غني د حکومت په څېر بدامنۍ نشته خو داعش ورځ تر بلې خپل کارروايانې ګړندۍ کړي دي او دا د طالبانو د حکومت دپاره غټه خطره ده.

د طالبانو تر ټوله غټه ناکامي حکومت يې په رسميت نه پېژندل

ناصر شفيق وايي، د طالبانو د حکومت تر ټولو غټه ناکامي دا ده چې حکومت يې تر اوسه پورې يو ملک په رسمیت ونه پېژندلو او اساسي علت يې دا دی د دې سره چې د امریکایانو د هوکړه ليک په نتيجه کې راغلی خوتراوسه پورې چې دلته د جمهوریت نښخې نښانې نشته او د افغانستان د خلکو ګټې خوندي نه دي د خلکو په دې حکومت باور نشته دا ناکامه حکومت دی.

طاهر خان وايي، د طالبانو د حکومت په رسميت نه پېژندلو ته هغه داسې ناکامي نه شي ویلی ځکه چې د طالبانو ډېر مشران د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د بندېز په فهرست کې دي په ځينو وزيرانو اوس هم د امریکا انعامونه دي،په دې کې ځينې قانوني خبرې دي او د يو ملک په قانع کولو کې طالبان تراوسه کامیاب شوي نه دي که څه هم طالبان وايي چې ټول شرطونه يې پوره کړي دي.

او اورکزی وايي، دا د طالبانو د حکومت ناکامي ده چې تر ټولو نزدې ملک ورته پاکستان دی پاکستان يې هر ځای وکالت کوي خو پاکستان تراوسه د طالبانو حکومت ونه منلو، داسې روس، چين او ايران د دوی سره رابطې هم کوي خو څوک يې په رسمیت نه مني او تر هغې پورې به یې څوک نه مني څو پورې چې دوی نړيوال شرطونه نه وي منلی.

د طالبانو په حکومت کې د افغانستان اقتصاد

ښاغلی اورکزی وايي، په اصل کې ملکونه په اقتصاد چليږي او افغانستان د تيرو 40، 50 کلونو راهسې په جنګونو کې دی خپل اقتصاد د افغانستان نشته نورو ملکونو به ورسره مرستې کولې او د کله نه چې طالبان راغلي نړیوالو ورسره مرستې ودرولي دي د ملک وسایل نشته خلک سخت په غربت کې دي خلک خېر غواړي د يو خبريال خبر راغلی وو چې هغه په کابل کې چولې خرڅوي.

نوموړي زياته کړه د طالبانو نه چې خلکو کومې تمې لرلې هغه يې پوره نه کړې.

او طاهر خان وايي په افغانستان کې اقتصادي مشکلات زيات شوي طالبان به وايي چې بندېزونه دې پرې بېنکونه يې بند دي نو د هغې علت هم د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندنه ده.

د افغانستان مطبوعات د مينځه تللي

طاهر خان وايي د طالبانو په حکومت کې مطبوعات د مينځه تللي مطبوعات چې د هرې ټولنې ضرورت دی طالبان وايي چې مطبوعاتو ته یې مشکل نه دی جوړ کړی خو د افغانستان نه 80فيصده جرنلسټان بهر تللي او اوس هلته موجود جرنلسټان هم غواړي چې بهر لاړ شي.

او اورکزی وايي، د افغانستان مطبوعات مکمل ختم شوي دي د 50 نه تر 60 فيصده پورې مطبوعاتي ادارې بندې شوي او دا د نړیوالو ادارو رپورټونه دي کره او باوري جرنلسټان د افغانستان نه وتلي دي ويل کيږي چې د افغانستان په ټولو 12000 خبريالانو کې د 8000 پورې بهر تللي يا يې جرنلزم پرېښودی دی.

نړیوال شرطونه

څيړونکي وايي د طالبانو د حکومت په وړاندې نړیوال شرطونه مخې ته دي نړيوال د طالبانو نه د ټولشموله حکومت سره د جينکو د تعليم، ښځو د کار روزګار او بشري حقونو غوښتنه کوي.

ښاغلی اورکزی وايي، طالبانو د ټوپک په زور راغلي او امريکا او نړیوال داسې حکومتونه نه مني خو بيا هم امریکا، يورپي ملکونو د طالبانو حکومت ته شرطونه کېښوده چې ټولشموله حکومت جوړ کړي په افغانستان کې به شرخوښي تنظيمونه نه وي طالبان به بشري حقونو ته احترام لري ښځو او مطبوعاتو ته به ازادي ورکوي خو طالبانو تراوسه پورې دا شرطونه نه دي منلي.

د نوموړي په خبره مغربي ملکونو يا ګاونډي ملکونو طالبان د خپلې نظريې څخه نه دي منع کړي خو د نړۍ په څېر حقونه يې ترې غوښته.

طاهر خان وايي، طالبان وايي چې د رسمیت پېژندنې دپاره یې نړیوال شرطونه پوره کړي دي خو نړۍ خو په ځينې وخت کې داسې نه غواړي، دنيا د دوی نه د ټولشموله حکومت غوښتنه کوي طالبان وايي چې د دوی حکومت ټولشموله دی خو د دوی او نړۍ په ټولشموله تشريح کې بيا فرق دی.

څيړونکی وايي د طالبانو د حکومت د جينکو په تعليم بندېز د نړيوالو لخوا بنیادي شرط دی او د نجونو تعليم نشته.

ښاغلی ناصر شفيق وايي په تير حکومت کې چې د تعليم په برخه کې او په ځانګړي ډول د جينکو د تعليم په برخه کې څومره لاسته راوړنې شوې وې هغه د طالبانو د حکومت سره د مینځه تللي دي.

په يو کال واکمنۍ د طالبانو د حکومت نظر

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپلې ډلې د کامیابۍ په یو کال پوره کېدو سره ویلي چې د دوی "نوپایه حکومت" په تېزۍ سره ملک ته امن راوستی او "د سولې، استحکام، او رفاه" لاره یي پیله کړې ده.

بلخي وي او اې ته په یوه مفصله مرکه کې وویل چې اړوند وزارتونه په هره ممکنه توګه کوشش کوي چې په موثره توګه د اقتصاد په برخه کې فوري داخلي مسئلې هوارې کړي، لکه د کرنسۍ مسئله، او د تجارت او ټرانزیټ فعالیتونو په زیاتولو باندې خلکو ته کار روزګار پیدا کول.

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند په خپلو خبرو کې وویل: "اوس نو د بهرنیو ملکونو، په خصوص د امریکا وار دی چې د ټولو یو اړخیزه اقتصادي پابندیو په لېرې کولو سره چې بنکي نظام او اقتصادي سېکټر په ښه توګه کار وکړي، د افغانانو د درد په کراره کولو کې خپله ذمه واري ادا کړي."

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG