لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان دې کرېپټو کرنسي قانوني کړي


پاکستان کې داقتصادي چارو او د ډيجيټل کرنسۍ ماهرين وايي کرپټو کرنسي د عام اولس معاشي حالت ښه کولو لپاره قانوني ګرځول ډېر مهم دي۔

دوئ وايي د هېواد په کچه د ډيجيټل کرنسۍ تجارت کوونکي دحکومتي ادارو لخوا د جنجالونو سره مخ کېږي چې له امله يې د ډيجيټل کرنسۍ کاروبار هغه هومره وده نه کوي څومره چې پکار ده۔

دماهرينو په وینا که چېرې حکومت په دې لړ کې اسانتياوې پېدا کړي نو ګڼ شمېر ځوانان کولی شې چې د بې روزګارۍ په دې ماحول کې ځان لپاره له دې لارې معاش وګټي۔

بلخوا دپاکستان مرکزي حکومت دريځ لري چې د کرپټو کرنسۍ په لړ کې د احتياط نه کار اخلي او نه غواړي چې د کوم ډول خطر سره مخ شي۔

د پاکستان دقامي اسمبلۍ دغونډې په مهال ويل شوي که چرې اړونده ادارې او ماهرين په هېواد کې د کرپټو کرنسۍ لپاره يو میکانيزم جوړ کړي نو لرې نه ده چې ګڼ شمېر تعليم يافته ځوانان به د نوکریو لټولو پرځائ دې څخه مالي ګټې پورته کول پېل کړي۔

په دې هکله د کرپټو کرنسۍ او اقتصادي چارو ماهر پروفېسر ساجد اقبال وي او ای ډيوه ته وايي د خلکو معاشي حالت ښه کولو لپاره بايد حکومت يا خو ډيجيټل کرنسي قانوني وګرځوي او يا دهغه منځني امدن وګړو لپاره اسانۍ پېدا کړي څوک چې د کرپټو کرنسۍ کاروبار کې بوخت دي۔

" که تاسو ډېټا وګورئ نو ډېتا دا ښايي چې په کرپټو کرنسۍ کې د منځني امدن وګړي ډېره دلچسپي اخلي، نو که نظريه د اقتصادي پرمختګ دا وي چې خلک د دې جوګه شي چې هغوئ څيزونه اخستی شي او هغوئ سره پېسې وي نو بيا کرپټو کرنسي پکار ده او دا اقتصاد ښه کوي"

په قامي اسمبلۍ کې په کرپټو کرنسۍ دبحث په مهال د متحده قومي مومنټ غړي اسامه قادري ويلي په ټوله نړۍ کې د کرپټو کرنسۍ استعمال کوونکو شمېره 56 ميلينه ته رسېدلې ده کومه چي په کال 2013 کې 30،000 مخې ته راغلې وه۔

د نوموړي په وینا ګاونډي هېواد هندوستان کې د کرپټو کرنسۍ څلور اېکسچېنجونه جوړ کړل شوي دي۔

پېښور کې مېشت د ډيجيټل کرنسۍ ماهر اعزاز شينواري وي او ای ډيوه ته وايي د کرپټو او نورو ډيجيټل کرنسیو په لېن دېن کې ځوان کول ډېره خوښي لري،

نوموړی وايي که چېرې حکومت د تعليم يافته ځوانانو لپاره په دې اړه ځانګړي مرکزونه جوړ کړي نو دې سره ګڼ شمېر ځوانانو په روزګار کیدای شي اؤ ددې ترڅنګ د ملک اقتصاد هم وده کولی شي۔

"د پاکستان حکومت له پکار دي چې يو مرکزي ايکسچېنج جوړ کړي او ټول ځوان کول پکې ټرېډنګ (تجارت) وکړي او چې کوم ځوان سره پېسې نه وي او تجارت ته يې زړه کیږي نو هغه داسې هم کولی شي چې کوم دا کوائن ټرېډنګ يا الټرنېټ کواين ټرېډنګ (د متبادل سکو تجارت) تجارت چې لکه څنګه به يې اخلي او څنګه به يې خرڅوي، نو چې دې باندې دوئ ځان پوهه کړي او يوه اداره پرانيزي نو هغه به د مياشتې يو لک دوه لکه روپۍ ګټي او داسې به هغه ته هم موقعه ترلاسه شي او د بټ کواين تجارت به شروع کړي"

بلخوا په دې هکله قامي اسمبلۍ ته وزير مملکت علي محمد خان ويلي چې د کرپټو کرنسۍ په لړ کې حکومت د احتياط نه کار اخلي او نه غواړي چې د کوم خطر سره مخ شي۔

نوموړي زياته کړې د پاکستان مرکزي بینک ويلي په هېواد کې د کرپټو کرنسۍ معرفي کولو په اړه دګام پورته کولو نه وړاندې بايد ددې نفع او نقصان دواړو ته وکتل وشي۔

سږکال د سپتمبر په مياشت کې نړیوال بینک ويلي وؤ چې د شلو هیوادونو په نوملړ کی پاکستان په دریم نمبردی چېرته چې د منځني امدن وګړی په کرپټو کرنسۍ کې پانګونې کوي۔ په دغه نوملړ کی ویتنام په اول نمبر او هندوستان په دویم نمبر دی

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG