لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د ايي اېم اېف سره د پور خبرې وروسته کېدل به د پاکستان اقتصادي بحران نور سېوا کړي


نن د پاکستان د ونډو بازار هم راکم شوی دی سهار چې د ونډو د بازار د سر د 100 کمپينیانو کاروبار په 42819 پواينټونو روان شوی، خو خواوشا يو ساعت پس 213 پواينټونه راکم شوی او ماسپښين په درې بجې پکې بيا 48 پواينټونه سېوا شوی وو
نن د پاکستان د ونډو بازار هم راکم شوی دی سهار چې د ونډو د بازار د سر د 100 کمپينیانو کاروبار په 42819 پواينټونو روان شوی، خو خواوشا يو ساعت پس 213 پواينټونه راکم شوی او ماسپښين په درې بجې پکې بيا 48 پواينټونه سېوا شوی وو

د نړیوالې مالياتي ادارې [اي اېم اېف] لخوا پاکستان ته د پور/ قرض د نهم قسط د خبرو د وروستو کېدو له امله پاکستانۍ روپۍ غورځېدلې،‌ د ونډو بازار اغېزمن شوی او د اقتصاد پوهانو په وينا که د مالياتي ادارې سره خبرې اوږديږي نو د پاکستان اقتصاد به ورسره لا نور اغېزمنيږي او بد اثرات به يې مخې ته راځي.

اقتصاد پوهان وايي ايي اېم اېف د پاکستان سره د نهم قسط خبرې ځکه وروسته کړي چې پاکستان د نړيوالې ادارې شرطونه نه دي پوره کړي.

د اقتصاد پوهانو په نظر څو پورې چې پاکستان ته د بهر هېوادونو او نړيوال بېنک لخوا د سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره ډالرې نه وي راغلې روپۍ به د فشار سره مخ وي او په اقتصاد به يې بدې اغېزې وي.

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې د تیرو پينځه و ورځو راهسې د فشار سره مخ وه که څه هم نن روپۍ 36 پېسې ښه شوې خو په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، روپۍ په عارضي توګه ښه شوې ده، وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په تيره يوه اوونۍ کې د روپۍ په مقابله کې ډالر يوه روپۍ او 50 پېسې ګران شوی دی.

د پاکستان د مرکزي بېنک سټېټ بېنک ترمخه پرون د زيارت په ورځ [17نومبر] يو ډالر په 222روپۍ او 67 پېسې وو، او په خلاص مارکيټ کې يې بيعه نوره ډېره سېوا وه. او يوه اوونۍ وړاندې په لسم نومبر يو ډالر په 221 روپۍ او 42 پېسې وو.

اقتصاد پوهان وايي د ايي اېم اېف سره د پروګرام ځنډېدو د پېسو سوداګر پرېشانه کړي خو پرون چې د خزانې وزير اسحاق ډار د مالیاتي ادارې سره په انلاين بڼه خبرې شوي غېر يقينی حالات يې يو څه راکم کړي دي.

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي نړیوالې مالياتې ادارې پاکستان ته د بجټ خسارې کمولو او ټېکس يا ماليې زياتولو ويلي وو خو د پاکستان حکومت هغه اقدام ونه کړی شو ځکه چې په پاکستان کې سېلابونو حالات خراب کړي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل پاکستان د بهر نه په څيزونو راغوښتو پابنديانې لګولي ځکه ماليه هم کمه شوې ده. هغه زياته کړه دا د سېلاب نه مخکنۍ خبرې وې چې شوې وې اوس پاکستان د اي اېم اېف سره د سېلاب نه وروسته حالاتو په بنياد خبرې کوي او ايي اېم اېف ورسره په ځينو خبرو سلا شوی دی.

نوموړي خبريال وويل که د ايي اېم اېف لخوا پاکستان ته د پېسو ورکول نورو وروسته کيږي نو يو غټ اثر خو يې په ډالر دی لکه نن په خلاص مارکیټ کې يو ډالر 230 روپو ته ورسېدو، پاکستانی معیشيت نور د تنګسيا سره مخ کيږي که په میاشت نيمه کې پاکستان ته د ايي اېم اېف پېسې مېلاو نه شوې نو د پاکستان داقتصاد بحران نور سېوا کېدی شي.

د وکيل الرحمان په خبره د ايي اېم اېف لخوا د قسط وروسته کېدل او په پاکستان کې سياسي اړی ګړی هغه بنيادي خبرې دي چې په پاکستان کې يې اقتصادي غېريقيني حالات جوړ کړي دي، ډالر په بره روان دی او چې ډالر ګرانيږي نوره ګراني او بې روزګاري به ورسره جوړيږي.

نن د پاکستان د ونډو بازار هم راکم شوی دی سهار چې د ونډو د بازار د سر د 100 کمپينیانو کاروبار په 42819 پواينټونو روان شوی، خو خواوشا يو ساعت پس 213 پواينټونه راکم شوی او ماسپښين په درې بجې پکې بيا 48 پواينټونه سېوا شوی وو.

اقتصاد پوهه شهريار شهرياربټ وايي، په يوه اوونۍ کې د ونډو بازار 400 پواينټونه راکم شوی او دا وخت د ملک غټه ستونزه په ملک کې د ډالرو کمی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل څو پورې چې پاکستان ډالرې ته نه وي راغلي حالات به هم داسې روان وي.

د راپورونو ترمخه د بهر نه چې کوم پاکستانيان پېسې راليږي روان کال هغه هم کمې شوي دي سږ کال د اکتوبر په میاشت کې د تير کال په پرتله 16فيصده پېسې د بهر نه کمې راغلي دي.

د پاکستان د مرکزي بېنک سټېټ بېنک ترمخه په 11 نومبر د پاکستان سره بهرنۍ زر مبادله ذخيره 13.72اربه ډالره او نن دغه ذخيره 13.80 اربه ډالرو ته رسېدلې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG