لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دپښتونخوا اسمبلۍ ماتېدل دسياسي عدم استحکام،ناامنۍ او معاشي ستونزو سوب جوړېدای شي


د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان ویلي چې پي ټي ايي د صوبې اسمبلۍ د تحلیل کولو فېصله ځنډولې ده
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان ویلي چې پي ټي ايي د صوبې اسمبلۍ د تحلیل کولو فېصله ځنډولې ده

څېړونکي وايي په هېواد کې دمخ په زياتېدونکي اقتصادي بحران او دناامنۍ پېښو پرمهال د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي ماتول به په صوبه کې د سياسي عدم استحکام، د امن وضعيت خرابېدو او معاشي ستونزو سېوا کېدو سبب وګرځي.

که څه هم څېړونکي د صوبايي اسمبلۍ د ماتېدو په صورت کې د حالاتو د خرابېدو په اړه تشویش څرګندوي د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان ویلي چې پي ټي ايي د صوبې اسمبلۍ د تحلیل کولو فېصله ځنډولې ده.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، محمود خان په حیاب اباد کې د خبریالانو سره خبرو کې وویل د پنجاب اسمبلۍ د سرنوېشت معلومېدو نه وروسته به د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ په فېصله کولی شي. هغه زیاته کړه چې د پي ټي ايي مشر او پخوانی وزیراعظم عمران به لومړی پنجاب اسمبلۍ په اړه فېصله کوي.

څېړونکي و ايي پکار ده چې د خېبرپښتونخوا موجوده حکومت خپل اییني وخت پوره کړي.

د صوبايي اسمبلۍ د ممکنه تحلیل کېدو په هکله د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د قانون څانګې استاد اسسټننټ پروفېسر فیصل شهزاد وي او ای ډيوه ته وايي " زمونږ د ايي ايم اېف سره خبرې روانې دي، په ملک کې د ډالر څه حالت دی يا د کاروبار څه حالت دی؟ زمونږ سره فنډونه نشته او د صوبې د خرانې وزير په هره دوېمه ورځ خبري غونډه کوي او د وفاق نه د فنډونو مطالبه کوي"

هغه زياته کړه په موجوده حالاتو کې که صوبه نګران حکومت ته وسپارل شي نو دې سره به صوبه نوره هم په شا لاړه شي او تباهې سره به مخ شي۔

د نومبر په 26مه په راولپينډۍ ښار کي د حکومت پر ضد راجمع شويو مارچ کوونکو ته د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي وو چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ پریښودو سره د "اوسني کرپټ سیاسي نظام" څخه ځان جدا کوي۔

په خېبر پښتونخوا کې د سياسي چارو شنونکي په دې نظر دي چې د صوبې اسمبلي ماتول به د روانې ناامنۍ پرضد مبارزه اغېزمنه کړي۔

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر شاه نواز مشال په دې هکله وي او ای ډيوه ته وايي" دې سره به سياسي عدم استحکام راشي، خلک او سياستوال به په يوه داسې مسله کې ښکېل کېږي چې کوم اهميت نه لري او دغه وسله وال چې دي هغوی به د داسې حالاتو نه ښه پوره پوره ګټه اخلي او خاصکر هغه سياسي ګوندونه چې کوم د دغو ترهګرو خلاف واضحه دریځ لري هغه به بيا په نخښه کېږي څنګه چې په کال 2013 کې شوي وو"

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د دسمبر په 17 مه ويلي چې د پنجاب او پښتونخوا اسمبلۍ به د روانې مياشتې په 23 مه تحليل کړل شي۔

د نوموړي دا بيان په داسې حال کي مخې ته راغلی چې تحريک طالبان پاکستان په بلوچستان او د خېبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې پخپلو بريدونو کې چټکتیا راوستې ده۔

د وزیراعلا محمود خان د خبرو نه مخکې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان بیرسټر محمد علي سېف وي او ای ډيوه ته وويل چې د پنجاب اسمبلۍ ماتېدو وروسته به د پښتونخوا اسمبلي هم ماته کړل شي۔

هغه زياته کړه چې يوازې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتېدو سره هغه سياسي ګټه چې په ټول هېواد کې ټاکنې وشي نه ترسره کېږي او چې د پنجاب سره په ګډه تحليل شي نو دې نه دغه سياسي ګټې ترلاسه کېدلې شي۔

د اپريل په 9مه نېټه د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت د تېر وزيراعظم عمران خان پر ضد د بې باورۍ تحريک د کاميابۍ وروسته ختم شو او په نتيجه کې یې د هغه وخت د مخالفو ګوندونو اتحاد واک ترلاسه کړو له هغې وروسته عمران خان د موجوده مرکزي حکومت خلاف احتجاجونه پېل کړي دي او غواړي چې د وخت نه وړاندې ټاکنې ترسره شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG