لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د ايي اېم اېف شرطونه پوره کولو په نتیجه کې به په پاکستان کې ګراني نوره زیاته شي


په نژدې ورځو کې د حکومت مخالف ګوندونو په پاکستان کې د ګرانۍ په ضد مظاهرې کړي دي
په نژدې ورځو کې د حکومت مخالف ګوندونو په پاکستان کې د ګرانۍ په ضد مظاهرې کړي دي

د خزانې د پاره د وزير اعظم عمران خان مشير شوکت ترين ويلي د يو بېلين ډالرو څلورم قسط ترلاسه کولو دپاره به پاکستان د ايي اېم اېف بورډ اف ډایرېکټرز د غونډې نه مخکې پکار ده چې پنېځه اقدامات واخلي.

په اسلام اباد کې ميډيا سره د خبرو په وخت د شوکت ترين وينا وه چې ايي اېم اېف سره ټولې معاملې حل شوي خو ادارې پاکستان ته د پېنځو ګامونو فهرست ورکړی چې پاکستان دې پې عمل وکړي.

د شوکت ترین ترمخه په دغه اقداماتو کې د سټيټ بينک اف پاکستان د خپلواکۍ د ترميمي قانونى مسوده، په ټيکس کې استثنا ختمول او د انرجۍ بيعې لوړول شامل دي.

نوموړى وويل چى دبجلۍ د يو يونټ بېعه حکومت د وړاندې نه يو روپې او يو کم څلويښت پيسې زياته کړې ده او دې کې نور زياتوالې به راتلونکى کال مارچ کې کولی شي او د ټيکس استثنا او سټيټ بينک اف پاکستان د خپلواکۍ د پاره قانوني مسوده تياره کړې شوې ده.

څېړوونکي وايي پاکستان چې دا وخت د کومو اقتصادي ستونزو او د ګرانۍ په کومو مسلو کې نخښتی دی د ايي اېم اېف شرطونه منلو سره به پکې نوره اضافه وشي.

وى او اې ډيوه سره خبرو کې د ډان ورځپاڼې خبريا ل خليق کيانى واييد مالياتى تګ لارې د دې اقدامو په نتیجه کې به ګراني نوره سيوا شي.

ښاغلي کیاني وويل چى حکومت وايي چې د غريب ولس د مرستو د پاره ګامونه اوچتوي چې ګراني زياته نشى خو په حقيقت کې داسې ونشول او د خوراکي شيانو بيعې نورې لوړې شوي دي.

د سټيټ بينک اف پاکستان د خپلواکۍ په اړه نوموړى وويل چى دې حوالې سره په قانوني مسوده کې لږ بدلون شوی دی او د بينک ګونر ته چى کوم اختيارات تر لاسه دي هغې کې به کمې راوستل شي.

په اقتصادى چارو نظر ساتوونکی خبريال فدا حسين وايي چى د موجوده حکومت اقتصادي تګ لارې په ډاګه نه دي او ټول حکومت په صدارتي مسودو باندې چلولې کيږي او پارليمان په باور کې نه اخستل کيږي.

ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړى وويل پاکستان کې د هر څيز بيعې د اوړاندې نه سيوا دي او د ايي اېم اېف ايف دې شرطونو منلو سره به دې کې نور زياتوالی راشي او د عام وګړى ژوند به نور سخت شي.

ډان ورځپاڼي د خپلو سرچينو له قوله ویلي چې نړيوالې مالياتى ادارې د يو کهرب او اويا اربه روپو ټيکس استثنا د ختمولو نه علاوه د پټروليم ليوى يا ټيکس کې نور ښه والی غواړي او دې د پاره حکومت روان مالى کال کې د شپږ کهربه او لس اربه روپو هدف ايښودی و خو وړمبو څلورو مياشتو کې ورته صرف پنځوست اربه روپۍ راجمع شوي دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG