لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ د ځانمرګي بريدونو پړاو ته ولې ورسېدل؟ د یو سیاسي فعال پوښتنه


بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې مسلح ډلې په کراچۍ یونېورسټۍ کې په چینايي مرکز د حملې نه یوازې ذمه واري په غاړه اخیستې بلکې ویلي یې دي چې دغه حمله ښځینه ځانمرګي کړې ده
بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې مسلح ډلې په کراچۍ یونېورسټۍ کې په چینايي مرکز د حملې نه یوازې ذمه واري په غاړه اخیستې بلکې ویلي یې دي چې دغه حمله ښځینه ځانمرګي کړې ده

بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې مسلح ډلې په کراچۍ یونېورسټۍ کې په چینايي مرکز د حملې نه یوازې ذمه واري په غاړه اخیستې بلکې ویلي یې دي چې دغه حمله ښځینه ځانمرګي کړې ده. په دې اړه څېړونکي وايي د مزکري حکومت بې غوري بلوڅان سخت دریځۍ ته اړ کړي دي.

"له تېرې يوې يا يوې نيمې لسيزې څخه چې کوم حالات دي او د ﺭياست او بلوڅو تر ميان چې کوم ډيډ لاک دی د هغې له وجې تقسيم بلوڅ وسلوال تنطيمونه سره يو شوي،" دا خبره شنونکی او ليکوال رفيع الله کاکړ په دې نظر کوي چې په موجوده وخت کې د بلوڅو په وسلوال فعاليت کې بدلون او شدت لیدل کېږي.

کاکړ وايي پاکستان د بلوچستان مسئله په زور د ختمولو هڅه کړې ده خو په دې کې ناکامه ښکاري.

هغه زیاتوي چې د طاقت استعمال له امله له ويشل شوي بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې د يو بل سره يو ځای شوي او په زور کې يې شدت راغلی دی.

څېړونکي او نړیوال مطبوعات وايي بلوچستان د تېرې څه مودي راهسې د ټيټې کچې بغاوت سره مخامخ دي او په سیمه کې سیاسي او مسلح بلوڅ ډلې صوبې دپاره زیاته خودمختاري او د سیمې د قدرتي وسایلو په منافع کې زیاته برخه غواړي.

د پاکستان مرکزي حکومت وايي د بلوچستان د پرمختګ او محرومۍ احساس ختمولو دپاره یې یو شمېر منصوبې شروع کړي دي.

نړیواله خبري اداره رویټرز وايي د پاکستان د قدرتي ګېس تر ټولو لوی ذخیرې په بلوچستان کې دي. د دې ترڅنګ په صوبه کې د سرو زرو او نور قیمتي وسایل هم شته او ځینې وسایل خو لا دریافت شوي هم نه دي.

د نهې، سهه شنبې، په وﺭځ په کراچۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې د چینايي ژبې درې استاذان وژل شوي دي. چین د حملې غندنه کړې ده.

د کراچۍ د برید ذمه واري د بي اېل ای مجيد بريګېډ نومې ډلې منلې ده.

وسله والې ډلې ویلي د کراچۍ حمله 30 کلنې شاري نومي بلوڅې ښځينه غړې کړی او هدف يې چينايي وګړي و۔

د کويټه وايس اخبار مدير او خبريال سيد علي شاه وايي د يوې ښځينه له لوري ځانمرګی بريد کول د بلوڅو په وسلوال تاﺭيخ کې نوی پړاو دی او وايي چې بلوڅ وسلوال تنظيمونو د خپل فعاليت بڼه بدله کړې۔ " په تېرو وختونو کې هدفې وژنې، بمي چاودنې او بريدونه زيات و يعنې په مجموعي توګه واقعات زيات و خو د هغو اثر بيا دومره نه و اوس کال شپږ مياشتې خاموشي وي بيا يوه واقعه وشي خو د هغې واقعې اثرات ډير زيات او واضح وي"۔

بلوڅ ګوندونو د کراچۍ د تېروې ورځې چاودنه غندلې.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ ( مېنګل ) د مرکزي کمېټۍ غړی غلام نبي مري وايي د بې ګناه انسانانو د وژنې ملا تړ نه کوي خو رياست دې د دې ځواب ووايي چې بلوڅ د ځانمرګي بريدونو کولو پړاو ته ولې ورسېدل؟

ښاغلی مري وايي "بايد دې ته فکر وشي چې داسې واقعات رامنځ ته کيږي ولې؟ په بلوچستان کې د روانو حالاتو له سببه تر ټولو زيات زموږ خويندې ميندې او ښځې اغيژمنې شوې، نو پکار ده چې د پاکستان حکومت يا هغه څوک چې اختيار يې په لاس کی دی هغه دې لږ تر لږه د بلوچستان د لادرکه کسانو ستونزي ته په سنجيدګي سره وګوري، د بلوچستان مسئله خالص سياسي ده او د دې حل په خبرو اترو کې دی"۔

د سيد علي شاه په خبره د اسلام اباد له لوري د بلوچستان ستونځه پر وخت د نه حل کولو او د هغوی غوښتنې نه پوره کولو له المه وسلوال تنظيمونه دې پړاو ته راورسيده. "په بلوچستان کې چې کوم بېلتون غوښتونکي دي دا ټوله د حکومتونو برخه پاتې شوي دي، نو د ښکاره ده چې اسلام اباد د بلوچانو د بنيادي سوالونو ځواب ندی ورکړی، د هغوی ايني قانوني، سماجي،معاشي، ثقافتي حقوق و دوی ته ندي ورکړي، د هغه په نتجيجه کې په بلوچو کې تاو تريخوالی او نفرت زيات شوی دی"۔

مطبوعاتي رپورټونه ښيي چې په بلوچستان کې لس ته نېږدې داسې وسلوال تنظيمونه دې چې له پاکستان سره ګډ اوسېدولو ته تيار ندي او د خپلواک بلوچستان د غوښتلو لپاره يې وسله پورته کړې۔

خو د پاکستان ځينې سياسي، پوځي او استخباراتي مشرانو وخت په وخت او د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ای ايس پي ار وسله پورته کونکي بلوڅان د پاکستان د دوښمن قوتونو لاس پوڅي بللي او وايي دغه ډلې د دوښمن په لمسون په پاکستان او په خاصه توګه په بلوچستان کې ترهګريز بريدونه تر سره کوي.

پاکستاني چارواکي او ادارې دا هم وايي د بلوڅو وسلوال فعاليت د چين او پاکستان د اربونو ډالرو مالیت منصوبې د سي پيک د ناکامه کولو د کوښښونو برخه ده۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG