لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي: د ايي اېم اېف قرض به په پاکستان کې ګراني نوره زیاته کړي


شوكت ترین

د خزانې د پاره د وزير اعظم مشير شوکت ترين ویلي چى د نړيوالې مالياتى ادارې ايي اېم اېف سره د شپږ بلين ډالرو پور د بحالولو دپاره دپاره رسمي لوظنامه به دا هفته لاس لیک شي.

څېړوونکي وايي د ايي اېم اېف سره چې پاکستان په کومو شرطونو خبرې سر ته رسولې پکې په غېر مستقیم ډول ټېکسونه لګول، د تېلو او بجلۍ نرخونه زیاتول او د ترقیاتي منصوبو بجټ کمول دي. څېړوونکي وايي د دې له امله به په پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي.

شوکت ترین په اسلام اباد کې خبريالانوته وويل چى د ايي اېم اېف سره لوظنامه کې بعض شرطونه داسې دي چې د پاره يې په ايين کې بدلون د پاره په دریو کې د پارلېمنټ دوه برخې ووټونه پکار دي چې د موجوده حکومت سره نشته.

وى او اې ډيوه سره خبرو کې اقتصاد پوهه ډاکټر شاهد حسن صديقى وايي ښکاري داسې چې حکومت به د درويشت سوو ارب روپو مالیت غېر مستقیم ډول ټيکسونه ولګوي، د پټروليم مصنوعاتو بيعې به سو ځله زیاتې کړي او د بجلۍ بيعې به هم سيوا کړي او د پرمختيا کارونو په مصرف کې به کمی راوستل شي.

هغه وايي د وفاق او صوبو ترمنځ د وسایلو انتظام یا د اين ايف سى ايوارډ د لاندې چې مرکز صوبو ته کومې پېسې ورکوي هغه به هم کمې شي.

ډاکټر صديقى وويل دا ټول ګامونه به د ايي اېم اېف د ايجنډې د لاندې اخېستل کېږي چې ورسره به په ګرانۍ کې زیاتوالی کېږي.

هغه وویل حکومت ته چى د ايي اېم اېف سره خبرو کې کومه کاميابى تر لاسه شوې هغه د سټيټ بېنک اف پاکستان خپلواکۍ په حوالا د فنډ په دې راضي کړی شوی چې حکومت سره چونکې پارليمان کې دوه تهايي اکثريت نيشته نو ځکه اييني ترمیم دوى نشى کولی.

د نړيوال اسلامى پوهنتون د اقتصادى څانګې استاز ډاکټر معراج الحق وايي د ايي اېم اېف شرطونه منلو سره به ګراني او د حکومتى مشکلات هم زیات شي.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل د ايي اېم اېف چى کومې غوښتنې دي لکه د تېلو، بجلۍ او ګيس بيعې سېوا کولو سره به ګراني نوره زیاته شي او دا هرڅه به حکومت هم د فشار دلاندې راولي.

په کال 2019 کې لاس ليک شوي د ايي اېم اېف او پاکستان ترمنځ د شپږ بلين ډالرو قرض کې پاکستان تر دې وخت پورې دوه بلين ډالر ترلاسه کړي دي.

څېړونکي وايي په پاکستان کې د اقتصادي اصلاحاتو او د تېکس جال د پراخوولو په سر د اختلافاتو په لړ کې ايي اېم اېف پاکستان ته د قرضې د نورو قسطونو ادايګې ځنډولې وه.

د شوکت ترین د وېنا ترمخه ايي اېم اېف او پاکستان دواړه فرېقین مواقتې ته رسېدلي دي او پاکستان ته به د ايي اېم اېف د قرض باقې پاتې برخه بحال شي.

XS
SM
MD
LG