لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان بیان ته دڅېړونکو غبرګون،وایي پاکستان ته به طالبانو سره اړیکو کې ډیر احتیاط کول وي


عمران خان پخپل تازه بيان کې ويلي د پاکستان د موجوده حکومت ځینې وزيران د افغانستان په اړه غېر ذمه واره بيانونه ورکوي چې هلته به حملې وکړي
عمران خان پخپل تازه بيان کې ويلي د پاکستان د موجوده حکومت ځینې وزيران د افغانستان په اړه غېر ذمه واره بيانونه ورکوي چې هلته به حملې وکړي

څيړونکي د پخواني وزيراعظم عمران خان دتيري ورځې هغه بيان د حقېقت نه لرې بولي چې پکې نوموړي ويلي وؤ ،خارجه وزير بلاول بوټو زرداري په نورو ملکونو ګرځي خو تر ټولو مهم هېواد افغانستان ته تراوسه لا نه ړو۔

څيړونکي وایي د عمران خان په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې چې د امريکا او لویدیځو هېوادونو سره کومې اړيکې شليدلې وې هغه په کاميابه سفارت کارۍ بيرته په ځاي کول د پې ډي ايم دموجوده ايتلافي حکومت لويه لاس ته راوړنه ده۔

عمران خان تېره ورځ ویلي وؤ، که په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره اړيکې خرابې شوې نو په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد هڅو ته به تلپاتې تاوان واوړي.

د پېښور پوهنتون دپولېټکل ساینس دڅانګي استاد ډاکټر محمد زبير وایي په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ د نويم(۹۰) په لسيزه کې پاکستان ته ډېر زيان اړولی، اوس چې يو واري افغانستان د طالبانو د واکمنۍ لاندې دی پاکستان ته به ډير احتياط نه کار اخستل وي۔

‘‘که د نويم پالېسي مونږ تکرار کړو نو دا به يوه تېروتنه وي مونږ ته پکار ده چې دنيا ته ګورو، مونږ خپلو مفاداتو ته ګورو، اوس زمونږ په ملک کې د دهشت ګردۍ يو لهر دوباره شورو شو دا مخکي نه و، ټي ټي پي دوباره فعاله شوه مونږ ته داکتل پکار دي چې ایا دا په افغانستان کې د طالبانو دبیا واکمنه کیدو نتیجه خو نه ده‘‘

څيړونکې نظر لري چې دا ړومبی ځل نه دی چې عمران خان د طالبانو په مرسته کې بيان ورکړو ،وایي له دې وړاندي هم نوموړي څو ځله د هغوي په ملاتړ او خواخوږۍ کې بيانونه ورکړي دي.

دپېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد ډاکټر خورشید وایي کله چې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلل نو عمران خان يې هرکلی کړي و۔

ډیوه سره خبرو کې دهغه وینا وه ‘‘د عمران خان د طالبانو په هکله پالیسي کافي واضحه ده، هغه دا وایي چې د طالبانو سره دې مزاکرات وکړی شي ،دپاکستان دننه چې کوم طالبان دي د هغوي باره کې به يې هم دا خبره کوله کله چې طالبان په افغانستان کې جنګيدل هم به يې دا خبره کوله او ظاهره خبره ده په دې باندې به خلکو په عمران خان نيوکې کولې چې عمران خان دطالبانو پلوي دی ، اؤ حتی طالبان خان باندې بلل کیدو‘‘

عمران خان پخپل تازه بيان کې ويلي دي " د (پاکستان) موجوده حکومت يو دوه وزيران چې په حالاتو نه دي خبر د افغانستان په اړه غېر ذمه واره بيانونه ورکوي چې هلته به حملې وکړي، په افغانستان کې واکمنو طالبانو زمونږ سره مرستې کول پرېښودي دي په راتلونکې کې د هغې اثر به دا وي چې که د ترهګرۍ جنګ بيا پېل شو دا به بيا روان وي"

پوهان وایي د امريکا او غربي هېوادونو سره دپي‌ ټي ايي په تير حکومت کې ترينګلې شوې اړيکي بيرته ځائ ته راوستل د موجوده حکومت لويه لاس ته راوړنه ده۔

دډاکټر خورشید په وینا"دا زمونږ د خارجه پالېسۍ کاميابي وه چې بله ورز په جينوا کې کوم ډونر کانفرنس وشو نو په هغې د دنيا لخوا مونږ ته ډېر ښه رسپانس(غبرګون) ترلاسه شو دې کې نه یوازې فارن منسټر بلکي د ټول حکومت کاميابي ده‘‘

د نړیوالو اړيکو کار پوهان وایي داسي هم نه ده چې ګنې د بلاول بوټو مشرۍ کې د پاکستان خارجه وزارت ګاوندي هېواد افغانستان په پام کې نه دي نيولی، وایي وروستيو کې د خارجه چارو د مملکت وزيرې حنا رباني کهر د افغانستان مهمه دوره کړې وه

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG