لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:ترهګرۍ ځپلي پښتانه نور نه دي تیار چې سیمې یې بیا دترهګرۍ اؤ اپریشنونو سره مخ شي


په سوات کې د امن دپاره احتجاج شوی
په سوات کې د امن دپاره احتجاج شوی

دخیبر پښتونخوا په دير، سوات او ځېنو نورو سيمو کې په دې وروستیو کې د بدامنۍ دپېښو سره سم په دغو سیمو کې د ولسي خلکو د احتجاجونو او جرګو لړۍ پېل شوي اؤ د سياسي ګوندونو مشران او ځايې خلک د حکومت نه غوښتنې کوي چې امن دې پرځائ کړي.

څيړونکي وايي دې سيمو کې يو ځل بيا د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي او ځائ خلک يې انديښمن کړې دي ځکه د وړاندې نه په حکومت دباو راوړي چې امن ټينګ وساتي او د پخوا په څېر د جګړې او بې کورۍ ژوند نه بچ وساتل شي۔

د خیبر پښتونخوا حکومت بیا وایي چې دصوبه کې یې کلک امن ټینګ کړی اؤ په سوات کې چې په دې وروستیو کې د ورانکارۍ کوم خوځښتونه لیدل شوي وؤ دهغې مخه یې نیولې ده.

په دير او سوات کې د وسله والو دلیدل کیدو او د امنيتي ادارو د غړو د تښتول کیدو د رپورټونو مخې ته د راتلو سره سم ددغو سيمو خلکو ځائ په ځائ احتجاجونه پېل کړي وؤ او د امن غوښتنه يې کوله.

د نهې په ورځ په سوات کې او په شپاړسم اګست په پېښور کې عوامي نېشنل ګوند د قامي امن په نوم غونډه وکړه.

د بدامنۍ نه د ځپل شوؤ سيمو خلک وايي دوي وړاندې د جګړو سره مخ شوي، تاوانونه یې شوي او بې کوره شوي دي، ځکه د ترهګرۍ دنوې لړۍ پېل کيدو سره سم یې احتجاجونه او جرګې پېل کړي دي چې بيا هغسې د بې وزلۍ ژوند سره مخامخ نه شي۔

د باجوړ يو ځایي مشر ملک شېخ جانزاده وايي د پښتونخوا په ټولو سيمو کې او په سوات او دير سيمو کې ډير خفګان رامېنځ ته دی، حکومتي واکمنان خبره نه په ډاګه کوي چې ايجنډا څه ده او که طالبانو سره سوله کيږي په څه ډول به وي؟

د اګست په ۱۶ د اطلاعاتو په اړه د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا سلاکار بيرسټرمحمد علي سيف يوې خبري غونډې ته ويلي وؤ په ټول ملاکنډ ډويژن کې امنيت په ځائ کړل شوی او حالات يې په قابو کې راوستي دي۔

هغه ويلي وؤ په سوات کې هم دامنيت وضعه ښه شوې او دخېبرپښتونخوا حکومت په هر څه ډېر د نژدې نه نظر ساتي۔

خو د مومومند قبایلي ضلعې سره تعلق لرونکی نور اسلام صافي وايي دوي نوؤ د بدامنۍ پېښو بيا انديښمن کړي دي۔

"اوس دا څه وخت کېږي زمونږ ولس کې ډيره ويره ترهه خوره ده چې بيا هغه زوړ وخت رامخې ته نه شي"

د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخواني مشر ډاکټر سرفراز خان ډیوه ته وويل د پښتنو دهغو سيمو خلک چې وړاندې پکې جګړې شوي او دوي بې کوره شوي دي،

دې ته نه دي تيار چې يو ځل بيا د بدامنۍ د لاسه اغېزمن شي، نو ځکه يې په احتجاجونو او جرګو لاس پورې کړی دی۔

"د خلکو زړه تجربه ده، هغه تاوانونه مخې ته موجود دي، دوي مخکې نه وو پاځېدلي، يريدلې وو، او دا د ترهګرۍ کار دی چې مفلوجه کول کوي، خو دا وخت خلک د خپلې تجربې په رڼا کې راپاڅي او غږ کوي، ولې چې وړاندې نه وو راپاڅېدلي او غږ یې نه ؤ کړی چې دوي يې تاواني کړي وو"

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن کې په کال دوه زره اووم کې د تحريک طالبان پاکستان اثر رسوخ زيات شوی ؤ،له پوځي عملياتو وروسته پوځ دعوه کړې وه چې دغه سيمې د وسله والو نه پاکې کړی شوي دي، خو اوس يو ځل بيا ځايي خلک وايي چې سيمه کې وسله وال ليدل کيږي او دوي يې انديښمن کړي دي،

دپاکستان پوځ منلې ده چې دسوات اؤ دیر دغرونو پسرونو وسله وال(طالبان) لیدل شوي دي خو وایي چې دا وسله وال له ابادۍ ډير لرې دي اؤ په سوشل میډیا سوات اؤ دیر کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو خبره دمبالغې نه ډکه ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG