لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پوځي کمانډرانو د غونډې اعلامیه د پاکستان موجوده سیاسي حالاتو دپاره واضحه پېغام لري


د پاکستان پوځ د فارمېشن کمانډرانو غونډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جنرل عاصم په مشرۍ کې وشوه
د پاکستان پوځ د فارمېشن کمانډرانو غونډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جنرل عاصم په مشرۍ کې وشوه

د پاکستان د پوځ د فارمېشن کمانډرانو کانفرنس یا غونډه چې د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په مشرۍ کې شوې څېړونکي وايي په اعلامیه کې يې سخته لهجه لیدل شوي چې د پاکستان موجوده سیاسي صورتحال دپاره يو څرګند پېغام دی ۔

د سياسي چارو کار پوهه پروفېسر اعجاز خټک وي او ای ډیوه ته وویل د پوځ مشر جنرال عاصم منير دا پېغام ډېر څرګند دی او هغه دا تاثر ردول دي چې ګڼې پوځ کې دننه ګډوډي او یا کومه بد نظمي ده.

ښاغلي خټک وویل د پوځي کمانډرانو د غونډې اعلاميې څرګندوي چې پوځی قيادت يو ځای او د نظم پابند دی.

هغه زیاته کړه د تېرې څه مودې راهسې د ځېنې ډلو له خوا پوځ او د پوځ ځېنې مشران سياسي کړکېچ کې په نوم يادول خو اوس د پوځي اعلاميې له لارې داپېغام هم ورکړل شو چې دا قسمه خبرې به پوځ نه قبولوي.

اعجاز خټک وویل پوځ اهمې اشارې کړي دي خو دا به بشري حقونو او يا په جمهوري عمل څه اغېز ولري دا به راروانو ورځو کې نور هم څرګند شي؟

د پاکستان پوځ د فارمېشن کمانډرانو غونډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جنرل عاصم په مشرۍ کې وشوه.

د غوڼدې په اړه پوځي بیان کې وویل شوو چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ په ضد د مظاهرو په مهال په پوځي هدفونو حملو کې د نیول شویو کسانو مقدمې شروع شوي دي.

د غونډې په اړه د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ارا په یو بیان کې وویل په پوځي ودانیو حملو کې د ککړو کسانو او د راپارونکو مقدمې شروع شوي دي.

بیان زیاته کړه چې د حملو د منصوبه سازانو او د "ماسټرمایڼدز" یا د مشرانو خلاف يې د قانون ګېره تنګېږي چې د ریاست او د ریاستي ادارو خلاف يې د نفرت نه ډک سیاسي کېمپېن شروع کړی و چې، د پوځ په قول، سیاسي هدفونه ترلاسه کړي او په ملک کې افراتفري پیدا کړي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG