لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي ته دعصري وسلې په لاس ورتګ،څېړونکي وایي سیمه کې روانه جګړه به نوره هم خونړۍ شي


څيړونکي وايي د وسله والو لاس ته دعصري وسلو ورتلل به سیمه کې روانه جګړه نوره هم چټک او خونړۍ کړي
څيړونکي وايي د وسله والو لاس ته دعصري وسلو ورتلل به سیمه کې روانه جګړه نوره هم چټک او خونړۍ کړي

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا پولیسو دعوې کړې دي چې وسله والو ترهګرو ته نوې عصري وسلې په لاس ورغلي دي چې دهغې له امله دوي خپل بریدونه چټک کړي دي .

څيړونکي وايي د وسله والو لاس ته دعصري وسلو ورتلل به سیمه کې روانه جګړه نوره هم چټک او خونړۍ کړي۔

پوليس وايي ټي ټي پي تېرو څو ترهګریزو بریدونو کې ترمل سایټ نومې ټيکنالوجي کارولې ده او دوي هم پوليسو ته دغه ټيکنالوجي ورکوي۔

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د پېښور په سر بند تاڼه د بريد نه وروسته ميډيا سره خبرو کې ويلي وو د تحريک طالبان پاکستان لخوا د ترمل سایټ وېفن يا هغه وسله چې د شپې په وخت يې په دوربين کې د ساه لرونکي څيز د ليدو توان لري ،په پېښور کې په وړومبي ځل کارول شوې ده،

نوموړي وويل دې نه وړاندې دا وسله په مردان، بنو، ټانک او ډي ایي خان کې د پوليسو په نخښه کولو کې کارول شوي دي ده،

ترمل سابټ وسله څنګه کار کوي؟

دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري وایي،ترمل سایټ په بنيادي توګه په وسله او د کېمرو د پاسه لګول کيږي، او دهغې د وجې د ساه لرونکي څيز د بدن د ګرمۍ د وجې د هغه سیوری ښکاري او د فاصلې معلومات پکې کیږي.

تحريک طالبان پاکستان په ويډيو ګانو کې به وړاندې ليدل کېدل چې دوی کلاشنګوف، ایي اي ډي، تمانچې، راکټ لانچرې او نورې وسلې کاروي، خو خبريال رفعت الله اورکزې وايي کله نه چې افغان طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي له هغې وروسته ټي ټې پي د جديدې ولسې استمال زيات کړی دی۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "د ټي ټې پي په ويډيو ګانو کې ليدل کيږي چې اوس ډيره جديده وسله کاروي، په هغې لېزرې لګيدلې وي،که د هغوي ويډيو کې کومه غلطي نه وي نو په هغې کې ښکاري چې د مورچو دننه د امنيتي ځواکونو غړې په نخښه کوي"

د جنورۍ په وړومبۍ اوونۍ کې د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ويلي وو دغه وسله کېدای شي چې په افغانستان کې د نېټو ځواکونو نه پاتې شوې وي۔

څيړونکي او خبريال حقنواز ډيوه ته وويل پاکستان او افغانستان اوږده پوله لري او دداسې وسلو پاکستان ته را اړول ډيره ګرانه نه ده۔

نوموړي وويل طالبانو ته ددې جديدې وسلې په لاس ورتلو سره ټي ټي پي نوره هم طاقتوره شوې ده،

"داسې قسمه وسله چې يو وسله والې ډلې ته په لاس ورشي نو د مخالفه تن په نخښه کول ورته اسان شي، نو ددغې وسلې راتګ به په جنګ کې نور هم چټکتیا راولي او د دې نتایج به هم خطرناک وي"

معظم جاه انصاري ويلي ترمل سایټ ټيکنالوجۍ د پاره حکومت دوي ته فنډونه جاري کړي دي، ۴۰ عدده ټيکنالوجي دوي ته ترلاسه شوې ده، ۲۰ يې ډي ايي خان او ځني يې نورو تاڼو ته ليږلي دي، ددې ترڅنګ د نورو اخستو پروسه هم روانه ده او دوي به د ډرون د پاه هم ترمل سایټ ټيکنالوجي اخلي۔

نوموړې ويلي د ترهګرۍ ضد جګړه يې وړاندې هم ګټلې او بيا به هم پکې بريا ترلاسه کوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG