لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: ښکاري په شمالي وزيرستان کې د ټي ټي پي نه علاوه نورې منظمه وسله والې ډلې هم شتون لري


په شمالي وزیرستان کې  د بدامنۍپېښې په داسې حال کې شوي چې د روان کال د مې د مياشتې په لومړو  ورځو کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ اعلان کړی و او دغه ډز بندي وروسته د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو پېل کولو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده
په شمالي وزیرستان کې  د بدامنۍپېښې په داسې حال کې شوي چې د روان کال د مې د مياشتې په لومړو  ورځو کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ اعلان کړی و او دغه ډز بندي وروسته د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو پېل کولو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده

په شمالي وزیرستان کې چې دوه ورځې وړاندې په امنيتي کاروان ځانمرګی بريد شوی څلور پوځيان پکې وژل شوي. سږ کال په امنيتي ځواکونو دا څلورم برید و. د دې ترڅنګ په سيمه کې چاودنې او په امنيتي چيک پوستو بریدونه او هدفي وژنې هم شوي دي، خو د اپرېل د میاشتې وروسته د يو بريد زمه واري هم چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍپېښې په داسې حال کې شوي چې د روان کال د مې د مياشتې په لومړو ورځو کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ اعلان کړی و او دغه ډز بندي وروسته د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو پېل کولو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده.

ځانمرګي بريدونه

په شمالي وزيرستان کې سږ کال لومړی ځانمرګی بريد په 14 مې په ميرعلي کې شوی درې پوځیان او درې ماشومان پکې وژل شوي وو، دوېم ځانمرګی بريد په 29 مې په دوسلي کې شوی دوه عسکر او دوه ماشومان پکې ژوبل شوي وو، درېم ځانمرګی بريد په څلورمه جولايۍ په ميرعلي کې شوی 15 پوځيان پکې ژوبل شوي او څلورم دوه ورځې وړاندې وشو، د دې ځانمرګي بريدونو زمه واري چا هم نه ده منلې او نه پوځ د دې زمه واري په چا ور اړولې ده.

وژنې څومره شوي

په دوېم اګست د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد يوې خبري غونډې ته ویلي وو چې روان کال په شمالي وزيرستان کې په بېلابيلو پېښو کې ټول 42 امنيتي عسکر وژل شوي چې پکې 37 پوځيان دي.

او سږ کال په سيمه کې د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې پکې زياتره په ميرعلې کې مخې ته راغلي دي، او په تېرو درېو مياشتو کې د هدفي وژنو او بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

څيړونکي څه وايي؟

هغه دعوه کړې وه هم په تیرو درېو میاشتو کې د پاکستاني پوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې 105 ترهګر وژل شوي او 204 ترهګر او د هغوی همکاران نیول شوي دي.

خبريال ناصر داوړ وايي، يو لور ته چې د ټي ټي پي سره د مذاکراتو خبرې کيږي نو بل لور ته په شمالي وزيرستان کې په ځانګړي ډول د بدامنۍ پېښې کېدل په ګوته کوي چې دلته نورې وسله والې ډلې هم شتون لري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، که چرته د ټي ټي پي سره مذاکرات کاميابيږي هم نو د دې تازه پېښو نه معلوميږي چې نورې موجودې وسله واله ډلې د ځانمرګو بريدونو کولو پورې پوره جنګي صلاحيتونه لري او دا د علاقې دپاره غټ خطر دی.

هغه زیاته کړه اوس چې په شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ کومې پېښې کيږي دا د ضرب عضب عملياتو په مهال د شوو دعوې ښکاره نفي کوي، او ښکاري چې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو بشپړه نېټ ورک موجود دی، حکومتي عملداري تشه په نوم ښکاري.

په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور مسيد وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د بدامنۍ پېښې دوه چنده/ دوه ګونه اضافه شوې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د وزیرستان جغرافيه ډېره د اهميت وړ ده، په وزيرستان کې د افغانستان سره په پوله [ډېورنډ کرښه] په ځينې ځايونو کې ازغن تار نه دی لګېدلی او په ځينو کې د تار پرې کېدو خبرونه هم راغلي چې پکې د دواړو غاړو نه په ازادۍ سره تګ راتګ کيږي.

هغه زياته کړه په حکومتي کچه د ترهګرۍ د ختمولو دعوې کيږي، بل لور ته ويل کيږي چې مذاکرات روان دي، په سوات او وزيرستان کې د طالبانو فعاليتونه وليده شو، حکومتي ځواب ورته ونه ويل شو، نو دلته سړی نه پوهیږي چې اوس حکومت ترهګري ختموي او که نه.

د امنيت دپاره احتجاج

په شمالي وزيرستان کې وخت په وخت د بدامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کيږي خو د تيرو 26 ورځو راهسې په سيمه کې د اتمانزو قامي جرګې د احتجاجونو لړۍ پېل کړې او دا وخت د شمالي وزيرستان په نزدې اته ځايونو کې پرلتونه روان دي چې پکې پښتون ژغورنې غورځنګ، مدني او سياسي فعال او عام ځايي خلک ګډون کوي.

د دغو احتجاج کوونکو سره څو ځله ځايي انتظاميې او پوځي چارواکو مذاکرات کړي خو تراوسه ناکامه شوي دي. د احتجاج مشران وايي، څو پورې چې دوی ته د پارلیمان منتخب استازو، عدليې، د بشري حقونو تنظیمونو، قبايلي او سياسي ګوندونو د مشرانو لخوا د امنيت ضمانت نه وي ورکړی شوی د دوی احتجاج به دوام لري.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG