لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: افغانستان او د پوځ د بدنامۍ مخنیوی د جنرل منیر د کارونو په فهرست کې شامل دي


جنرل عاصم منیر په داسې وخت د پاکستان د پوځ نوی مشر ګمارل شوی دی چې څېړونکي وايي په سیاسي کچه پاکستان د تقسیم او په اقتصادي کچه د بدحالۍ ښکار دی.

څېړونکي وايي د کور دننه د حالاتو ترڅنګ جنرل منیر به د افغانستان، چین، امریکا، سعودي عرب او هندوستان سره د پاکستان په تعلقاتو هم نظر ساتي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه په خپله اداریه کې وايي که څه هم پاکستان دا وخت په مسلو کې ښکیل دی خو پوځ ته نه دي پکار چې د حالاتو سمولو دپاره مداخلت وکړي.

اداریه وايي د تېرو کلونو تجربو څرګنده کړې "چې د ښه نیت مداخلت هم زر په بوږنونکو خوبونو کې بدلېدلی شي."

د جنرل منیر پېش رو جنرل قمر جاوېد باجوه په داسې حال کې چوکۍ پرېږدي چې مبصرین وايي‌د پاکستان په پوځ په ولسي کچه تنقید زیات شوی دی.

د جنرل عاصم د تقررۍ د اعلان نه یوه ورځ وړاندې جنرل باجوه په راولپنډۍ ښار کې یوې غونډې ته تقریر کې دا خبره ومنله چې پوځ د پاکستان په سیاسي چارو کې په غیرقانوني ډول مداخلت کړی دی خو اینده به داسې نه کوي. هغه دا هم وویل چې د مشرقي پاکستان بېلېدل او د بنګله دېش جوړېدل هم سیاسي مسله وه.

محسن داوړ د ملي جمهوري غورځنګ نومې ګوند مشر، شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د اسمبلۍ د خارجه چارو کمېټۍ مشر دی، وايي د پوځ د مشر په توګه د جنرل باجوه وخت د "پوځي مداخلتونو په بدترینو دورونو کې یو و."

څېړونکي وايي په سیاسي چارو کې د پوځ مداخلت په پاکستان کې د جمهوريت د مضبوطېدو مخه نیولې ده.

د پخواني وزیراعظم عمران خان تحریک انصاف پارټۍ چې د جنرل باجوه په وخت کې یې په پوځ ډیر تنقید کړی، د جنرل منیر د تقررۍ هرکلی یې کړی او دا توقع یې څرګنده کړې چې د نوو رهبرانو په سرپرستۍ کې به مسلح ځواکونه خپل "اییني کردار ادا کوي چې دا ډول په دې ملک کې اييني حقونه او جمهوریت مضبوط شي."

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن د پاکستان د سیاست نه د پوځ جدا کول مشکل کار ويني او وايي پوځ د پاکستان په سیاست کې په دومره ژوره کچه او د دومرې اوږدې مودې راهسې ښکیل پاتې شوی دی چې دا به "قریباً" نا ممکنه وي چې پوځ د سیاست نه لرې کړی شي.

د پوځ پخوانی برېګېډیر حارث نواز وايي دا وخت د سیاسي عدم استحکام له امله پاکستان د مشکلاتو سره مخامخ دی چې پکې د اقتصاد خراب صورتحال هم شامل دی. هغه وویل د پاکستان خراب اقتصادي صورتحال د پوځ په بجټ هم منفي اثر غورځولی شي.

حارث نواز وايي جنرل منیر به د چین، امریکې، سعودي عرب او د نورو ملکونو سره د پاکستان په تعلقاتو هم نظر ساتي.

جنرل باجوه د نومبر په 29 نېټه ریټایر کېږې
جنرل باجوه د نومبر په 29 نېټه ریټایر کېږې

د سیاسي او اقتصادي حالاتو ترڅنګ څېړونکي وايي د جنرل منیر یو کار به دا هم وي چې د جنرل باجوه په دور کې چې د سوشل میډیا دلارې په پوځ په کومه کچه تنقید کېدو او بدنامي يې شوې، د دې مخنیوی وکړي.

څېړونکی رسول بخش ریس وايي په تېرو شپږو میاشتو کې د پوځ "امېج" یا تصویر ته ډیر نقصان رسېدلی دی او جنرل منیر په کوښښ کوي چې د پاکستان د ولس په نظر کې د پوځ وقار بحال کړي.

هغه وویل که د سیاسي ګوندونو په اړه د پوځ دریځ کې توازن نه و نو د پوځ نوی مشر به هم متنازعه جوړ کړی شي.

خپله اداریه کې ډان د جنرل منیر په مشرۍ کې د پاکستان مسلح ځواکونو ته مشوره ورکوي چې د ملک د اینده ټاکلو دنده دې د پاکستان ولس، عدليي، سوېلین حکومت او پارلېمنټ ته پرېښودل شي. "د مسلح ځواکونو دپاره به ښه مشوره دا وي چې پاکستان په داخلي او خارجي کچه مستحکم وساتي."

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل او د وي او ای د اردو څانګې خبریال عاصم علي رانا د رپورټونه نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG