لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د ترهګرۍ د مخنيوي دپارہ به پاکستان ته د ښو او بدو طالبانو فرق ختمول وي


‎پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد د بې توپیره ګامونو اخستو هوډ د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوې د کور کمانډرانو کانفرنس کې ښودل شوی دی
‎پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد د بې توپیره ګامونو اخستو هوډ د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوې د کور کمانډرانو کانفرنس کې ښودل شوی دی

څېړونکي وايي د ترهګرۍ د مخنيوي دپارہ پکار ده چې پاکستان د ښو او دبدو طالبانو ترمنځ فرق کول ختم کړي او په افغانستان کې، د دوی په وینا، "د خپل لاسپوڅي حکومت" لپاره جوړه کړې د سټراټېجيک ژورتيا يا سټرېتيجيک ډېپت پالېسي بدله کړي.

‎د څيړونکو په نظر د ټي ټي پي په افغانستان کې د مبينه موجودګۍ او د دغه هېواد خاوره د پاکستان خلاف کارولو څخه منع کولو لپاره به پاکستان او افغانستان ته په ګډه ګامونه اخيستل وي ځکه چې ناامني د يو هېواد نه بلکې د ټولې منطقې لپاره ګواښ دی.

په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو کې زياتوالي راتلو وروسته د پاکستان پوځي مشرتابه هوډ څرګند کړی چې د ترهګرو په ضد به د ولس د هیلو په اساس پرته له کوم توپیر ګامونه اخلي او ترهګري به له مینځه وړلی شي.

‎د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر شاه نواز مشال وي او اې ډيوه ته وايي چې په هېواد کې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره دا مهم دي چې رياست به د ښه او بدو طالبانو تفريق ختموي.

‎د نوموړې په وينا " دا خو دوی ښکاره ويلي دي چې څه ښه طالبان دي او څه بد طالبان دي، او هم دغه د ښه او بد طالبانو تفريق چې دی، دې دا ټوله مسله ورانه کړې ده او پيچيده کړې يې ده، نو که اوس هم دغه د ښه او بد طالب تګلاره چلېږي نو بيا به هم هغه زوړ ملا او زړې تراويح وي، کوم چې د پښتو متل دی".

‎پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد د بې توپیره ګامونو اخستو هوډ د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوې د کور کمانډرانو کانفرنس کې ښودل شوی دی.

‎تحريک طالبان پاکستان د نومبر میاشت کې د پاکستان سره ترسره کړې ډزبندي ختمه کړې او د خپلو حملو لړۍ یې تر سرښار اسلام اباد رسولې ده.

ډاکټر شاه نواز مشال وایي، پاکستان چې د افغانستان لپاره د انګرېزانو په وخت کې د سټرېټیجک یا تزویراتي ژورتیا په نوم کومه پالیسي جوړه کړې وه، وایي "د هغې پالیسۍ تسلسل اوس هم دی، چې پکې تر ټولو غټه خبره دا ده چې په افغانستان کې به د خپلو لاسپوڅو قوتونو او هغو ډلو ملاتړ کوي چې د دوی په کار راځي او آلې به یې وي".

‎ډاکټر شاه نواز مشال زياته کړه که چري د پاکستان رياست په هېواد کې ترهګري په مکمله توګه ختمول غواړي نو په افغانستان کې د خپل حمایتي حکومت د ملاتړ لپاره د سټراتيجي ژورتيا پاليسي به بدلوي.

" دا چې په کابل د طالبانو حکومت جوړېدو نو په هغې کې خو زمونږه رياست د طالبانو ملاتړ کولو نو ټولو خلکو سره زمونږه دا خبره به مو کوله چې دا ترهګر به تاسو ونه درولی شئ او د ډيورنډ کرښه به توان و نه لري چې په کابل کې به د اسلامي امارت حکومت وي او په وزيرستان، سوات، باجوړ او پېښور کې به تحريک طالبان پاکستان هغه شان حکومت مطالبه نه کوي" .

‎د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راپدېخوا په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ په پېښو کې نزدې 51 فيصده اضافه شوې ده.

‎په اسلام اباد کې د څېړنيزي ادارې فاټا ريسرچ سنټر پخوانی مشر او څېړونکي ډاکټر اشرف علي وي او اې ډيوه ته وايي چې د ټي ټي پي لخوا په پاکستان کې مخ په زياتېدونکو بريدونو د مخينوي لپاره به د پاکستان حکومت ته په کلکه افغان طالبانو سره دا خبره اوچتول وي.

" افغانستان (طالبانو) خپله هم داسې کوششونه کړي دي چې پاکستان او طالبانو ترمنځه خبرې چې کوم دي په دې کې خپل رول ولوبوي نو دا خو ښکاره حقيقت دی چې هلته نه دا خلک راځي او هم هغوی (دا بريدونه) کوي، زما خيال دا دی چې پاکستاني او افغان چارواکيو له کښېناستل پکار دي او په صحيح توګه د دې مخنيوي لپاره ګامونه اخيستل پکار دي ځکه چې ترهګري د پاکستان، افغانستان او د علاقې د ټولو رياستونو مسله ده او په دې يو متفقه لايحه عمل خپلول پکار دي" .

‎په افغانستان کې واکمنو طالبانو وار په وار ويلي چې په دغه هېواد کې داسې کومه وسله واله ډله شتون نه لري چې بل کوم هېواد ته ګواښ متوجې کړي خو پاکستان دا تور لګوي چې د افغانستان خوره د پاکستان خلاف کارول کیږي او وسله وال د پولې هغه اړخه په پاکستان کې بريدونه کوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG