لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د پاکستان سیاسي ګوندونه د ښځو د ترقۍ انتخابي لوظونه په اقتدار کې سم نه پوره کوي


څېړونکي وايي که څه هم د پاکستان سیاسي ګوندونو د ښځو مسلی حل کولو دپاره ګامونه اخېستي خو د ښځو معاشي پرمختګ په لړ کې ضروري اقدامات ډیر نه دي شوي
څېړونکي وايي که څه هم د پاکستان سیاسي ګوندونو د ښځو مسلی حل کولو دپاره ګامونه اخېستي خو د ښځو معاشي پرمختګ په لړ کې ضروري اقدامات ډیر نه دي شوي

ماهرین وايي په پاکستان کې د انتخاباتو وړاندې سياسي ګوندونه د ښځو د پرمختګ او معاشرتي ژوند ښه کولو دپاره ژمنې وکړي خو په واک کې د راتلو وروسته يې په سمه توګه نه عملي کوي چې له وجې يې د پاکستان د ابادۍ نيما برخه د ټولنې په ترقۍ کې کردار نشي لوبه ولی.

ماهرین وايي د 2024 کال ټاکنو په نتيجه کې راتلونکي واکمن ګوندونه بايد د مېرمنو د پرمختګ دپاره د پارلېمنټ ښځينه غړو ته په قانون سازۍ او پالېسو د جوړولو په عمل کې مکمل ځای ورکړي چې د هېواد د نورو ښځو د پاره کار وکړي.

څېړونکي وايي که څه هم د پاکستان سیاسي ګوندونو د ښځو مسلی حل کولو دپاره ګامونه اخېستي خو د ښځو معاشي پرمختګ په لړ کې ضروري اقدامات ډیر نه دي شوي.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د معاشياتو استاذه ډاکټر نورجهان وايي د پاکستان د ابادۍ 52 فيصده برخه ده خو که وکتل شي نو په سرکاري او پرائيوېټ نوکرو کې د ښځو شموليت اوس هم ډېر کم دی زياتر په سکولونو کې استاذانې دي يا په هسپتالونو کې کار کوي." د روزګار حوالې سره ښځو ته هغه سهوليات اوس هم نشته او په کور کلي کې چې کومې ښځې کارونه کوي د هغوی کارونه اوس هم نه دي کمرشلايز."

ځيني زنانه وايي سياسي ګوندونه چې د انتخاباتو وړاندې د ښځو د پرمختګ په لړ کې کومې ژمنې وکړي هغه نه پوره کوي او هم دغه وجه ده چې اکثره ښځې په موجوده سياسي نظام ډیر اعتماد نه کوي چې د پرمختګ دپاره به يې کار وکړي.

عروبا علي په عبدالولي خان پوهنتون کې د جيالوجي زده کوونکې ده، وايي نه دي يې لیدلي چې حکومتونو د لوظونو سره اقدامات کړي. "مونږه هغه اقدامات نه دي ليدلي چې د کومو هغوی وعدې کړې وې چې مونږه حکومت کې راشو نو د ښځو دپاره به دا دا کارونه کوو د ښځو د حقونو د پاره، يا دغه ښځو سره به امتيازي سلوک نه وي لکه اوس د نوکرو خبره ده چې څنګه به سړو ته مېلاوېږي هغه شان به ښځو ته هم مېلاوېږي نو هغه بيا هغه شان نه وي."

د پاکستان الېکشن کمېشن سياسي ګوندونو ته ويلي چې د راتلونکو انتخاباتو دپاره د قانون ترمخه په عامو چوکو د ښځو پينځه فيصد نمایندګي یقیني کړي.

څېړونکي وايي د ښځو د پرمختګ دپاره مهمه ده چې په واک کې د راتلو وروسته سياسي ګوندونه د پارليمان ښځينه غړو ته هم د قانون سازۍ په پروسه کې د برخي اخيستو موقع ورکوي.

پروفېسر راشيد علي په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د سوشيالوجې استاذ دی، وايي "مونږه به په سمه توګه دوی د فېصلو کوټګو ته رسوو او هلته فېصلو کې به دوی له پوره برخه ورکوو، نو اله به مونږه وکړې شو چې دا 50 فيصده ابادي مونږه مخ په ړواندې بوتللې شو."

د الېکشن کمېشن د وېب پاڼې ترمخه په پاکستان کې د رجسټرډ شويو ووټرانو شمېر 12 کروړه او څه باندې 85 لکه ده چې د ښځو شمېره پکې څه کم 6 کروړه ريکارډ شوې ده.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG