لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:ولسي پاڅون ښایي چې دپاکستان ریاست سره اوس پښتنو ته له امن ورکولو پرته بله لار نه ده پاتې


څيړونکي وایي د رياست په غلطو پاليسو اوس پښتانه خبر شوي دي، زلمي بيدار شوي او د امن او يو سوکاله ژوند ورکولو نه پرته حکومت او رياست سره بله لاره نه ده پاتې
څيړونکي وایي د رياست په غلطو پاليسو اوس پښتانه خبر شوي دي، زلمي بيدار شوي او د امن او يو سوکاله ژوند ورکولو نه پرته حکومت او رياست سره بله لاره نه ده پاتې

د تېر اګست مياشتې راپديخوا د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سيمو او په ځانګړي توګه سوات کې د ترهه ګرو دبيا راښکاره کيدو په ضد ولس راپاڅېدلی دی او په لويه کچه د احتجاجي مظاهرو لړي روانه ده،

څيړونکي وایي د رياست په غلطو پاليسو اوس پښتانه خبر شوي دي، زلمي بيدار شوي او د امن او يو سوکاله ژوند ورکولو نه پرته حکومت او رياست سره بله لاره نه ده پاتې۔

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګي چيرمين پروفېسر ډاکټر فيض الله جان وایي له ډېري مودي وروسته پښتانه د امن په نعره يو موټی شوي دي او د پښتنو روان ولسي پاڅون به راتلونکي کې ډېري ګټلي راوړي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "په دې وخت کې زه وايم چې پښتانه د کوم څيز دپاره راوتلي دي چې مونږ امن غواړو ،مونږ نور نه غواړو چې د ترهه ګرۍ دا کاروبار دې زمونږ په خاوره وشي، زما په خيال چې دا خبره د هر پښتون زړه ته پریوځي او دا د ټولو نه غټه ګټه ده"

دا په داسې حال کې ده چې پرون د نهي په ورځ د مينګوري په نشاط چوک کې په زرګونو سواتيانو د امن چغي ووهلي او رياست ته يې په ډاګه کړه چې نور پښتانه خپله سیمه کې دترهګرو مسلط کولو ته غاړه نه ږدي اؤ دترهګرۍ پرضد به مزاحمت کوي۔

څيړونکي نظر لري چې د پښتنو رابيداريدل څه ناساپي عمل نه دی ددې په شا د باچا خان د خدایي خدمتګار تحريک نه راپديخوا د منظور پشتین په مشرۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ او نورو قام پالو ګوندونو او مشرانو مبارزه شامله ده چې نن په يو غږ د زرګونو په شمير کې پښتانه د امن دپاره د سياسي ګټو نه پرته ديو بل اواز بدرګه کوي۔

څيړونکی او د پېښور پوهنتون استاد ښاغلی دروېش اپریدی وایي پښتانه د رياست لخوا د تېرو څلويښتو کالو راهسې تپل شوي جنګ او فساد نه تنګ راغلي دي او دا رياست نور پښتانه د دروغو په جال کې نه شي پاتې کولی، او د رياست سره یوازې دا يوه لار پاتي ده چې پښتنو ته د امن ژوند ورکړي۔

‘‘د رياست پالېسۍ بربنډې شوې دي،ددي اثرات خلکو ليدلي دي اوس د رياست سره هيڅ بهانه نه ده پاتې رياست به دغه کار کوي چې دې خلکو ته به د ژوند د مال او عزت تحفظ ورکوي که یې نه ورکوي نو مونږ چې د ملکونو تاريخ راواخلو ،بيا خلکو دغه دنده ،دغه وظيفه په خپل لاس کې اخستي ده‘‘

په دې وروستيو کې د سوات پشمول، باجوړ، وزيرستان، باجوړ او دصوبې په نورو برخو کې په زرګونو خلک د طالبانو دبيا راپورته کیدو پرضد راپاڅېدلي د احتجاجي جلسو او پرلتونو د لاري د امن غوښتنه کوي۔

څيړونکي نظر لري چې په راتلونکي کې به د ولس راپاڅيدل په سياسي پارټیو هم فشار اچوي، او نور به ونه کړی شي چې پښتانه د کرپشن او د انصاف په نعرو دهوکه کړي۔

په دې ورستيو کې صوبايي وزير شوکت يوسفزي وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې بدامني ختمه نه ده خو د صوبې حکومت هم پرې خبر دی او پوليس او پوځ لګيا دي د ترهګرۍ په ضد عمليات کوي او امنيت قابو دی.

د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په دې وروستيو کې ويلي وو چې په خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ دعوې کول افواه ده، خو په پښتونخوا کې پرله پسې د بدامنۍ پېښې کيږي په امنيتي ځواکونو پرله پسې بريدونه روان دي او د زياترو ذمه واري تحريک طالبان مني.

تېره میاشت د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د کور کمانډرانو غونډې ته وویل چې د ترهګرو بیا رابسیره کېدل به نه زغمي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG