لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهګرۍ ضد جديدې وسلې، روزنې او اسانتیاو ته اړتیا لري


په لکي مروت ضلع کې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [16 نومبر] د شپږو پوليسو د وژنې وروسته د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] معظم جاه ويلي دا تازه پېښه په وروستيو کې په لکي مروت کې د ترهګرو پرضد د عملياتو په غبرګون کې شوې
په لکي مروت ضلع کې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [16 نومبر] د شپږو پوليسو د وژنې وروسته د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] معظم جاه ويلي دا تازه پېښه په وروستيو کې په لکي مروت کې د ترهګرو پرضد د عملياتو په غبرګون کې شوې

د امنيتي چارو څيړونکي وايي، د پولیس لوړ پوړي چارواکي د ترهګرۍ د نوغي ويستو دعوه کوي خو يو د صوبې د پوليسو سره جديدې وسلې او اسانتياوې نشته، بل د بريد په مهال دوی ته په سمدستي توګه د نورې نفرۍ مرستې نه رسي، بايد د پولیس اهلکارو د امنيت پوره اقدامات وکړی شي ځکه چې پوليس د هر ډول امنیت دپاره په لومړي صف کې دي.

په لکي مروت ضلع کې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [16 نومبر] د شپږو پوليسو د وژنې وروسته د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] معظم جاه ويلي دا تازه پېښه په وروستيو کې په لکي مروت کې د ترهګرو پرضد د عملياتو په غبرګون کې شوې خو ژمنه يې کړې چې د اخري ترهګر د ختمولو پورې به دا جګړه په هر قيمت جاري وي.

د امنيتي چارو څیړونکي وايي، بايد حکومت او د پولیس لوړ پوړي چارواکي د ترهګرۍ او هر ډول ناامنۍ پرضد په لومړي صف کې ولاړو پولیس سرتيرو ته پوره اسانتياوې برابرې کړي.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو پخوانی مرستيال مشر رحمت خان وايي، پوليس ځکه په هدف دي چې دوی د هر ډول بدامنۍ، ترهګرۍ، نشه يي توکيو د قاچاقبرو، او نورو وران کارو په وړاندې تر ټولو لومړی ولاړ دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، خو د بده مرغه د پولیس ځواک سره هغه وسايل نشته کوم چې په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پرضد دوی وکاروي، لکه بکتر بند يا بلټ پروف ګاډي، نوې جديدې وسلې، مضبوطې ودانۍ او په خصوصي توګه د ترهګرۍ پرضد روزنې هم نه لري.

هغه وويل په لرې پرتو ضلعو کې پوليس د يو دې مشکل سره مخ دي که چرته په دوی ترهګر برید کيږي په سمدستي توګه ورته نوره نفري نه رسي.

هغه زياته کړه دې پاليسي ته بيا د سره کتل پکار دي چې د پوليس د خپل امنیت دپاره ګامونه پورته شي که پولیس د ټرېفک په ډيوټۍ ولې نه وي ولاړ چې دوی بلټ پروف جېکټ اچوي او دوی ته دې فنډونه سېوا کړی شي.

خو معظم جاه پرون په لکي مروت کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، چې حکومت د پولیس ځواک د ټولو ضرورتونو پوره کولو دپاره ممکن هر ډول مرستې کوي.

خبريال ناصر داوړ وايي، په لکي مروت ضلع کې په پوليسو د زیاتو بريدونو څو علتونه دي يو دا چې دغه ضلع د وزيرستان سره او بل لور ته د پنجاب صوبې سره پولې لري ترهګر چې برید وکړي په اسانۍ سره د دغه ځای نه ووځي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په لکي مروت کې په پوليسو بريدونه کېدل څرګندونه ده چې د صوبې هرې ضلعې ته وسله وال رسېدلي دي.

هغه زياته کړه په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو او بدامنۍ د پېښو وروسته کوم کلک غبرګون ښکاره نه کړی شو بلکې د صوبې حکومتي وياند بېرسټر سېف طالبانو ته خواست وکړو چې بيرته دې لاړ شي.

هغه وویل په داسې حالاتو کې ښکاري چې وسله وال نور ډاډ شوي بايد کلک ګامونه پورته شي.

په لکي مروت کې پرون د شپږو پوليسو د وژنې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د تيرو څو مياشتو راهسې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه پاڅونونه، احتجاجي مظاهرې شوي دي.

د پوليسو مشر ویلي، پوليس د ولس سره په ګډه د امنيت دپاره اقدامات کوي او په ولس يې غږ کړی چې ترهګرو ته د پناه ورکولو نه ډډه وکړي او د ترهګرو د موجودګۍ په صورت کې په وخت پولیس خبر کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG