لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: سياسي بې ثباتۍ د پاکستان اقتصادي مشکلات نور سېوا کوي


اقتصاد پوهان وايي که په ملکي کچه سياسي بحران جاري وي نو په راتلونکې کې به د پاکستان اقتصاد نور هم د مشکلاتو سره مخ شي
اقتصاد پوهان وايي که په ملکي کچه سياسي بحران جاري وي نو په راتلونکې کې به د پاکستان اقتصاد نور هم د مشکلاتو سره مخ شي

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د سیاسي بې ثباتۍ له امله اقتصادي اشارې منفي اړخ ته تللي دي او د اقتصادي مشکلاتو له امله ګراني سېوا شوې د روپۍ قيمت راکم شوی دی د بهر څخه پانګونې نه راځي او ترسيلات زر هم کم شوي چې له امله يې د پاکستان اقتصاد د ګڼ شمېر چلېنجونو سره مخ دی.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د روان کال 2022 د اپرېل د مياشتې راهسې په ملک کې د سياسي بې ثباتۍ له امله د پاکستان ټولې اقتصادي اشارې متاثره شوي او د اقتصاد يو داسې اړخ نه دی پاتې چې د سياسي اغېزو لاندې نه دی راغلی.

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په ملک کې د مجموعي معاشي بحران سره د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره په ريکارډ کچه غورځېدلې، د ونډو بازار تيره اوونۍ 1100 پواينټونه کم شوی او تجارتي اعتماد هم راکم شوی دی.

هغه وویل په ملک کې د ډالرو کمی دی او په برامداتو هم بدې اغېزې شوي کله چې سياست ناکامه شي نو معیشیت په خپله ناکامۍ پله لاړ شي.

د پاکستان د شمارياتو اداريه وايي، د روان کال په پينځه میاشتو کې میاشتنۍ ګراني 25 فيصده ته رسېدلې او د اوونيزې ګرانۍ رفتار د 28 فيصده نه زيات دی.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي روان کال د اپرېل د مياشتې راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه د 180 روپو نه 225 روپو ته رسېدلې او د روان مالي کال 2022/23 په لومړو څلور میاشتو کې د جولايۍ نه تر نومبر پورې غېر ملکی ترسيلات زر نزدې 10 فيصده راکم شوي او دغه رنګه د سياسي بې ثباتۍ له امله په څلورو مياشتو کې نېغ په نېغه غېر ملکي پانګونې 52 فيصده راکمې شوي دي.

اقتصاد پوهه طاهر امین وایي د سياسي بې يقينۍ له امله نه یواځې اقتصاد متاثره کیږي بلکې پاکستان ته قرضې هم په ګرانو شرطونو مېلاويږي.

وي اواې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، کله چې عادي حالات وي نو پاکستان ته په څلور فيصده قرضې مېلاويږي خو کله چې حالات منفي لوري ته ځي نو بيا دغه بهرنۍ قرضې 13 فيصده ته لوړې شي او د هغې واپسي بيا مشکل وي.

د پاکستان د مرکزي بېنک مشر ډاکټر جمیل احمد هيله څرګنده کړې چې راتلونکې کال به د پاکستان اقتصاد ښه لوري ته لاړ شي او د ملګرو هيوادونو څخه به 13 اربه ډالره قرضه ترلاسه شي.

خو اقتصاد پوهان دغه قرضې د نړيوالې مالياتې ادارې [ايي اېم اېف] د پروګرام سره تړي.

پاکستاني مطبوعات وايي چې نړیوالې مالياتې ادارې ايي اېم اېف پاکستان ته ویلي چې د پور د نهم قسط ترلاسه کولو دپاره په ماليه/ټېکس کې اضافه وکړي او د توانايۍ قيمتونه زیات کړي.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي غېر ملکي زر مبادله ذخيره شپږ اربه ډالره ته راکوزه شوې او په پاکستان کې د ډالرو کمی دی.

اقتصاد پوهان وايي که په ملکي کچه سياسي بحران جاري وي نو په راتلونکې کې به د پاکستان اقتصاد نور هم د مشکلاتو سره مخ شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG