په ایران کې د حجاب په سر راپارېدلو مظاهرو په افغانستان کې هم د ښځو حوصلې لوړې کړې او په کابل کې په یو تعلیمي مرکز د ځانمرګي حملې وروسته په کابل نورو ښارونو کې ښځو احتجاجونه کړي دي.
د وي او ای اشنا څانګې خبریال وايي د افغانستان مقامي مطبوعاتو ویلي د غزني ولایت په جګوري او ملېستان ولسوالیو کې په لسګونو ښځو احتجاج کړی او نعرې يې کولې چې د هزاره ټولنې قتل عام ته ودرول شي.
تېره هفته د کابل په دشت برچي کې په تعلیمي مرکز کې ځانمرګي بم چاودنې د 50 نه زیات کسان چې زیاتره پکې جینکۍ زدکونکي دي، وژل شوي. په دغه سیمه کې د شیعه مسلک د هزاره ټولنې اوسېدونکو اکثریت دی.
په کابل کې د حملې وروسته افغان ښځو په کابل او نورو ځایونو کې مظاهرې کړي دي.
د احتجاجونو ګډون وال وايي په کابل کې د وژل شویو کسان دپاره د انصاف غوښتنه کوي او غواړي چې د جینکو د ثانوي تعلیم سکولونه دې پرانیستل شي.
په هرات کې په احتجاج کې شریکه یوه زدکونکي وايي هېڅ سیاسي ډله یې ملاتړ نه کوي او نه هم د کوم سیاسي ډلې مخالفت کوي. "ز مونږ غوښتنه امنیت او تعلیم دی…غواړو چې سکولونه بیا پرانېستل شي او زمونږ د هزاره وطنوالو قتل عام ختم شي."
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ او په دوی د قدغنونو په ضد د دې نه مخکې هم مظاهرې کړي دي.
د کابل په مظاهره کې برخه اخیستونکي 36 کلنه ښځه وايي افغان مېرمنې د نور چا د حمایت نه بغیر اکثر په خپل سر احتجاج دپاره راوځي. "کله چې مونږ احتجاج کوو نو زمونږ خپلوان هم زمونږ سره نه ودرېږي. په افغانستان کې دا د شرم خبره ګڼل کېږي چې یوه ښځه کوڅې ته وخي او خپلو حقونو دپاره خبره کوي."
په افغانستان کې د ښځو تازه مظاهرې په ایران کې د 22 کلنې مېرمن مسها امیني د مرګ په سرا د راپارېدلو احتجاجونو ورسته شوي دي.
د ایران د مظاهرو برعکس د افغانستان د احتجاجونو کچه وزه ده. په دې اړه ایرانۍ خبریاله سوریا لېني وايي په موجوده احتجاجونو کې سړي هم د ښځو ترڅنګ راوتلي دي او ایران د ښځو او سړو یه یوځای د احتجاجونو اوږد تاریخ لري.
د انساني حقونو تنظیم چارواکي هېدر بار وايي د دې باوجود چې د ایران په مقابل کې د افغانستان احتجاجونه په وړه کچه کېږي خو بیا هم د دواړو ملکونو احتجاجونه مماثلتونه لري او هغه د مېرمنو حوصله ده چې د ژوند په خطر راوتلي او د جبر مزاحمت کوي او خپل غږ پورته کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اشنان څانګې خبریالې نذرانه غفار او د اکرام شینواري د رپورټونو نه اخیستل شوي دي