لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې دپي ټي ايي حکومت لاړو خو څېړونکي وایي صوبې ته یې دقرضونو دروند بار په اوږو پرېښی دی


خبريال محمود جان بابر وايي هر حکومت قرضي اخلي او د اخستو واک يې لري خو اوس دا به کتل وي چې دغه قرضي لګول شوي چرته دي؟
خبريال محمود جان بابر وايي هر حکومت قرضي اخلي او د اخستو واک يې لري خو اوس دا به کتل وي چې دغه قرضي لګول شوي چرته دي؟

خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند قریباً لس کاله واکمني سرته ورسيدله خو څېړونکي وايي تېرو لسو کلونو کې ياد ګوند اولس سره د کړو ژمنو په پوره کولو کې پاتي راغلی دی او د پي ټي ايي په واکمنۍ کې پور، بې روزګاري او ناامني څو چنده سيوا شوې ده. پي ټي ايي په خپل حکومت دغه تقنید ردوي.

خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف د لس کلنې واکمنۍ ختميدو وروسته په ياد ګوند د مخالفو سياسي ګوندونو اواولس لخوا نيوکي رواني دي او تور پرې لګول کيږي چې صوبه يې د تاريخي قرضو د بوج لاندې راوستلې ده۔

د پېښور پريس کلب صدر اؤ وتلی خبریال ارشد عزيز ملک وايي خېبرپښتونخوا کې چې پاکستان تحريک انصاف په انتخابي منشور کې کومې ژمنې کړې وې لکه خلکو ته د روزګار ورکولو، کرپشن ختمولو يا د نورو ولسي منصوبو په هغې کې پاتي راغلی دی او د راتلونکي حکومت دپاره به تر ټولو لویې چیلنج بجټ جوړول وي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "وړومبې ټاسک به بجټ وړاندي کول وي ،زمونږ کليز ترقياتي پروګرام به څومره وي دهغي سره بيا تنخانې پوره کول زما په خيال اوس چې کوم حالات روان دي نو ترقیاتي کارونه تقريبا بند دي، د تنخاګانو دپاره پېسي نشته دا ډير غټ چيلنج دی"

خېبر پښتونخوا کې په حکومتي چارو نظر لرونکي کار پوهان وايي تير د پې ټي ایي حکومت د مختلفو مالياتي ادارو سره د نهه سوه اربه روپو دقرضونو معاهدي کړي دي چې اوسه پورې پکې څلور سوه اربه روپۍ ترلاسه شوي دي او دا د دې صوبې د تاريخ ريکارډ قرضه ده۔

بل لوري ته د تحريک انصاف چارواکي دا تورونه ردوي اؤ د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي محمود خان د اطلاعاتو پخوانې سلاکار بیرسټر محمد علي سيف نن د ټويټر د لاري پيغام کې ويلي دي چې دا وخت په صوبه مجموعي قرضه 359.33 اربه روپۍ ده خو د پې ډې ايم ايتلافي حکومت د 900 اربه روپو قرضي د دروغو پروپيګنډه کوي۔

نوموړي ويلي دي چې د يو زر اربه روپو په بجټ کې د قرضي شرحه شپږويشت فيصدي ده۔

د عوامې نېشنل پارټۍ سره تعلق لرونکي د پښتونخوا اسمبلۍ پخوانۍ ښځينه غړې شګفته ملک وايي صوبه کې د بې ار ټې پشمول بلين ټري سونامي او نورو لويو منصوبو کې ريکارډ کرپشن شوی دی۔

شګفته ملک ډيوه ته وويل صوبه کې صنعتونه په ټپه ولاړه دي، خلک بي روزګاره دي نو په داسي حال کې به دومره درني قرضي بل حکومت څنګه بېرته ستنوي۔

‘‘د خلکو کارونه نشته، کارخاني بندي دي نو بيا به ددې ملک د قرضو ستنولو دپاره څه تګ لاره وي زما په خيال دا حالات به نور هم زيات خرابيږي دا ټول افت ددغه تير حکومت دلاسه ؤ چې تېرو لسو کالو نه زمونږ په صوبه مسلط و بلکي مسلط کړی شوی و او داسي مسلط کړی شوي و چې هغوي ته دومره اکثريت ترلاسه ؤ چې په اسمبلو کې يې خپله مرضي وه‘‘

خبريال محمود جان بابر وايي هر حکومت قرضي اخلي او د اخستو واک يې لري خو اوس دا به کتل وي چې دغه قرضي لګول شوي چرته دي؟

‘‘زما خپل خيال دا دی چې په دې وخت کې د بي ار ټي سره سره د ولس په خوراک او روزګار باندي په دې صوبه کې زياتې پیسې لګول شوې، که قرضي اخستل شوی دی نو دا د دوي اختيار و چې اخستي يې وای خو خبره دا ده چې لګولي يې چرته دي؟ وس دا کتل پکار دي چې دا پیسې دعوامې ضرورت په بنياد لګيدلي کنه دا پداسي منصوبو لګيدلي چې د هغي سره پارټي اوچته شي که په هغي لګيدلي وي نو زما په خيال دا بيا مناسبه نه ده‘‘

څيړونکې وايي د خېبر پښتونخوا مالي کړکيچ د څو مياشتو خبره نه ده وايي د عمران خان په مشرۍ کې په مرکز کې دڅلور کاله واکمنۍ موده کې هم دا صوبه د فنډونه محرمه ساتل شوي وه ۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG