لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د روس او منځنۍ اېشیا نه افغانستان او پاکستان ته د تېلو رسد په سیمه کې خوشحالي راوستلی شي


 خبريال خليق کيانى چې د توانای په موضوع ډیر لیکل کوي وايي  ټاپى يوه ډيره زړه پرژه ده چې پکي ډير وخت تير شو او تر کومي پوري چې افغانستان کې حالات ښه شوي نه وي تر هغه پورې په دې  پرمختګ نه کيږى
 خبريال خليق کيانى چې د توانای په موضوع ډیر لیکل کوي وايي  ټاپى يوه ډيره زړه پرژه ده چې پکي ډير وخت تير شو او تر کومي پوري چې افغانستان کې حالات ښه شوي نه وي تر هغه پورې په دې  پرمختګ نه کيږى

د روسي دولتي خبري ادارې تاس سره خبرو کې د روس مرستيال وزير اعظم اليګزينډر نوواک ویلي روس کولې شى چې د منځنۍ اسيا د بنيادى اډاڼا کارولو د لارى او يا د ايران له خاوري سره افغانستان او پاکستان ته د قدرتي ګېس صادرات وکړي.

د دسمبر په پېنځمه نېټه د پاکستان د پټروليم مرستيال وزير مصدق ملک ويلى ٶ چې د قدرتى مایع ګېس LNG د وارداتو لپاره د روس له خصوصى شرکتونو سره خبري رواني دي. هغه زياته کړي وه چې اسلام اباد د روس دولتي قدرتى ماؽع ګيس توليدونکو سرم هم کارکوي.

مصدق ملک ويلي ٶ چې له مسکو سره د پاؽپ لاؽن د پروژې په خبرو کي د پام وړ پر مختګ شوی دی.

څېړونکي وايي پاکستان دا وخت ارزاني انرجۍته سخته اړتيا لرى ولي جې د هيواد د قدرتي ګيس زيرمې په تيزۍ سره په کميدو دي.

د څېړونکو وينا ده چې د روس نه د ټاپى _ ترکمانستان، افغانستان پاکستان او هند ګيس پاؽپ لاؽن نه که ورته ارزان ګيس ترلاسه شي نو دا به ټوله سيمه کي خوشالي راولى خو د دي عملي کولو کې غټي ستونځې دى چې پکي د افغانستان حالات د ټولو غټه ستونځه ده.

د وى او اې ډيوه سره خبرو کي خبريال او څيړونکی مهتاب حيدر وايي د ايران د لارې خو د ممکن نه ده ولي چې په ايران بنديزونه دي او د ترکمانستان نه پایپ لاین به دافغانستان نه تيريږي.

نوموړي وويل پاکستان غواړى چې ارزان ګيس ترلاسه کړي خو دي کي عملي مسلې دى او د به کتل وى چې دواړه هيوادونه پې څنګه قابو مومي.

مهتاب حيدر زياته کړه "د تيرو دواو لسيزو راهيسى مونږ د دي پروژې په اړه اورو خو خبره په وړاندي نه ځي."

نوموړي وويل د چين پاکستان اقتصادى پروژې ، سى پيک نه علاوه د سيمي يوه پروژه که هغه ټاپى ده ، که د تاجکستان څخه د زر ميګاواټو د بجلۍ منصوبه کاسا ١٠٠٠، د ايران-_پاکستان او هند د ګيس منصوبه ده او که د د سويلى اسيا تنظيم سارک دی په يو کي هم څه پرمختګ نه دی شوی.

د سپټمبر په اتلسمه د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ويلي ٶ، روس وړانديز کړې چې د ګيس پایپ لاین بنيادى اډاڼه د منځنۍ اسيا هيوادونوته وغځول شي چې د افغانستان د لارې پاکستان ته د ګيس د رسولو لپاره وغځول شى.

څېړونکی ذ يشان حيدر دا پروژه د ټولې سيمې لپاره ګټه وره بلی او وايي که پاکستان خپل ټول پام اقتصادى ګټو ته واړوي او د ترهګرۍ د جګړې نه ځان راوباسي او خپلې د انرجۍ پروژې سر ته اورسوي نو دي په ټوله سيمه کي به خوشالي راشي، او افغانستان، چې دا وخت کومو سختو اقتصادى ستونځو کي نښتی دی ورته به صرف د ټرانزټ د ماليې نه ډيرې مالي ګتې تر لاسه شي.

خبريال خليق کيانى چې د توانای په موضوع ډیر لیکل کوي وايي ټاپى يوه ډيره زړه پرژه ده چې پکي ډير وخت تير شو او تر کومي پوري چې افغانستان کې حالات ښه شوي نه وي تر هغه پورې په دې پرمختګ نه کيږى.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کي نومړي وويل يو وخت دي پروژه کي ډير پرمختګ شوی ٶ او ترکمانستان د ګيس پاؽپ لاین بنيادى اډاني غځولو کې بشپړپانګوني ته هم تيار شوې ٶ خو وروستو بيا دواړو خواو ته پکي يخوالې راغلو.

تيرو ورځو کي دتېلو دڅانګې لپاره دپاکستان دمملکت وزیر مصدق ملک ویلي ٶ، روس پرېکړه کړې ده چې پاکستان ته به خام تیل،پیټرول او ډیزل په ارزانه بیه ورکوي.

د تیر نومبر په میاشت کې د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وو هېواد یې په داسې حال کې له روس څخه په رعایتي نرخونو د تېلو پر اخستو غور کوي، چې ګاونډي هیواد هند له ماسکو څخه تیل اخلي او اسلام اباد هم حق لري چې په دې برخه کې هڅې وکړي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د تیر نومبر د میاشتې په اتمه نیټه خپل رپوټ کې د امریکا د بهرنیو چارو د چارواکو له خولې ویلې وو چې امریکا دا مهال نورو هیوادونو ته د روسیې د انرژۍ د صادراتو پر وړاندې بندیزونه نه لري. او هر هیواد خپل د ضرورتونو تر مخه پریکړه کولی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG