لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي وایي پښتونخوا کې بیا دامن وضعه خرابه شوې خو په ملکي میډیا پرې بحث نه کیږي


د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي په ملکي ميډيا د ترهګرۍ په پېښو د بحث نه کيدو له امله حکومتي چارواکي هم داسې بيانونه ورکوي چي د زمکني صورحال نه بدل وي

په خېبرپښتونخوا کې تېره ورځ په سوات،باجوړ،خېبر،کوهاټ او لکي مروت کې د بدامنۍ پېښې شوي دي، چې پکې سوات کې يو وسله وال، په خېبر کې د امنيتي ادارې غړي او باجوړ کې يو تن وژل شوی دی.

څېړونکي وایي ددې پېښو ترڅنګ د ډيرې مودې راهسې په خېبر پښتونخوا کې د امنيت وضعه خرابه ده خو په دې هکله په ملکي ميډيا هغسې بحثونه نه کيږي چې خلکو ته يي علتونه معلوم شي او حکومت يې د مخنيوي د پاره ګامونه پورته کړي۔

د پېښور اسلاميه پوهنتون د پوليټکل ساینس د زدکړو د څانګې استاذ شاهنواز مشال وايي روانو د ترهګرۍ په پېښو په ملکي ميډيا کې خبرې ځکه نه کيږي چې دلته ميډيا فقط د مرکز سره تړل شوې ده هم د هغه ځاي په مسلو پکې خبرې کيږي۔

"د پاکستان ميډيا مرکز سره تړلې ده، هم د هغه ځاي د اشرافيه په مسلو خبرې کوي، او بيا مرکز پنجاب ګڼل کيږي او د پنجاب په مسلو پکې زيات بحثونه کيږي"

نوموړي وويل په ميډيا دخېبر پښتونخوا په روانو حالاتو د بحثونو نه کيدلو دويمه وجه د اسټېبلشمنټ لخوا میډيا د دباؤ لاندې ساتل دي.

"دلته ميډيا د اسټېبلشمنټ د دباؤ لاندې ده، او کېدای شي هغوي نه غواړي چې په راوانې ترهګرۍ خبرې وشي"

څيړونکي وايي په پاکستاني ميډيا د حکومتي چارواکو هغه خبرې رپورټ کېږي چې په مرکزي کچه د وزيرانو لخوا کيږي، څنګه چې تېرو ورځو کې د داخله چارو وزير ويلي وو ، "دا خبره کول چې سوات ته بيرته دترهګرو راتګ پېل شوی، داسې بلکل نه ده دا افواه ده يا افواه جوړول کيږي، امنيتي ادارې خبرتیا لري او چمتو دي"

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې سوات کې د پوليس او پوځ دمامورینو د تښتولو خبرونه مخې ته راغلي وو، د امن کميټۍ پخوانی مشر سره د اتوؤ تنانو وژل شوی او تېره شپه هم د وسله والو اؤ‌ د امنيتي ادارو د غړو ترمېنځه نښته شوې ده۔

رانا ثنا الله ويلي و هره ورځ د ترهګرو ضدو عمليات کيږي او ترهګر چې د ملک امن خرابوي هغه وژل کيږي۔

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي په ملکي ميډيا د ترهګرۍ په پېښو د بحث نه کيدو له امله حکومتي چارواکي هم داسې بيانونه ورکوي چي د زمکني صورحال نه بدل وي۔

ځايي خبريالان وايي دوي د خپلو علاقو په اړه مطبوعاتو ته خبرونه ليږي خو هغې لږ وخت ورکول کیږي يا بیخي ځاي نه ورکول کيږي او زیاتره وخت په روانو سياسي مسلو بحثونو ته ورکول کیږي چې زياتره د مرکز سره تعلق لري۔

څيړونکي وايي د صوبې په ګڼو ضلعو کې وسله وال ليدل شوي دي، په سوات،دير،باجوړ،کرم، اورکزئ،خېبر،وزيرستان،لکي مروت، ډيره اسماعيل خان، مردان او پښور کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې مخې ته راځي، دغه بريدونو کې د زیاترو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخلي،

د تېرې ورځې بريدونو کې يي هم په لکي مروت کې په يو پوليس تاڼه دشوي بريد ذمه واري منلي ده،

د دويم ستمبر نه راپدېخوا چې به ټي ټي پي د کومو بريدونو ذمه واري منله هغې کې به يې ويل چې دا يي دفاعي عمليات کړي دي خو د تېرو څو ورځو راهسې خپلو ذمه وارو کې د دفاعي لفط نه کاروي۔

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دريوو مياشتو نه د زياتې مودې ډز بندۍ کې ټي ټي پي د کوم بريد ذمه واري نه منله،

حکومت او ټي ټي دواړو ويل چې مذاکرات يې روان دي، خو اوس د ټي ټي پي سرچيني او حکومتي چارواکي وايي چې مذاکرات ولاړ دي، او لا هم د کوم فريق لخوا د ډز بندۍ ختمولو اعلان نه دی شوی خو د دواړو لخوا د يو بل په ضد د عملياتو دعوې کيږي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG