د یوکراېن جګړې يورپ ته د چين د رېل ګاډي رابطې هم د خطر سره مخامخ کړي دي، چې اکثره د روس نه تېرېږي، دې سره د چين لخوا په بېلا بېلو هېوادونو کې د بېلټ اېنډ روډ د منصوبو په مستقبل هم پوښتنې راپورته شوي دي.
څيړونکي وايي که دغه جنګ ختم هم شي بيا به هم نه چېن او نه يوکراېن په دغه منصوبو کې دلچسپي واخلي.
جېکب مارډېل د چين د خارجه پالیسۍ په اړه څيړنه کوي، وي او ای ته یې په يوه مرکه کې ويلي، "د بېلټ اېنډ روډ منصوبې په اصل کې د خبرو برخه نه ده، تر دې چې چين به پخپله هم نه غواړي چې په يو داسې ملک کې خپلې منصوبې روانې اوساتي چې اقتصاد ته يې لوی زيان رسېدلی دی."
بېلټ اېنډ روډ انېشټيو يا بي آر آيي په افريقا، اېشيا او يورپ کې د چين تر ټولو لوی ترقياتي منصوبه ده، چې په کال ۲۰۱۳م کې پېل شوې او ۸۰۰ اربه ډالرې په پرې مصرف کېږي، چين وايي، يواځې تېر کال په دغه پراجېکټ نزدې ۶۰ اربه ډالرې لګېدلي دي.
په يوکراېن د روس د بريد نه يوه هفته وړاندې فرانس د چين سره په افريقا، جنوب شرقي اېشيا او مشرقي يورپ کې د ۱.۷ اربه ډالرو په شريکه منصوبه صلاح شوی ، خو څيړونکي وايي،د روس د يرغل لکبله غربي نړۍ د چين هم زړه بدې شوې ده او داسې ښکاري چې د غه منصوبه به هم په شک کې پريوزي.
چاینا يورپ رېلوی اېکسپرېس د رېل ګاډو يو داسې جال دی چې پکې ۷۳ پټلۍ دي چې چين د قزاقستان، روس، بېلاروس، پولېنډ، جرمني، چېک رېپبلک ، فرانس او سپېن سره تړي او د چين سرکاري شمېر ښايي، چې د روان کال په لومړو څلورو مياشتو کې په دغه لارو ۳۶۳۰ تجارتي رېل ګاډو چلند کړی، په دغه لاره چېن خپل زياتره مالونه استوي او لږ مالونو د يورپ نه هم په دغه لارو راځي،
خو رپورټونه وايي، د دغې تګ راتګ شمېره به د نيمايي نه هم کمه شي که يورپي ملکونو روس يواځې کړو، ځکه چې دغه رېل ګاډي اکثره د روس نه تېرېږي.
د جرمن انسټیيټوټ هېمبرګ څيړونکی محمد باقر فاروق چين به اوس د خپل کاروبار د پاره نورې لارې ګوري.
"چين چې د رېل ګاډو د رابطو کومه لېوالتيا لرله هغه به اوس کمه شي او چين به اوس کوشش کوي چې د روس، بېلاروس او يوکراېن نه بچ خپلې رابطې جوړي کړي"
نورې لارې:
په يورپ کې مشکلاتو سره مخامخ کېدلو وروسته کېدی شي چين د مرکزی اېشيا د لارې خپل تجارت ته دوام ورکړي چې د قزاقستان ، ازبکستان ترکي او ايران نه تېرېږي خو څيړونکي وايي د ترکي په لاره د روس په پرتله د رېل ګاډي د پټړۍ غزولو ګنجاېش کم دی، ځکه به پکې د سمندر لاره هم کارول کېږي چې وخت به پکې ډېر لږي او ګرانه به هم وي،
چين له تېرو څو کلونو نه د پاکستان سره په اقتصادي شاهراه په اربونو ډالرې مصرف کړي چې د ګوادر د بندرګاه د لارې بحيره عرب ته رسد تر لاسه کړي خو په پاکستان کې سياسي کړکېچ، او ممکنه انتخابات به د دغه هېواد اقتصاد نور برباد کړي او اېې ايم اېف به ورته هم نور قرض ورکولو ته غاړه کې نه ږدي.
ځينې اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې کېدی شي پاکستان په داسې کړکېچنو حالاتو کې د چين سره د اقتصادي شاهراه ځينې منصوبېوځنډوي.
خو ځينې نور څيړونکې وايي د سي پېک منصوبه په کال ۲۰۱۳ کې د موجوده وزيراعظم شاهباز شريف مسلم لېګ پارټۍ شرو کړې وه او کېدی شي چې شهباز شريف د نړۍ سره سفارتي اړيکې سمې کړي او د چين سره دغه منصوبه په ښه شان سر ته اورسوي.
که چين د پاکستان د شاهراه د لارې د ګوادر بندر ته رسد ترلاسه هم کړي خو بيا به هم دا په يورپ کې د چين د مشکلاتو حل نه وي، د چرته نه چې چين تر ټولو زيات کاروباري مالونه لېږي.