لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان کې دمیډيا دڅار دولتي ادارې د دروغو دخبرونو دمخنیوي په اړه غبرګ معیار لري


څېړونکي وایي پاکستان کې هغه خبریالان ځورول کیږي اؤ یا یې هم د دولتي ادارو لخوا په رسنیو جرمانې لګول کیږي چې په مقتدره حلقو یا حکومتي ادارو په خلاص مټ نیوکې کوي خو برعکس بیا دمیډیا دڅار دولتي ادارې د رسنیو لخوا د دروغو په هغه خپریدونکو رپورټونو هیڅ غوږ نه ګروي چې نقصان یې ولس ته رسیږي.

دڅېړونکو وینا ده چې پاکستان کې دناسمو اطلاعاتو یا خبرونو دمخنیوي لپاره ادارې اؤ قوانین موجود دي خو دغه ادارې اکثره هغه وخت په حرکت کې راځي چې کله په میډیا خبریالان دمقتدره حلقو اؤ حکومت پرضد ستغ تنقید وکړي.

د مئ د میاشتې په څلیریشتمه نیټه پاکستان کې دبریښایي رسنیو دڅار دولتي ادارې پیمرا د شپږو خبریالانو په ضد د شکایتونو نه وروسته مقدمې لیکلې دي.

د ټي وي په دغو خبریالانو تور دی چې خپلو پروګرامونو کې یې د پوځ او عدلیې خلاف خلکو کې د کرکې راپارولو هڅې کړې دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان د خبریالانو په ضد مقدمې غندلې او ویلي یې دي چې حکومت ددغو مقدمو په شا ولاړ دی.

د وفاقي حکومت له اړخه د خبریالانو په ضد د مقدمو په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی. خو د اسلام اباد هایي کورټ پولیسو ته امر ګړی دی چې هیڅ کوم خبریال دې ګرفتار نه کړي.

خو بل لوري ته چې بیا کله پاکستاني میډيا ځینې داسې د دروغو رپورټونه خپاره کړي له امله یې یوازې ولس ته تکلیف رسیږي ،څيړونکي وایي‌ په دغسې رپورټونو بیا دولتي ادارې هیڅ نوټس نه اخلي.

تیرماښام د سر ښار پیښور په شمول د هیواد اکثرو سیمو کې د تیلو پمپونو کې ناڅاپي ګڼه ګوڼه جوړه شوه. علت یې د یو شخصي ټي وي چینل هاغه د دروغو خبر ؤ کوم کې چې د شپې د تیلو بیعو کې د نورو دیرشو روپو د اضافې دعوه شوې وه.

ددغه خبر په خپریدو ټولنیزو رسنیو کې هم د پټرولو او ډیزلو بیعو کې د کیدونکې اضافې په هکله تبلیغات شروع شول. چې له امله یې د پمپونو خوا ته د موټر سایکلو او موټرو قطارونه ولګیدل.

په یو شخصي ټي وي دتیلو بیعو کې دلوړوالي دخبر خپریدو سره سم ځینو پمپونو د تیلو خرڅول په دې تمه وتړل چې د شپې به دتیلو بیعو کې اضافه وشي او دوي به یې سبا په لوړو بیعو خرڅ کړي.

خو دغه لانجه بیا هاغه وخت ختمه شوه کله چې د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل سپینه کړه چې حکومت نن د تیلو بیعو کې هیڅ قسمه اضافه نه کول غواړي. د تیلو بیعو کې د اضافې خبرونه دروغ او بې اساسه دي.

دداسې قسمه خبرونو خپرولو په اړه چې وایس اف امریکا ډیوه د پیښور پریس کلب صدر محمد ریاض نه پوښتنه وکړه. آیا پاکستان کې د دروغو د خبرونو د مخنیوي کومې ادارې وجود لري؟ نو هغه ویل ورځپاڼو کې د دروغو د خبرونو د مخنیوي لپاره د پریس کونسل په نوم، تي وي چینلونو کې دپاکستان الیکټرانک میډیا ریګولیټري اتهارټي یا پیمرا په نوم او ټولنیزو رسنیو کې پاکستان ټیلي کمیونیکیشن اتهارټي یا پي ټي ای به نوم ادارې کار کوي.

د پریس کلب صدر وایي د ناسمو خبرونو د مخنیوي لپاره درې واړو ادارو کې قوانین موجود دي. خو په هغې په سمه توګه عمل نه کیږي.

"په ځانګړي ډول په هاغو دروغژونو خبرونو هډو دغه ادارې غوږ نه ګروي د کومو له امله چې د ټولنې عامو وګړو ته زیان رسیدلی یا د رسیدو خطر وي. لکه بیګاه چې د یو غلط خبر په وجه عام خلک ستونزو سره مخ شول"

ځینو وختونو کې بیا کتل شوي دي چې خبریالان په ټي وي چینلونو په مقتدره حلقو یا کومو حکومتي ادارو تنقید وکړي. نودهغوي ټي وي پروګرامونه وتړل شي. د ټي وي نه یې ملازمت ختم کړی شي. ځیني خبریالان پکې د وهولو ټکولو، تري تم کولو ترحده ورسي او تر دې چې ژوند هم له لاسه ورکړي.

د پیښور پریس کلب صدر محمد ریاض وایي د خبریالانو د حقونو ځایي او نړیوالې ادارې د ناسمو خبرونو د مخنیوي مرسته کوي. د حکومت او ریاست د مطبوعاتو د څارنې ادارې باید د موجوده قوانینو رڼا کې د کره او بې پلوه خبرونو باوري کولو لپاره د خبریالانو تنظیمونو سره مشورې وکړي.

خو هغه وایي ددې به هیڅ کله دا مطلب نه وي چې ګني مطبوعاتي ادارې به د خپلې بنیادي فریضي یعني په واکدارانو د بامقصده تنقید نه لاس واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG