لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: په پخوانیو قبایلي سیمو کې عملیاتو د وسله والو زور مات کړی


په پېښور کې مېشت سينير صحافي رفعت الله اورکزۍ وايي چې د ترهګرو په اړه د پاکستان پالسۍ کې د پېښور آرمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې وروسته واضحه بدلون راغلی او هغه وسله والو ډولو پرضد يې عمليات کړې کومو چې د پولې دواړو اړخونو ته د عملياتو توان لرلو
په پېښور کې مېشت سينير صحافي رفعت الله اورکزۍ وايي چې د ترهګرو په اړه د پاکستان پالسۍ کې د پېښور آرمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې وروسته واضحه بدلون راغلی او هغه وسله والو ډولو پرضد يې عمليات کړې کومو چې د پولې دواړو اړخونو ته د عملياتو توان لرلو

په خېبر پښتونخوا کې څېړونکي وايي چې د پاکستان حکومت په پخوانۍ قبايلي سيمو کې د وسله والو ډلو ختمولو د پاره د ارمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې وروسته وخت په وخت پوځي عمليات کړي چې له امله یې د وسله والو زور مات شوی دی.

څېړونکي زياتوي چې د پاکستان دغه تګلاره خپلول نه يوازې په پاکستان کې د امن سبب جوړ شوی بلکې په افغانستان کې هم د امن پروسې ته تقويت ورکوي۔

په منطقه کې د مسقتل امن دپاره په پاکستان او افغانستان کې د وسله والو خلاف د دواړو ملکونو ګډه پالېسي او ګډ عمليات هم څېړونکي اهم بولي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالې مطالعې د څانګې اسټنټ پروفېسر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وويل په قبايلي سيمو او افغانستان کې جنګېدونکو واسله والو خلاف يو ځل بيا جامع تګلاه وضع کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي۔" د افغانستا سره تړلي خلک مونږه و نه ليدل چې په غټ تعداد کې دغه مجاهيدين ونيولې شول يا د هغوئ خلک ونيولې شول، مونږه ته دا ښکاري چې په افغانستان کې او پاکستان دننه د بمي چودنو کمې راغلې دې، نو دې نه دا ښکاري چې د پاکستان کوم اثر دې نو هغې کار کړې دې، او د امن د پروسې د پاره چې د تشدد د کمي کوم ضرورت دې نو په هغې کې واقعي کمې راغلې دې"

نوموړي زياته کړه اسلام اباد په افغانستان کې د امن پروسې د پاره خپل مهم کردار لوبه وي خو د راتلونکي د پاره د پاکستان خارجه پاليسي به د امريکا د موجوده صدر جوبایډن د افغانستان نه د خپلو پوځيانو په مکمله توګه نه وېستلو په پرېکړه هم منحصر وي۔۔

" جوبایډن دا هم وايي چې د افغانستان نه به پوځ وباسم خو څه پوځ به دلته ساتم، کومه خبره چې پاکستان غوښتله چې د افغانستان نه په مکمله توګه ټول پوځ وزي نو هغه نه کېږي نو اوس به دا خبره د پاکستان په خارجه پالېسۍ ډېر غټ اثر غورزوي"

په پېښور کې مېشت سينير صحافي رفعت الله اورکزۍ وايي چې د ترهګرو په اړه د پاکستان پالسۍ کې د پېښور آرمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې وروسته واضحه بدلون راغلی او هغه وسله والو ډولو پرضد يې عمليات کړې کومو چې د پولې دواړو اړخونو ته د عملياتو توان لرلو۔

اورکزی وايي چې د پاکستان دغه پاليسي په افغانستان کې د امن پروسې په ګټه تمامېږي۔" زمونږه د اسټېبلشمنټ چې کوم سوچ و د افغانستان په حوالې سره او خاص کر د داخلي واسله والو حوالې سره په هغې کې مونږه ته بدلون ښکاري، بيا چې کله په افغانستان کې د امن خبرې شورو شولې نو په هغې هم پاکستان د اول نه ډېر مهم کردار لوبه وي"

افغانستان د مودو راهسې دا تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره د افغان طالبانو حقاني شبکې ته پناه ورکړې او دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي، خو اسلام اباد د کابل دغه تورونه وار په وار رد کړي۔

پاکستان وايي د ترهګرو پر ضد يې بې طرفه عمليات کړي او په وروستيو کې يې د افغانستان سره په پوله د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګول هم پېل کړي او دريځ لري چې دغه کار د افغانستان د لوري پاکستان ته د ترهګرو راوړېدو مخه نيول دي ځکه چې په افغانستان کې ناست واسله وال د دغې سيمې نه په پاکستان کې بد امني خوروي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG